لویېس سیسارس
Louis Faidherbe | |
---|---|
(فرانسیسی: Louis Faidherbe) | |
Louis Léon César Faidherbe
| |
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۳ June ۱۸۱۸ Lille, France |
مړینه | ۲۹ سپټمبر ۱۸۸۹ (۷۱ کال کلنۍ کي) Paris, France |
تابعیت | فرانسه |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | سياستوال [۱] پوځي افسر |
مورنۍ ژبه | فرانسوي |
کاروونکي ژبه(ي) | فرانسوي [۲] |
پوځي خدمت | |
وفاداري | France |
مقام | Général de division |
مشرتوب | Army of the North |
جګړه/جګړې | Franco-Prussian War |
جايزې | |
Grand Cross of the Légion d'honneur | |
سمول |
Found laterwork,
لویېس سیسار فېدېرب د فرانسوي سېنېگال والي(په فرانسوي: Louis Léon César Faidherbe - Louis Faidherbe - Governor of French Senega ) لویي سیسار فېدېرب د جون په ۳ نېټه کال ۱۸۱۸ کې د فرانسې په لیل ښار کې زېږېدلی او د سپتمبر په ۲۹ کال ۱۸۸۹ کې د فرانسې په پاریس ښار کې مړ شوی. لویي دفرانسوي سېنېگال له ۱۸۵۴ نه تر ۱۸۶۱ پورې والي یا حاکم وو، له ۱۸۶۳ تر ۱۸۵۶ پورې د فرانسوی امپراطوري موسس په افریقا کې، په افریقا کې ېې ډاکار تاسیس کړ چې وروسته د فرانسوی غربي افریقا په مرکز بدل شو. لوېې په کال ۱۸۴۰ که له پولي تخنیک نه فارغ شو، په پوځ کې ېې د انجینري بخش کې کار پېل کړ، له ۱۸۴۳ تر ۱۸۴۶ پورې ېې په الجیریا کې دنده تر سره کړه، وروسته د گوادلوپ ټاپو ته واستول شو خو په کال ۱۸۴۹ کې بیا الجیریا ته راستون شو او دلته ېې اولنی مستقل حکم صادر کړ چې دې حکم ته تر اوسه په فرانس کې د قدر په سترگه کتل کېږي او ستایل کېږي. وروسته ېې په قبایلو کې دنده تر سره کړه چې د افتخار مډال او نوم ېې هم وگټه. په ۱۸۵۲ کې سېنېگال ته ولاړ او هلته د پوځ د انجینرانو د بخش مدیر وټاکل شو چې دلته له دوه کاله دندې وروسته ترفېع ورکړل شوه او دفرانسوي سېنېگال والي شو. په دې وخت کې لویي ته خبر ورکړل شو چې د سېنېگال په سرحداتو کې د اسلامي ډلې چې مشر ېې عمر تال وو د ودې په حال کې ده او لويي باید د احتیاط له پالیسي لاس په سر شي، په دې وخت کې لویي په ټولو هغو ډلو حمله کوي چې د فرانسې د گټو مخنیوي کې ښکېلې وي. د موریش قوم ېې مطیع کړ او عمر تال ډله ېې د سېنېگال له سیند هاخوا پسې واخیسته او د فرانسې کالونی ېې په کال ۱۸۶۱ کې تر گامبیا پراخه کړه.
په کالونیو کې د لويي پالیسي[سمول]
لویي په کالونیو کې د ظلم کولو خلاف وو، او له خلکو سره ېې خاص همدردي لرله، د هر ډول غلامي انعطاف ناپذیره دشمن وو، د خلکو د رفاه لپاره ېې ډېرې هلې ځلې کولې، ډېره هڅه ېې دا وه چې په افریقا کې د ځایي خلکو ټولنه جوړه کړي، کله ېې چې تولنه جوړه کړه د دوي مشرانو باندې ېې د فرانسې د گټو ساتنه زدکړه او حتی داسې یو بنسټ ېې کېښود چې د دوي بچي چې وروسته به قدرت ته رسېږي د فرانسې گټو ته وفاداره پاتې کېږي. لویي کوښښ وکړ چې سېنېگال داسې یوه بنسټیزه زاویه کړي له کوم ځای چې ټولې فرانسوی کالونی یا مستعمرې کنټرول کېدای شي.
وروسته کړنې[سمول]
لويي په کال ۱۸۶۵ کې سېنېگال نه بیا الجیریا ته ولاړ. په دې وخت کې د فرانسې د جرمني له فرانسویانو چې فرانکو جرمن ورته وایی او دا جنگ هم دفرانکو جرمن ور په نامه یاديږي فرانسې ته وغوښتل شو. په ۱۸۷۰ کې د فرانسې په شمال کې د پوځ قومندان وټاکل شو. په کال ۱۸۷۱ کې ېې ځان د ملي شورا مجلس ته کاندید کړ خو ډېر ژر ېې له خپلې دندې استعفا وکړه او د استعفا وجه ېې په ملي شورا کې د جمهوري خواهانو ضد کړنې او خوځښت وو. په کال ۱۸۷۶ کې ېې بیا ځان کاندید کړ خو انتخابات ېې وبایلل. خو په کال ۱۸۸۸ کې ېې د جمهوري خواهانو د حزب لخوا د فرانسې د شمال د استازي په حیث د سنا مجلس ته ځان کاندید کړ.
تړلې لیکنې[سمول]
دا هم وگورئ[سمول]
بهرنۍ تړنې[سمول]
External links[سمول]
- Robinne, Christophe. "Louis-Léon-César Faidherbe" (په الفرنسية ژبه کي). École Supérieure de Guerre. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
سرچینې[سمول]
- ↑ senat.fr ID: https://www.senat.fr/senateur-3eme-republique/faidherbe_louis1391r3.html — د نشر نېټه: ۲۳ اپرېل ۲۰۲۲
- ↑ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb126049796 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
- هغه مخونه چې دوه اړخیزه استدلالونه د کينډۍ په خبرتيا کي کاروي
- مخونه د غیر شمېريزو فارمیټینم دلایلو سره
- ليکنې په کومو کې چي د فرانسیسی ژبې توري موجود دي
- د خاصيت کارولو پاڼې P1559
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P27
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- د خاصيت کارولو پاڼې P106
- د خاصيت کارولو پاڼې P103
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P935
- مخونه چي ځينې سرچينې يې شاید د منلو وړ نه وي
- صيانة CS1: لغة غير مدعومة
- 1818 births
- 1889 deaths
- People from Lille
- French generals
- École Polytechnique alumni
- French military personnel of the Franco-Prussian War
- People of French West Africa
- Colonial Governors of French Sénégal
- Members of the Académie des Inscriptions et Belles-Lettres
- Grand Chanceliers of the Légion d'honneur
- Recipients of the Ordre du Nichan El-Anouar
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه