لوګر ولايت

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځښت, پلټل
Lowgar
لوګر
Map of Afghanistan with Lowgar  لوګر highlighted.
پلازمېنه
 • کوارډيناټ
پل عالم
 • ~° N ~° E
د وګړو شمېر (~)
 • ګڼه ګونه
~
 • /km²
مساحت
~ km²
وخت UTC+4:30
اهمه ژبه/ژبې پښتو
دري)

لوګر د افغانستان د 34 ولایتونو له ډلې څخه یو دی. چې د لوګر ویي د پښتو ژبې د دوو ویننو تړنګ دی : (لوی) او (غر)، چې په ختیځ زون کې پرته سیمه ده، چې د کابل په سویل ختیځ کې پروت دی.

نيوليک

آرپوهنه

دلوګر دکلیمې په اړه دوه ډوله څېړنې تر سره شوي.لومړۍ ایتمولوجیکه او دویمه فولک ایتمولوجیکه څېړنه.ایتمولوجي په ژبپوهنه کې دیوې کلیمې یا ویي د ریښې پلټنې ته وايي.او فولک ایتکولوجي بیا په ژبپوهنه کې د یوې کلیمې ولسي یا عامیانه ریښې پلټنې میتود ته وايي.(۱)

په لومړۍ څېړنه کې د لوګر ویی له دوو مورفیمونو (لو) او (ګر) څخه رغیدلی دی، چې (لو) دلوی او ستر په مانا او(ګر) د غر یا غره په مانا دی.په روسي کې غره ته (ګړه) ویله کیږي او په ټولو سلاوي ژبو کې د(ګر،ګره،ګري) ریښه شته ده.دغه کلیمه په سانسګریټ کې د(ګیري) giriپه اوستا کې gairi اورمړي کې د giri په جوله او بڼه استعمالیده، چې دپښتو په ژبه کې د(غر)په شکل لاژوندۍ پاتې ده.(۲)په اردو ژبه کې اوس هم د (ګهر)ویی شته،چې کور ته ویل کیږي. زما په آند دا(ګهر) د همدغه (ګراوغر) زړه بڼه ده.ځکه پخوانیو آریایانو له بیلابیلو سیلاوونو او نوروطبیعي آفاتو څخه د ژغورنې په موخه ‌ډیر په غرونو کې میشته کیدل. دا غرونه ددوی لپاره له بیدیا او اوارې څخه ښه په امن استوګنځي وو.نو ځکه په اردو ژبه کې کور ته (ګهر) ویل کیږي، چې هماغه دپخواني (غر) چې د استوګنځي په مفهوم کاریده.اوس هم کاریږي.

د(ګر)د کلیمې په اړه لوی استاد علامه عبدالحی حبیبی وایي چې:په سانسګریټ کې (غر)ته (ګیري) ویل کیږي او په لرغوني فارس کې دغې کلیمې ته د توماسچک په وینا (ګر)ویل کیده. اروپایي څېړونکو چې دبابلي کتیبو په اړه کومې څېړنې کړي،نو په هغو کې د(ګر)کلیمه دغره لپاره کارول شوې ده.(۳)

داچې لوګر ته ولې لوی غر ویل شوی،علت یې دادی چې په دې سیمه کې لوړ او دنګ دنګ غرونه ډیر زیات دي، چې لړلۍ یې دپکتیا،پکتیکا او دېره جاتو غرونو ته رسیږي.پاتې شوه داخبره،چې لوی غر څنګه په لوګر اوښتی، داژبني اومهالني ابدال يا اوښتنې دي،چې دوخت په تیریدو سره ژبني تړنګونه تحول مومي او کلیمې خپلې بڼې بدلوي.په آریایي ژپو کې داډول بیلګې زیاتې دي.لکه په پښتو کې هر هغه کلیمه چې له دوو خپلواکو مورفیمونوڅخه تړښت موندلی وي، نو د لومړي مورفیم خپلواکه وروستۍ څپه غورځیږي،چې دې عملیې ته په تشریحي ژبپوهنه کې غورځیدن ياDecreasingوايي.دساري په توګه مونږ وایو(مرسته) دا یو مورفیم دی، کله چې ورڅخه نوم جوړوه،لکه (مرستندوی)نو وروستۍ(ه) واوله څپه ترې لویږي. همداډول په پوهنه کې چې په (پوهنځي )کې د (پوهنه)وروستۍ (ه)غورځیږي. په دې ډول دې ته ورته نورې بیلګې. په ځینو کتابونو کې لوګر ته لهوګر هم کارول شوی دی خو دا کارونه ایتمولوجیک شالید نه لري.

دلوګر دریم نوم لوکرنا دی. دیونان وتلي او نامتو جغرافیه لیکونکي بطلیموس دکابل څیرمه سیمې د ارګردا(ارغنده) لوکرنا(لوګر)او بګردا(وردګ)په نومونو یاد کړي دي.(۴)له دغو سیمو څخه یوه یې لوکرنا یا اوسنی لوګر دی، چې د پلازمېنې کابل سویل ختیځ ته څېرمه پروت دی.دویمه څیړنه د لوګر دکلیمې په اړه فولک ایتمولوجیکه څېړنه ده.ځېنې خلک وايي چې لوګر د(لوګر)یانې هغه کسان چې لو کوي په مانا دی.داپرځای خبره ده،چې ددغه سیمې خلک خپل معیشت د کرهڼې له لارې سمبالوي او په دغه سیمه کې غنم هم زیات کرل کیږي، خو دا تسمیه له دې خبرې سره هیڅ اړخ نه لګوي.تر کومه ځایه چې زما تجربه ده، نو په لوګر کې دغنمو دلو کولو په وخت کې د لو لپاره له ختیځو ولایتونو څخه کسان راځي او لو کوي، چې په بدل کې یې غنم تر لاسه کوي. ان داچې ددوی دښه لو له کبله ځینې مشرقیوالې کورنۍ په لوګر کې میشته شوي او نورې بزګري چارې پرمخ بیايي. په خپله لوګریان لو او تریشر نه کوي، نو دپورتنیو دلایلو پر بنسټ دغه ایتمولوجي چې د خلکو په ذهنونو کې ېې ځای نیولی ناسمه او ستره تیروتنه ده.

لوګر په خاک پاک(پاکې خاورې ) هم مشهور دی. ددې نوم پس منظر داسې دی، چې حضرت عثمان (رض) (۲۵-۳۵ه) افغانستان ته راننوته، نو پر هغه مهال دده جنګي قومندان عبدالرحمان بن سمره دغزني له لارې لوګر ته راغی.هغه وخت په لوګر کې بودايي دین دود واو لوګریان د نوموړي دین لارویان وو. عبدالرحمان بن سمره ددې سیمې ټول وګړي د اسلام پر سپیڅلي دین مشرف کړل او وروسته بیا دحضرت عثمان (رض) لخوا دیوه لیک په ترڅ لوګر ته د پاکې خاورې يا (خاک پاک) ستاینوم ورکړل شو.

ځمكپوهنه

لوګر دپلازمېنې کابل سویل ختیځ لور ته پرته سیمه ده، چې دجنوب ختیځ دروازه هم بلل کیږي.دغه سیمه تر کال (۱۳۴۳)پورې دکابل ولایت ادارې پورې اړونده وه، خو وروسته له (۱۳۴۳ه)څخه دیوه جلا ولایت په توګه رامنځ ته شو.(۵) لوګر د اداري جوړښت پربنسټ له شبږو ولسوالیو او ۶۵۷کلیو څخه رغیدلی دی.(۶)ولسوالۍ ېې په لاندې ډول دي.

  • محمد آغه
  • څرخ
  • خروار
  • برکي برک
  • خوښۍ ازره

مساحت ېې ۴۵۶۸۰۰کیلو متر مربع دی او نفوس ېې ۳۳۹۷۰۰کسان دي. د ډیورنډ له کرغېړنې کرښې څخه ‍‍۴/۷۵کیلو متره واټن لري.دلوګر ولایت مرکز پل علم نومیږي. دا ولایت دمرکز په زون پورې اړوند دی.خو په غیر رسمي او قومي لحاظ دلوېې پکتیا له ولایتونو څخه ګڼل کیږي، چې له کابل، ننګرهار، پکتیا ، غزني او وردګو سره لارې او پولې لري.

په لوګر کې د ایتنیکي جوړښت له پلوه پښتانه، تاجک او هزاره میشته دي.په پښتنو کې لاندیني قومونه ورکې استوګن دي:ستانیکزي،الکوزي،سهاک،شامه خیل،ناصر،احمدزي،مسعود،وزیر،متاڼي او ځینې نور. ددې سیمې اوسیدونکي دافغانستان د لرغوني آریایانو له توکم څخه دي.په لوګر کې داسې سیمې او مینې شته چې تر اسلام دمخه دکوشانیانو،بودایانو دتمدن ښکارندويي کوي.په دغه سیمه کې سیمه ییزه لوګرۍ موسیقي ډیره وده کړې، که چیرې دسیمه ییزې موسیقۍ دسبک په اړه څېړنه وشي،نوشونې ده،چې دافغانستان په سیمه ییزه موسیقۍ کې به دځانګړي سبک په برخه کې لومړی دریځ وګتي.

په ټولیزه توګه باید وویل شي،چې لوګر تر اسلام دمخه دلرغونوکوشانیانو(۱۶۵ز)اوبودایانو(۲۶۰ز)دپیړیو پیړیو مدنیتونو سیمه اومینه اوسیدلې ده.تر اسلام راوروسته(۲۵) هجري کال را په دیخوادسترو اسلامي سوبمنانو کوربه سیمه اوسیدلې ده.چې ښه بیلګه ېې داسلامي تاریخ سترمفسر مولانا یعقوب چرخي یادولی شو.همداډول ددې سیمې ولس دتاریخ په اوږدو کې دیرغلګرو پر وړاندې په تیره توره جهاد اومبارزه کړې ده.میړنی مبارز نایب امین الله خان لوګری او دده پلار غلام حیدرخان چرخي هغه څوک و،چې دامیر عبدالرحمان خان په وخت کې ېې کافرستان نورستان کړ اوهغه خلک ېې داسلام په سپیڅلي دین مشرف کړل.همداډول ډاکټرمحمد ولي ناصري اوځیني نور توریالي اومیړني څټې یاولی شو،چې دتاریخ په زړه کې تل ژوندۍ خاطرې دي.

پلازمينه

Logar's capital is the city of Pul-i-Alam, located in the district of the same name. It sits on the main road running from Kabul south to Gardez and Khowst province, which borders Pakistan.

Pul-i-Alam has seen a significant amount of reconstruction since the fall of the Taliban. The main road to Kabul was completed in 2006, significantly reducing travel time to the national capital. Additional projects include numerous schools, radio stations, government facilities, and a major Afghan National Police base situated just south of the city.

Like most Afghan cities, there is little municipal planning or services. Electricity is provided by diesel generators, and wells are the primary source of drinking water.

پوهنه

The overall literacy rate in Logar province is 21%, however, while nearly one-third (31%) of men are literate this is true for just under one-tenth (9%) of women. There around 168 primary and secondary schools in the province catering for 81538 students. There are nearly 2082 teachers working in schools in the Logar province. [1]

وګړپیژنده

پښتانه د لوګړ ولایت اکثریت جوړی چی ۸۰ سلنه یی پښتانه او پاتی نور ۲۰ سلنه یی تاجکان، هزاره او اورمړ دي. [1][2]

ولسوالۍ او نورې سیمې

Districts of Logar. This image does not include Azra district, located to the east of Khoshi and Mohammad Agha.

Until 2005 the district was administratively subdivided into five districts. In that year the province gained Azra District from neighbouring Paktia Province; also part of Charkh District was split off into the new district of Kharwar.

د لوګر ولايت ولسواليګانې
ولسوالۍ مركز وګړي سيمه[3] پرليكون="رښته"يادښت
ازره Shifted from Paktia Province in 2005
بركي برك 101,000 Includes the road linking Pul-i-Alam with Highway 1 to the west
څرخ Sub-divided in 2005
خروار Created in 2005 within Charkh District
خوښۍ Home to one of the few Shiite enclaves in southeast Afghanistan
محمداغه 57,690 (2002) The northern portion of Mohammad Agha is contiguous with the southern 'suburbs' of Kabul
پل علم 108,000 Includes the capital city


سجاوند

دغه سیمه دکابل ګردیز او غزني په منځ او د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې پرته ده.سجاوند دپیړیو پیړیو لپاره لرغونی کولتوري او دتمدن مرکز و.په تاریخي متونو کې هم دغه سیمه کې دیوه ډیر ارزښمن کولتوري مرکز په توګه یاد شوی دی.سجاوند دلوګر هغه لرغونې سیمه ده،چې له غزني سره اداري پوله لري. دسجاوند دسیمې یادونه لرغوني یوناني مشهور جغرافیپوه بطلیموس کړې، چې دلوګر دپیژندلو په اړه ېې په خپلو لیکنو کې ثبت او ظبط کړي دي.(۱۳) تربطلیموس راوروسته چینايي زیارت کونکي هونتسنګ(په لرغونې افغانستان کې ېې دګرځیدو تاریخ شپږمه میلادي پیړۍ) ښودل شوې ده. په اثارو کې دسجاوند سیمه راپیژندل شوې ده.(۱۴)

دنوموړي په قول په(تسوکوتا)کې (دغزني او اوسني لوګر شاوخواسیمې) دشونا په نامه یو ستر معبد(لمونځ ځای) جوړشوی،چې په زرګونه کسان ېې عبادت کوي. دمورخینو په نظر دشونا معبد له اره برهمني او لمر نمانځنې ځای و.(۱۵)په دې ډول سجاوند دلوګر اړنده سیمه ده،چې تاریخي جرړې ېې زرګونه کالونه وړاندې زمانو ته رسیږي .په دغه لرغونې سیمه کې دتخت جمشید په نامه یوه بله تاریخي سیمه شته،چې وروسته به پرې بشپړه رڼا واچوله شي.

دعینکو مس

داسیمه دلوګر دمحمد اغې لودیځ ته پرته سیمه ده،چې له پلازمینې کابل سره ۲۰کیلومتره واټن لري.ددغې سیمې له نوم څخه ښکاري چې دمسو(cu) دمعدنونو درلودونکې بډایه سیمه ده.دکورنیو اوبهرنیو سروې ګانو پربنسټ دعینکومس دڅومره والي له مخې دهیواد په کچه دمسو ستر کان دی او دڅرنګوالي له مخې هم په سیمه کې سیال نه لري.برسیره پردې دعینکومس یوه زرخیزه سیمه ده.بلکې یوه تاریخي اوکولتوري مینه تیره شوې ده.چې دتاریخ په اوږدو کې او په تیره بیا د درې لیسیزو جنګ جګړو پرمهال په ناقانونه توګه ځینې کیندنې ورکې شوي.چې په پایله کې ېې له سپینو زرو،ګچو او ډبرو څخه جوړې شوې مجسمې رواتي دي،چې شمیر ېې شاوخوا ۱۵مجسمې دي.دا هغه مجسمې دي،چې دقاچاق وړونکو له منګولو څخه ترلاسه شوي دي. دا نو څرګنده نه ده ،چې په دې سیمه کې څومره نور تاریخي اولرغوني توکي شته دي او څومره په ناقانون توګه راایستل شوي دي.خو یوه خبره دپام وړ ده ،چې دغو ناقانونه کیندنو او غلاوو ددغې سیمې لرغونتیا په زبات ورسوله.همدا لامل شو،چې دحکومتي چارواکو پام ورواوښته او دم ګړۍ داطلاعاتو او کولتور وزارت دلرغونو اثارو دساتنې او ژغورنې (۰۱۲)امنیتي قطعه هلته میشته ده.دلوګر دعینکومس داوسني وضیعت په اړه به وروسته وغږیږم.

مغل خیل

دغه سیمه د لوګر دمحمد اغې لودیځ لورته پرته سیمه ده.څنګه چې له نوم څخه ېې ښکاري داسیمه په ۱۳مه میلادي پیړۍ کې کله چې دچینګیز لښکرو دافغانستان پر لور لښکر کښي کړې وه، نو په هغه مهال ددغو لښکرو ځینې کورنۍ په همدغه سیمه کې دلنډ وخت لپاره میشته شوي وو،چې وروسته بیا بیرته ستانه شول.خو داسیمه بیا همدغو مغلو کډوالو ته منسوبه شوه.داڅرګنده نه ده، چې دغه مغلي کورنۍ به چیرته تللي وي.خو په دې سیمه کې دمغلي کورنیو دتل پاتې کیدو امکان ځکه نشته چې دامهال په دغه سیمه کې اصیل اریایان پښتانه قومونه اوسیږي ،چې ډیر ېې ستانیکزي دي او شاوخوا ۲۰۰۰۰نفوس جوړوي.

زرغون ښار

زرغون ښار دلوګر یو له لرغونو سیمو څخه ده، چې تر دې مهاله ېې په اړه بشپړعلمي مالومات په لاس کې نه شته.خو تر کال ۱۹۲۹ز پورې ددغې سیمې نوم سبزاباد و،چې وروسته بیا د وزیر محمدګل خان مومند په حکم په زرغون ښار بدل شو.تر دې مهاله په همدغه نوم یادیږي.داسیمه دمحمد اغې په لودیځ کې پرته سیمه ده،چې پاړسي ژبي ېې زرغون شهربولي.

په زرغون ښار کې دهیوادپه کچه یو ډیر مشهور زیارت دی،چې دخواجه صدر اولیا زیارت په نامه یادیږي.ددغه روحاني شخصیت قبر ته د هیواد له ډیرو برخو څخه خلک د دم او دعا لپاره ځي راځي.دولسي خلکو په وینا:خواجه صدراولیا له نن څخه شپږ پیړۍ وړاندې په همدغه سیمه کې دخدای دیوه دوست په توګه تیر شوی دی.وايي:یوه ورځ خواجه صدراولیا په لمانځه ولاړ و،چې مور ېې ترې اوبه وغوښتې ،خو ترڅوچې هغه لمونځ خلاصوه،نو مور ېې بیرته ویده شوې وه.کله چې نوموړي سلام وګرځاوه،نو سمدلاسه ېې جام له اوبو ډک کړ او دمور کټ ته ودرید،خو هغه ېې له خوبه ویښه نه کړه.مور ېې هماغسې ویده وه.پس له څو ګینټو انتظار وروسته مور ېې له خوبه پاڅیده ،دده له لاس څخه ېې داوبو یخ جام واخیست،خو له جام سره دخواجه صدراولیا دورغوي غوښه هم پرې شوه.ځکه چې اوبه هم یخې وې او موسم هم سوړ ژمی و.مور ېې ددې پیښې په لیدو ډیره خواشینې شوه، دخپل زوی د مینې ادب او درناوي په چلند ډیره و ویاړیده او ډیره خوښه شوه او دعا ېې ورته وکړه،چې اې خدایه ته زما زوی د والیانوسر کړې .خلک واېې له دې پیښې وروسته ده ته دخواجه صدراولیا نوم و رکړل شو،چې له همدې شیبې وروسته له ده بیلابیل کرامتونه څرګندیدل.ځکه خو ېې زیارت ډیرمشهور دی.زرغون ښار ته دهمدغه زیارت لپاره خلک ډیر ځي راځي.دده زیارت په لرګیو نقاشي شویو ستنو دریدلی او ښکلی شوی دی.له دغو نقاشی شویو لرګیو څخه ښکاري چې دا زیارت ډیر پخوانی دی.همدا ډول خلک وایی چې له نن څخه شاوخوا ۳۰کاله پخوا په دغه زیارت کې یوه توره ډبره وه،چې یو متر سور او نیم متر ېې پلنوالی و.دې ډبرې په ډیروجګړو کې دغلګرو پر وړاندې دنورو غازیانو په ډله کې جهاد کاوه.همداراز دې ډبرې هغه پخواني افتونه له منځه وړل ،چې خلکو ته به دزیان لامل ګرځیده. ددې تیږي دمبارزو څرګندنې نښې دا وې،چې دشپې له خوا به غیب وه. سهار وختي مخکې له اذانه په وینو ککړه په خپل ځای کې ایښې وه.یانې هرو مرو به ېې کومه بلا یا افت له منځه وړی و.خوله بده مرغه په تیرو درې لسیزو جګړو کې دا په زړه پورې عجیبه او غریبه ډبره یو په یو غیب اوتري تم شوه.

د جمشید تخت

دا لرغونې او تاریخي سیمه دبرکي برک ولسوالۍ په سجاوند کې پرته ده.لکه څنګه چې دنوم له قرایینو څخه یې ښکاري،نو لرغونتیا ېې د آریایانو دریم ستر افسانوي پاچا جمشید زمانو ته رسیږي،چې ۲۵۰۰قبل المیلاد ېې تاریخي جرړې غزیږي.له تخت جمشید سیمې څخه دسروزرو اوسپینو زرو دوه مجسمې نارینه اوښځینه ترلاسه شوي دي،چې بیا دطالبانو دواکمنۍ پرمهال له دغې سیمې څخه قاچاق شوي دي. دا نو څرګنده نه ده، چې دا دوه سترې تاریخي مجسمې په کوم بهرني موزیم کې دنندارې لپاره ایښودل شوي وي.همدا ډول له تخت جمشید څخه داسې ډبرینې لیکنې لاس ته راغلي،چې ددې سیمې دپیړیو پیړیو لرغونتوب په زبات رسوي.

شاهي کلا

دا کلا او دا سیمه اوس دیوه واړه کلي حیثیت لري او په سلګونه کورنۍ ورکې میشته دي.دا کلا دلوګر دمحمد آغې لودیځ لور ته پرته ده.دا سیمه هم یوه لرغونې او تاریخي سیمه ده، چې ستانیکزي او پوپل زي په کې میشت دي.دنوموړې سیمې په اړه لیکني مالومات په لاس کې نه شته.خو له تاریخي شالید څخه ېې ښکاري،چې کله له محمد اغې سیمې څخه دبیلا بیلو پاچایانو اوپه ځانګړي توګه دغزنوي پاچاهانو لړلۍ(۳۵۱-۵۸۳ه) قافلې او کاروانونه تیردل ،نو ددغو کاروانونو لوړپوړي چارواکي اوشاهان په همدغه سیمه کې دشپې یا دورځې لخوا تم کیدل.ځکه چې دغه سیمه ددوی لپاره دښکار او امن ځای بلل کیده.ددې کلا کوم څرک نه تر سترګو کیږي ،خو داسیمه دشاهي کلا په نامه اوس هم یادیږي او دیوه غټ کلي نوم دی.خو دې کلا ته لږڅیرمه دپړاو په نامه یوه لرغونې کلا اوس هم شته چې په اټکل سره دا به هماغه شاهي کلا وي او ددې کلي اړوندې سیمې هغه مهال دهمدغې کلا په نامه یادیدې یا به ددې کلا په مربوطاتو کې شاملې وې.

سلطان صیب غر

که څه هم دغه سیمه کوم تاریخي ارزښت نه لري،خو له افسانوي ارزښت څخه ډیره برخمنه ده.نو ځکه په دغه لیکنه کې ېې یادونه اړینه بولم.سلطان بابا دلوی خدای «ج» دوست او ولی الله و.په زړه ډیر نرم او لورین و.هیچاته په سزا ورکولو خوښ نه و. نوموړی دلوګر افسانوي اواسطوریزو کیسو مذهبي زورواکی او ولي الله تیر شوی دی.

سلطان صیب په مټو ډیر غښتلی سړی و.خلک داسې وايي چې:کله سلطان صیب پر دې پوه شو،چې په اخرت کې دمسلمانانو لپاره جنت او دکافرانو لپاره دوزخ جوړ شوی، نوسلطان صیب د دوزخ په جوړیدو سخت خواشینی شو.په همدې فکرونو کې و،چې دمحمد اغې سرخاو کلي ته څیرمه غره ته وخوت او په همدغه غره کې ېې د دوزخونو د ورانولو تکل وکړ،چې دوزخونه له منځه یوسي.سلطان صیب وروسته له دې پریکړې په همدغه غره کې تر ننه پورې غیب اوتري تم شو.دغه غر چې دسلطان صیب غره په نامه یادیږي په سرخاو کلي کې پروت دی،له دغه غره څخه لږ وړاندې دلته بند لاره ده. داغر تل په واورو پټ او ګنګل وي او داوسیدو څه امکانات په کې نه لیدل کیږي.

ولسي وګړو ګروه دا ده،چې خدای «ج» دخپل ددغه دوست له دې پریګړې څخه ناخوښه شو او نوموړی ېې په همدغه غره کې په کچه ګوته په زنځیرونو وتاړه.خلک وايي ،چې کله سلطان صیب چې په غره کې په زنځیرونو تړلی دی،له زنځیرونو خلاص شي، نو ټول دوزخونه به له منځه یوسي او ړنګ به ېې کړي.په دې اړه په لوګریانو کې ځانګړې سندره هم ویله شوې ده.


سلطان ګړندی پیر ده

تړلی په زنځیر ده

که خلاص سو دی به وران کړي دوزخونه

جوړ به کړي جنتونه


وايي،چې یوه ورځ یوه کوچۍ شپنه د خپل سیرلي په لټه پسې ددغه غره یوه سوري ته ننوته، هلته ېې سلطان صیب ولید،چې په زنځیرونو تړلی و او اوږده ږیره ېې وه. سلطان صیب دې پیغلې ته د ډالۍ په توګه یوه سره مڼه ورکړه،چې دده حال به چاته نه وايي. شپنې هم ورسره ژمنه وکړه،چې دسلطان صیب حال به چاته نه وايي.خو کله چې کوچۍ کلي ته ستنه شوه او خلکو ېې په لاس کې په سوړ ژمي کې سره او تازه مڼه ولیده پرې شکمن شول او ورڅخه ېې دحال پوښتنه وکړه. کوچۍ مجبوره شوه چې خپل دسترګو لیدلی حال یوپه یو دوی ته نقل کړي. کوچۍ شپنې دسلطان صیب ټوله کیسه کلیوالو ته بیان کړه او وروسته له دې بیانه کوچۍ شپنه ګونګۍ او لیونۍ شوه.

له دې اسطورې څخه مونږ دوه اخیستنې تر لاسه کولی شو. یوه دا چې دا کیسه مذهبي او ګروهی اړخ لري او کټ مټ ېې اسطوره بللی شو.مسلمانان په دې عقیده دي چې، دقیامت له علامو څخه یوه داده چې مهدي «ع» به راځي او له کفارو سره به جنګ جګړې کوي. همدا ډول مسلمانان پر دې ګروهمند دي،چې په اخره زمانه کې عیسی «ع»له اسمانه راکوزیږي، دڅلویښتو کالو لپاره به یوه عادله واکمني کوي، ظلمونه به ختم کړي ، ظالمانو ته به سزا ورکړي او مظلومان به په خپل حق ورسوي.

په همدې شان اهل تشیع وال معتقد دي،چې امام حسین او امام حسن داخرې زمانې د رارسیدو او د یوه اسلامي واکمنۍ لپاره په یوه غره کې چمتوالی نیسي. خو داڅرګنده نه ده،چې دا غر به کوم غر وي. اهل تشیع وال په دې ګروهمن دي،چې کله ځمکه لږ څه ولړزیږي،نو دوی ورته ګذر وايي او دا مانا ترې اخلي،چې ګواکې د ګذر پر مهال د ځمکې په تل کې د امام حسین او امام حسن داسپونو کاروانونه او قافلې روانې وي.نو ځکه ځمکه لړزیږي.

دسلطان صیب کیسه کټ مټ دغو کیسو ته ورته ده. دنوموړي په کیسه کې دویمه اخیستنه دا ده،چې دده موخه د دوزخونو له ورانولو څخه زما په آند داده،چې ده ظلمونه او ناخوالې په نړۍ کې له منځه وړل.کله چې د ځمکې له مخ نه عدالت او نیاو ورک شي، زورزیاتی وده وکړي، نو همدا رنګینه نړۍ خلکو ته سوراور او دوزخ ګرځي او دوزخ ته ورته څیز ترې جوړیږي.نو ځکه دده د دوزخونو له منځه وړل همدا د ناخوالو له منځه وړل دي. او جنتونه جوړول دا مانا لري،چې ګوندې دی به یو داسې ښکلې او عادله نړۍ رامنځ ته کړي،چې دجنت په څیر وي.هلته به هیڅ ډول تاوتریخوالی ،زور زیاتی او ظلمونه نه وي.حق به حقدار ته رسیږي.دجنت په څیر ښکلې خوشاله او رنګینه نړۍ به رامنځ ته کړي.

سقاوې دښته

داستره او ارته دښته دکابل او لوګر په منځ کې پرته ده،چې په سلګونه جریبه ځمکه ېې راچاپیره ګړې ده.ددې سیمې دنوم ایښودو شالید داسې دی،چې تر دې نوم وړاندې ددې سیمې نوم سې ګاوه و. «سې ګاوه»په سقاوه واوښته. دسې ګاوه نظر هم سم او پرځای ځکه چې د افغانستان په سویل لودیځ کې اوس هم د ششګاو په نامه شته ده.او دا نوم ایښوده ځکه شوې چې پخوا په ځمکې دغوایانو په حساب ګز کیدې چې وروسته وورسته په میټریک سیسټم واوښتې، نو ددې سیمې تاریخي پس منظر په دې ډول تیر شوی دی.

برکي راجان

داسیمه هم یوه لرغونې سیمه ده.تاریخ ېې لرغونو بودایانو(۲۶۵ز) ته رسیږي.او هغه ځکه چې دبرکي واکمن پر هغه مهال هندي راجا و.وروسته بیا برکي په برکي راجا یا راجان ونومول شو.په دې توګه په لوګر کې دهندي واکمنانودواکمنۍ لړلۍ۲۶۵زکالونو ته رسیږي.هغه مهال ددې سیمې اسیدونکي لا داسلام پر سپیڅلي دین نه وو مشرف شوي. دغو وګړو دبودايي مذهب پیروي کوله.


ګمران

داسیمه دلوګر دمحمداغې لودیځ لور سپیدسنګ سیمې ته څېرمه پرته ده.دګمران دنوم دایښودو په اړه دوه فولک ایتمولوجیک نظریات شته دي.یو لړ خلک وایي چې: دغه نوم په اصل کې د(ګم)او (راهان) زړه بڼه ده.چې دلارې ورکونکي په مانا دی.وروسته دوخت په تیریدو سره د(ګمراهان) «ه» ترې لویدلې ده او ګمران منځ ته راغلی دی.ګمران يا ګمراهان دمغلو دلښکرو هغه ډله وه،چې په (۱۳) مه میلادي پیړۍ کې دافغانستان په جنوبي سیمو یرغل راوړی و.په دې ترڅ کې څو مغلي لښکرو په همدغه سیمه (ګمران) کې خپله لاره غلطه کړه او بیا همدغلته استوګن شول، چې په پایله کې داسیمه د(ګمران یا ګمراهان) په نامه دوی ته منسوبه شوه.

دویم نظر دا دی،چې خلک وایي (ګمران) له دوو کلیمو«ګم» او «ایران» څخه رغیدلی دی.تاریخي شالید ېې داسې دی،چې کله دایران صفوي شاه(۱۶-۱۸ز پیړۍ) په کال ۱۵۰۲زکې دافغانستان ځینې سیمې ونیولې. په دې سیموکې لوګر هم شامل و، ایراني صفوي لښکرو په همدغه (ګمران) سیمه کې خپله لار غلطه کړه،چې وروسته داسیمه دوی ته منسوبه شوه.یانې «ګمران» یا (ګمران) هغه ایرانیانو چې خپله لاره ورکه کړې ده.په دغه تاریخي سیمه کې تاجک او پښتانه عبدالرحیم زي میشته دي او د پلازمینې کابل له چهار اسیاب ولسوالۍ سره ۱۲کیلو متره واټن لري.

دلرغونو سیمو اوسنی وضعیت

دلوګر ټولې لرغونې سیمې دیوې لسیزې په ترڅ کې ډیرې ځپل شوي، غصب شوي او په ډیرو برخو کې ېې په خپل سري توګه کیندنې ترسره شوي دي،چې دلته ېې څو بیلګو ته کتنه کوو.

د لوګر سجاوند له تخت جمشید سیمې څخه دوه دسروزرو مجسموچې یوه ېې نارینه اوبله ېې ښځینه وه، کیندل شوي او بیا دطالبانو د واکمنۍ پر مهال( ۱۹۹۵ – ۲۰۰۱ ) دګریز له لارې پاګستان ته قاچاق شوي دي.تر دې مهاله ددغو سترو دوو لرغونو توکو برخلیک نه دی څرګند.(۲۴)

همدا ډول د لوګر له عینکو مس څخه ۱۵مجسمې،چې له سرو،سپینو زرو او ګچو څخه جوړې شوې وې.په ناقانونه توګه کیندل شوي، خو له نیکه مرغه،چې دا مجسمې په ګردیز کې دامنیتي ارګانونو لخوا دقاچاق وړونکو له منګولو څخه ونیول شوې او بیا دلوګر اطلاعاتو او کولتور ریاست ته وسپارل شوې ،خو له بده مرغه ددې لپاره چې په دغه ولایت کې دلررغونو اثارو دساتنې لپاره کوم ځای شته نه و،نو دا۱۵کولتوري شتمنۍ ملي موزیم ته ورانتقال شوې.(۲۵)

د خروار په کافر کوت سیمه کې دطالبانو له وخته راهیسې کیندنې شوي او کیږي.ویل کیږي،چې په دغه سیمه کې دیوه زاړه ښارګوټي نښې نښانې لیدل شوي،چې پرکال ۱۳۸۳کې دافغانستان دهغه وخت دکورنیو چارو وزیر تاج محمد وردګ او داطلاعاتو او کولتور وزیر سیدمخدوم رهین هم له دغه لرغوني ښارګوټي څخه لیدنه وکړه.په پایله کې ددغه ښارګوټي د ډیرو سرویګانو ژمنې ېې ورکړې.خو په عمل کې ددې سیمې لپاره هیڅ کار تر سره نه شو.ددغه ښار نښې شاوخوا۲۰متره ساحه راچاپیروي.اوس ددې سیمې په شاوخوا کې ولسي خلکو کورونه ودان کړي دي.همداراز ډیره برخه ېې د خلکو له خوا غصب شوې هم ده.دلوګر داطلاعاتو او کولتور دریس په وینا:په کافر کوټ کې دګردیز یو تن اوسیدونکی حاجي عبدالوهاب وخت پروخت کیندنې کوي.(۲۶)

دخوښۍ ځای دی،چې دامهال د لوګر په عینکو مس کې دلرغونو اثارو دساتنې او ژغورنې ۰۱۲ ځانګړې قطعه ځای پرځای شوې ده.داڅرګنده نه ده،چې دوی به وکولی شي،دا سیمه ټوله تر ولکې لاندې راولي.ځکه هلته اوس دیوه چینایي شرکت لخوا دمسو کان د استخراج دلومړني پړاو کار دوام لري، او امنیت ېې یو ډله ملي پولیسو او شخصي امنیتي شرکت پرغاړه ده.اندیښنه داده،چې دملي پولیسو، شخصي امنیتي شرکت او د اطلاعاتو فرهنک وزارت دلرغونو اثارو دساتنې او ژغورنې ( ۰۱۲ ) قطعې تر منځ همغږي نه شته.نو له دغې خلا څخه قاچاق وړونکي ښه ګټه پورته کوي. ان کیدای شي،چې خپله امنیتي کسان دپیسو په بدل کې له قاچاق وړونکو سره مرسته وکړي.ځکه دغه لرغوني توکي په ډیره لوړه بیه پلورل کیږي.په دغه سیمه کې تر دې مهاله په ښکاره توګه کیندنې نه کیږي،خو کیدای شي،چې شپې لخوا کیندنې تر سره شي. اوس مهال دلوګر دعینکو مس ته د ډیرو شرکتونو پام وراوښتی دی.آن ځینو نړیوالو شرکتونو ورباندې شخړې اوسیالۍ درلودې.یوه بله اندیښنه دا ده چې ، پر دغه مسو کان باندې دامریکې او چین تر منځ اقتصادي رقابت دی.ځکه له کله نه چې په دغه سیمه کې چینايي شرکت کار پیل کړی دلوګر ولایت امنیت ډیر خراب شوی دی.ځینې کسان وايي،چې په دې نا امنیو کې دهغو هیوادونو لاس دی کومو،چې ددغه مسو کان داستخراج سیالۍ کې ماته وخوړه،او نه غواړي چې د امن په فضا کې دا مس استخراج شي.دمسو دکان استخراج کونکي ډیر بهرنیان دي.که دغه بهرنیان ددغې لرغونې سیمې دلرغونو اثارو په شتون پوه شي او ددغه اثارو دغه پټ راز بربنډ شي، نو په دغه سیمه کې دبهرنیانو نفوذ به ددې سیمې د لرغونو اثارو لپاره په ستر ګواښ بدل شي.

دلوګر دلرغونو سیمو او لرغونو اثارو دساتنې او ژغورنې پروړاندې ستره ستونزه او خنډ دا دی،چې ددغه ولایت په ځینو سیمو کې ټوپکوال او زورواکان واکمن دي.په اټکل سره ځینې کیندنې او قاچاق ددغو زورواکانو په مرسته یا د دوی په ډاډګیرنه ترسره کیږي داپه داسې حال کې ده ،چې څه موده وړاندې امریکايي لرغونپیژندونکې نانسي هیچ دوپري Nancy Hatch Dupree چې له شپږو لسیزو راپه دیخوا دافغانستان په برخه کې کار کوي،پر افغان حکومت نیوکه کوي،چې فرهنګي او تاریخي میراثونو ساتنې ته ېې د خپل کار په لومړیتوبونو کې ځای نه دی ورکړی.دغه میرمن وايي چې: په افغانستان کې لرغونو توکو ته ډیر زیان اوښتی او افغانان دخپل فرهنګ په اړه ډیر مالومات نه لري.(۲۷ )


سرچینې

  1. 1.0 1.1 Logar provincial profile
  2. د درک ستونزه: Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named CCS
  3. Afghanistan Geographic & Thematic Layers

باندنی تړنې