مالك بدري

د Wikipedia لخوا

ورټوپ کړه: ګرځېدنه, پلټل

ارواپوه مالك بابېكېر بدري ارواپوه مالك بدري د اسلامي نړۍ نوموتې څېره ده، چې په ۱۹۲۴ز كال په سوډان كې زېږېدلې دى. د لسانس دوره يې په ارواپوهنې كې د بېروت له امريكني پوهنتون څخه په عالي درجه پاى او د ماسټرۍ دوره هم هورې سرته رسولې.

لسانس يې په ۱۹۵۶ز او ماسټري يې په ۱۹۵۸ز كال ترلاسه كړه.

دارنګه يې په همدې مسلك كې د دوكتورا مرحله د انګلستان په (Leicester) پوهنتون كې سرته ورسوله.

او د دوكتورا څخه وراخوا (Post Doctoral research) يې د ساپوهنې په څانګه كې د لندن له (middesex) له پوهنتون څخه ترلاسه كړه.

مالك بدري د ساپوهنې په ښوونه كې زياته تجربه لري، دارنګه څېړنې او اروايي ناروغانو په درملنه كې زيات كار كړې.

د ښوونې او درملنې زياتره وخت يې په دې پوهنتونو او ورغتونونو كې تېر كړې لكه: د بېروت امريكايي پوهنتون، د اردن پوهنتون، د ام درمان اسلامي پوهنتون (سوډان)، او د خرطوم پوهنتون (سوډان). دارنګه د يې د سوډان په پلازمېنه او د رياض په مركزي روغتون كې د عصبي ګډوډيو (Nerrous desorders) په كتنځي كې كار كړې.

او د رياض په پوهنتون كې د ارواپوهنې د كتنځي بنسټ اېښودونكې او چلوونكې هم پاتې شوې دى.

پروفېسور بدري د نړېوالو مسلكي ټولنولكه د سوډان د مسلمانو ټولنيزو ساينسپوهانو ټولنه، او د برتانيۍ د سلوكي روا ناروغ درملنې (Behaviour Psychotherapy) ټولنه...


[سمادول] سرچينې

مسلمان فیلسوفان
يعقوب كندي | ابن سینا بلخي | ابن عربي | ابي نصر الفارابي | غزالي | ابن خلدون | ابن رشد | ابن طفیل | علامه اقبال | سيد جمال الدين افغاني| امير حمزه شينوارې | امام فخر الدين رازي | رابعه بلخي | غني خان | ابو الاعلى مودودي | شاه ولي الله | {سېد محمد طباطبايي | عمر خيام |ابن مسكوی | سېد حسن نصر | جلال الدین رومي |شقیق بلخي | شېخ الاشراق سهروردي
همدا مخ له "http://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%A7%D9%84%D9%83_%D8%A8%D8%AF%D8%B1%D9%8A" څخه رااخيستل شوی