لتا منګېشکر

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځښت, پلټل
لتا منګېشکر

شاليد
زېږون نوم لتا منګېشکر
زېږېدنه ډيسمبر 28, 1929(1929-12-28)
مدهيا پرادېش, هند
دندې سندرغاړی
د موسيقۍ آلات تبله, باجه
د فعاليت کالونه 2004– تر اوسه
Labels آريانا سټوډيو
نګاه سټوډيو


لتا منګېشکر (مراټي/هندي:लता मंगेशकर) (زېږېدنه ۲۸ د سپتمبر, 1929) د هندوستان يوه سندرغاړې ده. دا چې نوموړې يواځې هندي او مراټي فلمونو ته سندرې وايي، هغه په نړۍ کې يو تر ټولو پېژندل شوې هندي سندربوله ده. نوموړې د هندوستان د شلو[1] نه هم ډېرو ژبو کې سندرې وييلي او په همدې توګه يې د هندوستان د بلبلې لقب ورکړ شوی دی. [2][3][4][5] د لتا زېږون نوم هېما دی او لتا يې پلار ورته وېل ځکه چې د پلار لخوا په يوې تياتر ننداره وړاندې کولو کې د يوې نجلۍ تمثيلي نوم لتېکا ايښودل شوی و خو دې ته يې له نازه لتا ووېل . لتا منګېشکر يوه د هند نوموتې سندرغاړې او غړاکاره (کمپوزره) ده . لتا منګېشکر د هندي سينما د سندريز ډګر تر ټولو ډېره نوموتې او په نړېواله کچه پېژندل شوې د پردې ترشاه سندرغاړې ده چې هند کې يې ډېر احترام او ستاينه کېږي .تر اوسه پورې د ګينس نړېوال سيالي کتاب له مخې د هغې د ډېرو سندروويلو ريکارډ يا سيالی نده ماته شوې .

نيوليک

مخينه [سمول]

لتا منګېشکر د هند په ايندور سيمه کې د ګومانټک ماراتها کورنۍ په غېږ کې کال ۱۹۲۹م زېږيز زېږېدلې . پلار ېې هم غزلبول و او نوم يې پنډټ دينانت منګېشکر و . هغه د کلاسيکې هندي سندارا سندرغاړی او تياتر لوبګر و . د لتا مور شيوانتي شودهاماتي د هند د شمالي ولايت مهاراشترا د ټلنر سيمې پورې اړه لري او د دينانت دوهمه مېرمن وه .

زده کړې [سمول]

لتا منګېشکر خپلې زده کړې له کور څخه پیل کړې وروسته بيا ښوونځي کې شامله کړه شوه . ځينې سرچينې وايي چې هلته يې زده کوونکيو ته سندرې له ماشومتوبه ورزده کوولې چې يوه ورځ يې استاد مخه ونيوله او په قار شو ، نو دې هم زده کړې پرېښوولې او په کور کېناسته ، بله سرچينه بيا وايې چې دې غوښتل ددې وړه خور آشا بوسلې ورسره يوځای يوه ښوونځي ته ولاړه شي خو هغې ته چانس وربرابر نشو نو ځکه يې ښوونځی پرېښود او په کور کېناسته.

سندريز ډګرته ورتګ [سمول]

پهيلي لومړنى فلم و، چې لتا د يوې هنرمندې په توګه پكې وځلېده، لتا په دغه فلم كې د فلم د جينۍ " سنيپرابها" د خور په رول كې راڅرګنده شوه. د هنر ملكه لتا منګيشكرڅه ډول له موسيقۍ او هندي فلمونو سره د هنر پر مبتكر مېز راڅرګنده شوه؟ لتا منګيشكر د خپل وړوكتوب پرمهال له سندغاړي سېګل نه اغيزمنه شوه او له سينما تر راوتلو وروسته يې پرېكړه وكړه، چې لويه شي، له سيګل سره به واده كوي. له هندي فلمونو او سندرو سره يې ناپايه مينه له همدې ځايه پيل شوه. د وخت په تېرېدو سره دا مينه له موسيقۍ سره په يوه تلپاتې ژمنه واوښته. د لتا منګيشكر پلار" پډيت دينانت منګيشكر" د لتا او موسيقۍ نرمنځ د نږدې او غښتليو اړيكو له مخې وړاندوينه وكړه، چې لور به يې يو مهال د هندوستان د موسيقۍ د ملكې په توګه راڅرګنديږي، خو زمان ډېر زر وښودل، چې دپډيت وړاندواينه يوه رښتينې هيله وه. كه څه هم، چې لتا له موسيقۍ سره بې پايه مينه درلوده، خو كورنيو دربدريو دې ته اړ اېسته، چې په هندي فلمونو كې د هنرمندې په توګه رولف ترسره كړي. سوبهادرا، بدى مان، پهيلي او ځينې نور هغه فلمونه و، چې لتا د يوې هنرمندې په توګه پكې راڅرګنده شوه. پهيلي لومړنى فلم و، چې لتا د يوې هنرمندې په توګه پكې وځلېده، لتا په دغه فلم كې د فلم د جينۍ " سنيپرابها" د خور په ځېر حركتونه كول. ويل كيږي لتا ته به هميشه خپل پلار او استاد ويل، چې له غرور او ځانځانۍ نه لرې و اوسي. د لتا پلار او استلاد په زړه پورې لارښوونو د هغې د ژوند برخليك او ژونهد لاره وټاكل او دغه څېره يې د يوې شهكارې ملكې په توګه را و پېژندله. لتا منګيشكر خپل خوږ او احساس پاروونكى غږ په 13 كلنۍ كې له حنجرې را واېست. دا د كرتي حاصل فلم يوه سندره وه، ددغه فلم لارښوونكى واسنت جوګليكر و، ددې سندرې تر ويلو وروسته لتا ته وړانديز شوى و، چې د هندي فلمونو د سندرغاړې په توګه تړون وكړي. لتا دا وړانديز ومانه ، خو پلارې دغه پرېكړه خوښه نه كړه. 1948 او 1949 كلونه د لتا منګيشكر د شهرت پيل و او دا همغه فلمونهه و، چې د كارپوهانو په وينا د نړۍ په هره برخه كې ليدل كېدل. د لتا منګيشكر لاندينيو سندرو د ډېرو اورېدونكو تنده ماته كړه: ايي ګا انې والا، چلې جانا...، دير سې اجارې ، جايا بېقرارهې.." د هندي فلمونو د شهرت په همدې كلونو كې ښه سندرغاړې نورجهان وه، نورجهان د لتا منګيشكرد سندرو ستاينه وكړه او ويې ويل، چې په هندي را روان پېر كې به د لتا په څېر هنرمنده پيدا نشي. لتا په خپل هنري ژوندانه كې څلور سترې جايزې ګټلې او تر 30 زرو يې زياتې سندرې ويلې دي، خو اوس داسې برېښي، چې غږ يې ورو ورو غلى كيږي، هغه اوس ډېره زهيره ده، خو غږ يې لا همغسې ازانګې كوي.


سرچینې [سمول]