لتا منگېشکر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
لتا منگېشکر

شاليد
زېږون نوم لتا منگېشکر
زېږېدنه ډيسمبر 28, 1929(1929-12-28)
مدهيا پرادېش, هند
مړينه ۶مه فروري ۲۰۲۲ز
دندې سندرغاړی
د موسيقۍ آلات تبله, باجه
د فعاليت کالونه 2004– تر اوسه

لتا منگېشکر (مراټي/هندي:लता मंगेशकर) (زېږېدنه ۲۸ د سپتمبر, 1929) د هند يوه سندرغاړې ده. دا چې نوموړې يواځې هندي او مراټي فلمونو ته سندرې وايي، هغه په نړۍ کې يو تر ټولو پېژندل شوې هندي سندربوله ده. نوموړې د هند د شلو[۱] نه هم ډېرو ژبو کې سندرې وييلي او په همدې توگه يې د هند د بلبلې لقب ورکړ شوی دی. [۲][۳][۴][۵] د لتا زېږون نوم هېما دی او لتا يې پلار ورته وېل ځکه چې د پلار لخوا په يوې تياتر ننداره وړاندې کولو کې د يوې نجلۍ تمثيلي نوم لتېکا ايښودل شوی و خو دې ته يې له نازه لتا ووېل . لتا منگېشکر يوه د هند نوموتې سندرغاړې او غړاکاره (کمپوزره) ده . لتا منگېشکر د هندي سينما د سندريز ډگر تر ټولو ډېره نوموتې او په نړېواله کچه پېژندل شوې د پردې ترشاه سندرغاړې ده چې هند کې يې ډېر احترام او ستاينه کېږي .تر اوسه پورې د گينس نړېوال سيالي کتاب له مخې د هغې د ډېرو سندروويلو ريکارډ يا سيالی نده ماته شوې .

مخينه

لتا منگېشکر د هند په ايندور سيمه کې د گومانټک ماراتها کورنۍ په غېږ کې کال ۱۹۲۹م زېږيز زېږېدلې . پلار ېې هم غزلبول و او نوم يې پنډټ دينانت منگېشکر و . هغه د کلاسيکې هندي سندارا سندرغاړی او تياتر لوبگر و . د لتا مور شيوانتي شودهاماتي د هند د شمالي ولايت مهاراشترا د ټلنر سيمې پورې اړه لري او د دينانت دوهمه مېرمن وه .

زده کړې

لتا منگېشکر خپلې زده کړې له کور څخه پیل کړې وروسته بيا ښوونځي کې شامله کړه شوه . ځينې سرچينې وايي چې هلته يې زده کوونکيو ته سندرې له ماشومتوبه ورزده کوولې چې يوه ورځ يې استاد مخه ونيوله او په قار شو ، نو دې هم زده کړې پرېښوولې او په کور کېناسته ، بله سرچينه بيا وايې چې دې غوښتل ددې وړه خور آشا بوسلې ورسره يوځای يوه ښوونځي ته ولاړه شي خو هغې ته چانس وربرابر نشو نو ځکه يې ښوونځی پرېښود او په کور کېناسته.

سندريز ډگرته ورتگ

پهيلي لومړنى فلم و، چې لتا د يوې هنرمندې په توگه پكې وځلېده، لتا په دغه فلم كې د فلم د جينۍ " سنيپرابها" د خور په رول كې راڅرگنده شوه. د هنر ملكه لتا منگيشكرڅه ډول له موسيقۍ او هندي فلمونو سره د هنر پر مبتكر مېز راڅرگنده شوه؟ لتا منگيشكر د خپل وړوكتوب پرمهال له سندغاړي سېگل نه اغيزمنه شوه او له سينما تر راوتلو وروسته يې پرېكړه وكړه، چې لويه شي، له سيگل سره به واده كوي. له هندي فلمونو او سندرو سره يې ناپايه مينه له همدې ځايه پيل شوه. د وخت په تېرېدو سره دا مينه له موسيقۍ سره په يوه تلپاتې ژمنه واوښته. د لتا منگيشكر پلار" پډيت دينانت منگيشكر" د لتا او موسيقۍ نرمنځ د نږدې او غښتليو اړيكو له مخې وړاندوينه وكړه، چې لور به يې يو مهال د هند د موسيقۍ د ملكې په توگه راڅرگنديږي، خو زمان ډېر زر وښودل، چې دپډيت وړاندواينه يوه رښتينې هيله وه. كه څه هم، چې لتا له موسيقۍ سره بې پايه مينه درلوده، خو كورنيو دربدريو دې ته اړ اېسته، چې په هندي فلمونو كې د هنرمندې په توگه رولف ترسره كړي. سوبهادرا، بدى مان، پهيلي او ځينې نور هغه فلمونه و، چې لتا د يوې هنرمندې په توگه پكې راڅرگنده شوه. پهيلي لومړنى فلم و، چې لتا د يوې هنرمندې په توگه پكې وځلېده، لتا په دغه فلم كې د فلم د جينۍ " سنيپرابها" د خور په ځېر حركتونه كول. ويل كيږي لتا ته به هميشه خپل پلار او استاد ويل، چې له غرور او ځانځانۍ نه لرې و اوسي. د لتا پلار او استلاد په زړه پورې لارښوونو د هغې د ژوند برخليك او ژونهد لاره وټاكل او دغه څېره يې د يوې شهكارې ملكې په توگه را و پېژندله. لتا منگيشكر خپل خوږ او احساس پاروونكى غږ په 13 كلنۍ كې له حنجرې را واېست. دا د كرتي حاصل فلم يوه سندره وه، ددغه فلم لارښوونكى واسنت جوگليكر و، ددې سندرې تر ويلو وروسته لتا ته وړانديز شوى و، چې د هندي فلمونو د سندرغاړې په توگه تړون وكړي. لتا دا وړانديز ومانه ، خو پلارې دغه پرېكړه خوښه نه كړه. 1948 او 1949 كلونه د لتا منگيشكر د شهرت پيل و او دا همغه فلمونهه و، چې د كارپوهانو په وينا د نړۍ په هره برخه كې ليدل كېدل. د لتا منگيشكر لاندينيو سندرو د ډېرو اورېدونكو تنده ماته كړه: ايي گا انې والا، چلې جانا...، دير سې اجارې ، جايا بېقرارهې.." د هندي فلمونو د شهرت په همدې كلونو كې ښه سندرغاړې نورجهان وه، نورجهان د لتا منگيشكرد سندرو ستاينه وكړه او ويې ويل، چې په هندي را روان پېر كې به د لتا په څېر هنرمنده پيدا نشي. لتا په خپل هنري ژوندانه كې څلور سترې جايزې گټلې او تر 30 زرو يې زياتې سندرې ويلې دي، خو اوس داسې برېښي، چې غږ يې ورو ورو غلى كيږي، هغه اوس ډېره زهيره ده، خو غږ يې لا همغسې ازانگې كوي.

مړینه

لتا منګشکر نن د ۹۲ کالو په عمر کې د یکشنبې په ورځ چې د فبروري له ۶مې نېټې کال ۲۰۲۲ز سره سمون خوري د ممبي ښار په بريچ کندي روغتون کې ساه ورکړه، چیرته چې هغه د جنوري میاشتې په لومړيو کې وروسته له هغې چې د کرونا تیست يې مثبت وخوت، بستر شوې وه. د هندوستان حکومت د نوموړې د مړينې په مناسبت او د هغې د درناوي په خاطر دوه ورځنی ملي ماتم اعلان کړی او په دغو دوو ورځو کې به د هند ملي بیرغ نيمګړی ځوړوند وي.



سرچینې

  1. http://www.imdb.com/name/nm0542196/bio
  2. http://news.bbc.co.uk/2/hi/south_asia/3696042.stm
  3. http://music.indobase.com/composers-playback-singers/lata-mangeshkar.html
  4. "آرشیف کاپي". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ جون ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ ډيسمبر ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. http://www.rediff.com/movies/2003/sep/27msg.htm