لمريز لېږديز کالهنداره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لېږديز لمريز کال هېنداره (ل ل) چې په پاړسي ژبه کې يې هجري خورشیدی (ه‍.خ) کال بولي. په پښتو ژبه کې د کال هېندارې نور نومونه کالښود او کاليز دي. نوموړي کال ته ځکه لمريز کال وايې چې ځمکه د لمر پر مدار څرخي او ځمکې دغه يو مدار پاي ته رسول د لمريز کال څخه عبارت دي چې ددې کال پيل د حضرت محمد (ص) د هجرت څخه پيليږي نو ځکه ورته لېږديز لمريز وايي. دا کال دا مهال د افغانستان او ايران رسمي او منل شوې کليز جوړوي.

د کال د پيل تاريخچه

ليږديز لمريزکال لکه د سپوږميز ليږديز (هجري قمري) کال په څېر د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد ص د مکې څخه مدينې ته د هجرت کولو څخه مروج شوي دي. حضرت محمد ص د مکې څخه مدينې ته په ۶۲۲ زکال کې د دسيپتمبر په ۱۳امه نيټه (جوليان) يا د ۶۲۲ ز کال د سپتمبر ۱۶ امه نېټه (گرگوري) د خالي (نۍ) په ورځ هجرت وکړ چې د لمړي سپوږميز کال د ربيع الاول د لمړۍ نيټې او د وري د ۲۴ امې نېټې سره سمون خوري. د ليږديز لمريزکال د پيل لومړۍ ورځ د جمعې (ادينې) ورځ ده چې د ۶۲۲ ز کال د مارچ د ۱۹ امې نېټې (جوليان) يا د ۶۲۲ ز کال د مارچ د ۲۲ امې نېټې (گرگوري) سره سمون خوري پيليږي.

فصلونه، مياشتې، ورځې

ليږديز لمريزکال د ۳۶۵ (366) ورځو لرونکې دي چې دا ورځې په ۱۲ مياشتو ويشل شوي دي او ددغه کال پيل په لومړۍ ورځ په شمالي نيمه کره کې يو برابر پسرلی وي. د دغه کال لومړي طراح او رامينځته کونکې عمر خيام دی چې د ملکشاه سلجوقي په سپارښتنه يې دا کال رامينځته کړ. هر کال لرونکې د څلورو فصلونو دي چې عبارت دې له سپرلی (پسرلی)، اوړي، حزان (پاڼه ريژ) او ژمي څخه. هر فصل لرونکې د دريو مياشتو دی. او هر مياشت د څلورو اونيو لرونکې ده او هره اونۍ اوه ورځې ده. چې د اونۍ د ورځو پښتو نومونه عبارت دې له نۍ (خالي)، يو نۍ، دونۍ، درېنۍ، څلورنۍ (څلنۍ)، پينځنۍ (پنځنۍ) او جمعه (ادينه). او پارسي کې ورته شنبه، يکشنبه، دوشنبه، سه شنبه، چهارشنبه، پنجشنبه او جمعه وايي. هر کال د وري په لومړۍ نيټه چې د پسرلي د پيل هم دي پيليږې او دغه ورځ په افغانستان د دهقان د ورځ په نوم ياديږې چې يو لوي جشن پکې نيول کيږې او همدا راز دې ورځې ته نورروز هم وايي چې ددې ورځې څخه د نوروز ميله هم پيل کيږي او پکې د سخي صيب د ژیارت بېرغ هم لوړيږي او خلک د هغه زيارت ته ورځي او د خپل مراد د پوره کېدو سوالونه کوي. د ليږديز لمريزتر ټولو لويه ورځ د چينگاښ لومړۍ ورځ ده. او تر ټولو اوږده شپه يې د څيلې شپه ده چې د ليندۍ د ۳۰ امې د لمرپرېواته څخه تر د مرغومې د لومړې نيټې د لمر خاته پورې اوږده چې په پارسي کې ورته د يلدا شپه وايي.

شمېره د مياشتو پښتو نومونه دري نومونه ايراني پارسي نومونه د ورځو شمېر
۱ وری حمل فروردين ۳۱
۲ غويی ثور ارديبهشت ۳۱
۳ غبرگولی جوزا خرداد ۳۱
۳ چنگاښ سرطان تير ۳۱
۴ زمری اسد مرداد ۳۱
۵ وږی سنبله شهريور ۳۱
۶ تله ميزان مهر ۳۱
۷ لړم عقرب آبان ۳۰
۸ ليندۍ قوس آذر ۳۰
۹ مرغومی جدي دی ۳۰
۱۰ سلواغه دلوه بهمن ۳۰
۱۱ کب حوت اسفند ۲۹ يا ۳۰

د دغې کالهندارې هر کال د ۳۶۵،۲۴۲۱۹۸۷۸ ورځو يا ۳۶۵ ورځو ۶ ساعتو ۴۸ دقيقو او ۵۱ ثانيوسره برابر دی.

نور کالونه

سرچينې او ياداښتونه

  1. http://calendar.ut.ac.ir/Fa/CalBase/Lunarbase.asp Archived 2010-11-14 at the Wayback Machine.
  2. http://www.centralclubs.com/topic-t23468.html Archived 2010-07-08 at the Wayback Machine.
  3. اکرمي موسی، گاه‌شماری ايرانی، چاپځای: دفتر پژوهش‌های فرهنگی تهران: لومړی چاپ، کال ۱۳۸۰ ل، ۷۵ ام مخ
  4. بيرشک احمد، گاهنامه تطبيقی سه‌هزار ساله. شرکت انتشارات علمی و فرهنگی تهران، چاپکال ۱۳۶۷ل، ۱۹۰ ام مخ
  5. http://www.tolafghan.com/afghan_calendar
  6. http://www.tolafghan.com/date_converter
  7. http://www.fourmilab.ch/documents/calendar/
  8. http://www.evertype.com/standards/af/af-locales.pdf
  9. http://www.bbc.co.uk/persian/arts/story/2008/03/080312_shr-hh-calendar4.shtml
  10. په عادې کلونو کې د کب مياشت نهه ويشت ورځې وي خو په کبيسه کلونو کې ديرش ورځې وي.
  11. http://www.salaamtolana.org/fullstory.php?id=3236