مادهوري ډکشټ

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مادهوري ډکشټ
(هندي: माधुरी दीक्षित د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ډکشټ په ۲۰۱۳م کال کی د اولي په يوې غونډې کی
ډکشټ په ۲۰۱۳م کال کی د اولي په يوې غونډې کی
ډکشټ په ۲۰۱۳م کال کی د اولي په يوې غونډې کی

د شخص معلومات
زیږون نوم (مجارستانی: Mádhuri Sankar Díkszit د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۵ مې ۱۹۶۷(1967-05-15) ‏(عمر: ۵۶ کاله)
ممبای, مهاراشترا, هند
تابعیت  هندوستان
عملي ژوند
کار/مسلک لوبگره
کاروونکي ژبه(ي) هندي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د فعالیت وخت 1984–2002
2007–تر اوسه
جايزې
 پدما شري په آرټ کې (۲۰۰۸)  د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

دنڅا بې جوړې او ښايسته نجلۍ( مادهوري) غوښتل دښوونيز بهير په بشپړتيا سره مايكرو بيالوجسټه شي ، خوكله يې چې دغې هيلې وزرونه غوړول ، په اډاب فلم كې يې پښه ونښته او هنر ته يې مخه وكړه. دممبيي په " پادلي" كالج كې يوه ښكلې او جذابه جينۍ پر خپلو زده كړو بوخته وه، ببلي د بيولوي په څانگه كې د وړتيا سمبول و، نوم يې د ټولگيوالو پر خولو گرځېده، ببلي په " ابود" فلم كې د مادهوري په څېره كې راڅرگنده شوه. د" تېزاب" " اېك ، دو، تين" او دنڅا او پښو دپايزيبونو سندرو د شهرت اسمان ته يووړه، نڅا يې خوند او رنگ وموند ، دسينما د مينه والو پر زړونو يې د راج او واكمنۍ واگي په لاس كې واخستل او نور يې د زړونو پر غلا لاس پورې كړ. مادهوري له كالج څخه د سينما تر پردې څنگه راغله؟ په وړتيا؟ كه په ځانگړې نڅا او سندريزو حركتونو؟ بس دواړه يې در وشميرئ! مادهوري ښايي د هندوستان دهغو لږو او په شمېر كمو سينمايي نجونو په كتاركې راشي،چې ښوونځي ته يې ډېر لږ سر ورښكاره كړى ، خو سربېره پر دې دهغې ښځينه زړه راښكون ، دكلاسيكې نڅا روزنه او د بيالوژۍ په څانگه كې ځانگړې وړتيا ښايي د هغې د شهرت لاملونه وشمېرو. مادهوري په سينمايي نړۍ كې هغه وخت پښه نيولې شوه، كله ، چې " سوباش گهي" دهغې پر نڅا او هنري گډا نيوكې وكړې، سوباش له مادهوري وغوښتل، چې په فلمونو كې له بېخونده رولونو او نڅيزو صحنو تېره شياو دفلم مركزي كردارونو ته ځان جمتو كړي، مادهوري نيوكې او غوښتنې په خلاصو غوږو واورېدې او پر بېكاره رولونو يې ډبره كښېښوه.

مادهوري او سينما

دنڅا دغې بې جوړې او ښايسته نجلۍ غوښتل دښوونيز بهير په بشپړتيا سره مايكرو بيالوجسټه شي ، كله يې چې دغې هيلې وزرونه غوړول ، په اډاب فلم كې يې پښه ونښته ، اډاب دمادهوري د زده كړو په لاركې لومړنى خنډ و، دغه فلم ډېر ژر له ذهنونو پرېوت او د ناكامۍ پر لور كوږ شو. كرما د " سوباش گهي" دوهم فلم و، چې مادهوري د رول وياړ پكې تر لاسه كړ، مادهوري په دغه فلم كې د نڅا او هنري حركتونو په ترڅ كې د شهرت او برياليتوب په لور مخه وكړه.

دوكه او برياليتوب

په 1367ل كال په يوه سوداگريزه مجله كې د مادهوري اشتهار خپور شو، په دغه اته مخيز اشتهار كې مادهوري ويلي و، چې اتو تنو فلم جوړوونكو د مركزي كردارونو غوښتنه ترې كړې، په دغو فلم جوړوونكو كې ديوني كپور او راكش روشن نومونه هم راغلي و، دا د مادهوري لومړنۍ دوكه وه ، چې دفلم جوړوونكو او مينه والو په سترگو كې له جامو سره ننوته ، مادهوري ته دمركزي كردارونو د رول لوبونې خه نه و ويل شوي ، خو اشتهار ورو ورو ددې دغه ادعااو دوكه رابرسېره كوله ، په " تېزاب" ، " رام لاخان" ، او" اېك، دو، تين" سندرې سره يې په سينمايي نړۍ كې يو نوى توپان راوست. د " تېزاب" په وياړ يې گڼ شمېر مډالونه واخستل او برياليتوب يې دنيز په څېر چټك شو. په 1370 كال په " دل" فلم كې دښه رول له امله په غوره جايزې ونمانځل شوه، ساجن، كهل نائيك، هم اپ كى هى كون " او نور گڼ شمېر فلمونه يې راووتل.

دبرياليتوب پېر

دسينما په لاركې تر لومړنيو پړاوونو وروسته ، دمادهوري د برياليتوب پړاو پيل شو، يارانه، راج كومار مه هانتا، پريم گرانټ ، په سينمايي پيښليك كې ثبت شول، له سنجيدت سره گډ رول مادهوري ته د ورځپاڼو او خپرونو غيږه پرانسته، دسنجيدت ښځې دعوه وكړه او دنوموړي د بيا تر لاسه كولو هڅه يې كوله. دكل نائيك " جويي كې پيچهى " د سنجيدت دمېرمنې غوسه نوره هم زياته كړه او دښځو له ټولنې يې وغوښتل ، چې پرمادهوري بنديز ولگوي او له سنجيدته لاس واخلي.تر كويلا وروسته " راكش روشن" په خپلو فلمونو كې د مادهوري پر زلميو رولونو بنديز و لگاوه، مادهوري پر دغه بنديز ددرنښت چوپتيا غوره كړه. پر 1377 كال مادهوري په " وجود" فلك كې راښكاره شوه، خو دغه فلم د " تېزاب" ريكارډ خوندي نه كړه او سړه بدرگه يې وشوه. په وروستيو كلونو كې مادهوري خپل هنري شهرت نور هم لوړ كړ، او نوره د هندي سينما پر سرخېلو ستورو كې حساب شوه.

پېژندگلوي

د سينما دغه ښكلې نجلۍ په 1346لمريز كال د هند په ممبيي ښار كې خاپوړې كړې، پنځه فټه او څلور اېنچه ونه لري، وزن يې 51 كيلو گرامو ته رسيږي، بريالى فلم يې " تېزاب" دى، په هندي هنرمندانو كې يې " نرگس" او " بلراج سهاني" او په بهرنيو كې يې " اينگرايډ پيرگمن" خوښيږي، گنگ،جمنا او شعلې فلمونه ډېر گوري، له مركو او ژورنالستانو بد وړي، ويسټن چرچل او اندرا گاندي يې ايديال شخصيتونه دي. سنديا، جل مين مچهلي، نريترا مين بجلي، پدميني، هيلن، انتقام او نور يې غوره نڅاوې او نڅيز فلمونه دي. استاد مهوش؛ ژوند او هنر