ماشیندار موډل ٦١

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځېدنه, پلټل
ماشیندار موډل ٦١
Samopal vzor 61
Normal skorpion 01.jpg
هېواد Flag of Czechoslovakia.svg چکوسلواکیا
جوړونکی Česká zbrojovka Uherský Brod
وزن ۱۲۸۰ ګرامه
اوږدوالى ۲۶۹ م.م.
د برل اوږدوالی ۱۱۵ م.م.
کارتوس 9x19 Parabellum /7,65 mm Browning

ماشیندار ماډل ۶۱ ( په چیکی ژبې کې:Samopal vzor 61 ) چې د لړم په نوم هم یادېږی. یو ډول ماشیندار دی چې د چېک په جمهوریت کې د ۱۹۶۱ کال څخه جوړېږی. هغه ماشیندار د چېک او د سلواک د پوځونو او د پولیسو لخوا استعمالېږی. ماشیندار ماډل ۶۱ په نژدی ختیځ کې د مخالفو ډلو لخوا هم کارېږي.

نيوليک

تاریخ

تر ۱۹۶۰ کال وروسته د چېکوسلواک پوځ او پولیس غوښتل چه د تنکونود چلوونکی او د پولیسو لپاره نوی او کوچنی ماشیندار جوړ کړی. ماشیندار ماډل ۶۱ په۱۹۶۰ کال کې د جوړونکی مروسلاف ریباږ لخوا طرح شو. د ماشیندار جوړول په ۱۹۶۱ کال کې پېل شو.

د ماشیندار توصیف

ماشیندار ماډل ۶۱ یو کوچنی وسله ده چې د لرګی او پولاد څخه جوړېږی. هغه ماشیندار د ګاز د فشار په مرسته چی باروت تر چاودنو وروسته رامنځ ته کېږی، ویشتل کېږی. هغه ماشیندار کت کېدونکی قنداغ لری. ماشیندار کولای سی په جاغور کې ۱۰ یا ۲۰ ګولی ولری.

د ماشیدار ډولونه

  • ماشیندار ماډل ۶۱ اساسی ماډل دی چی د۱۹۶۱ کال څخه تر۱۹۹۰ کال پورې جوړېده. د مرمی کالیبریی ۷،۶۵
  • ماشیندار ماډل ۶۴ هغه ماډل د ۱ ۹۶۴ کال څخه تر ۲۰۰۰ کال پورې جوړېده. د مرمی کالیبر یی ۹ م.م. برونینګ وو.
  • ماشیندار ماډل ۶۵ هغه ماډل د ۱۹۶۵ کال څخه تر۲۰۰۵ کال پورې جوړېده. د مرمی کالیبر یی۹ م.م. وو
  • ماشیندار ماډل ۶۸ هغه ماډل د ۱۹۶۸ کال څخه جوړېږی.
  • ماشیندار ماډل ۸۳ هغه ماډل د ۱۹۸۳ کال څخه جوړېږی او مرمی کالیبر یی ۹ م.م. ماکاروف
  • ماشیندار ماډل ۹۱ یود نیمه اوټوماتیک ماشیندار دی چی د ۱۹۹۱ کال څخه جوړېږی.

ماشیندار ۳ ( Sa. Škorpion EVO III)

ماشیندار ( Sa. Škorpion EVO III) یو تر ټولو عصری ماډل دی چی د ۲۰۱۰ کال څخه جوړېږی. هغه ماشیندار د پولاد او د پلاستیک څخه جوړېږی. هغه ماشیندار کولای سی لیزر انداز او څراغ ولری. د وسلې د مرمی کالیبر ۹ م.م. پارابلوم یا ۴۰ سمیس او ویسن دی.

سرچینې

عکسونه

شخصي اوزار

ډولونه
نوم-تشيالونه
کړنې
ګرځېدنه
اوزاربکس
په نورو ژبو کې