لامبوځنه ښیښه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پېښلیک

په ۱۹۵۳ زيږديز کې د پیلکینگتون (Pilkington) کمپنۍ د لامبوځنې ښیښې مېتود را مخ ته کړ. په دغه نوې کړنلاره کې دوی داسې ښیښه جوړه کړه چې په نورو سیستمونو کې جوړې شوې ښیښو څخه یې څرنگوالى او کیفیت ډېرځلیزه ښه او په لږ کار لاس ته راتله. د جوړولو بیه یې هم لږ وه. دې سره نورې کړنلارې لکه د هندارې او کښولو د ښیښو نړۍ ونړېدې او ځای یې لامبوځنې ښیښې ونیو.دغه مېتود په ۱۹۶۰ زيږديز کې د اوارې ښیښې نړیواله سوداگري ټوله ورخپله کړه.

جوړېدنه

نن ورځ دا یوازینی کړنلاره ده چې د ښیښې د جوړولو لپاره کارېږي. دغه سیستم سر تر پایه ماشیني دی. د ښیښې اومه توکي په اتومات ډول د سیلو څخه راتوېږي. په تله کېٍږي، یو بل سره گډېږي، او بټۍ ته اچول کېږي. بټۍ، د یوه اوار کوتي بڼه لري او د نه سوځېدونکي توکي څخه جوړه شوې ده. ژورتوب یې یو متر او تر زرو ټنو اوبړنه ښیښه په کې ځایږي. په بټې کې له یوې خوا اومه (وچ)، گډ شوي توکې کې راتوېږي. د تودنۍ په همدغه برخه کې ولې کېږي او د هوا د پوکاڼو څخه هم ډک وي. خو کله چې دغه ولې شوي توکي د بټۍ منځنۍ برخې ته رسېږي هلته د تودوخې درجه دومره لوړه وي چې توکونو کې نور د هوا بوغۍ نه پاتې کېږي. د بټې په دریمه برخه کې تودوخه تر ۱۱۰۰ درجو پورې راکښته کېږي او اوبړن توکي د اور په پای کې په همدغه درجه د القلي په ډنډ راخوشې کېږي. په ډڼډ کې اوبړن - ټینگ القلي د ۳ تر ۴ مترو بر، ۶۰ ملي متره ژور او ۵۰ متره اوږده، پراته وي. د ښیښې گڼوالی (کثافت) تر القلي لږ دی او ښیښه د القلي پر سر لکه غوړي د اوبو پر سر، پاتې کېږي. له همدې وجې دغه سیستم د لامبوځنې او یا لمبېدونکې ښیښې په نامه یادوي. د القلي کچ (سطحه) چورلټ اواره ده. اوبړنه ښیښه هم په موازي ډول د القلي بڼه نیسي. په دغه توگه یوه چورلټ اواره ښیښه لاس ته راځي. کله چې اوبړنه ښیښه په ډڼډ کې ځان خپور او اوار کړي، تاوېدونکي څرخونه یې په ورکړل شوې چټکیا سره راکښوي. دغه چټکتیا د ښیښې پېړتوب ټاکي. نرۍ ښيښه ژر او پنډه ورو کښ کېږي. په دغه ډول د ۰،۴ تر ۲۵ ملي مترو د پڼډې ښیښې د جوړولو شونتیا شته. کله چې ښیښه له ډنډه راوځي د ښیښې تودوخه ۶۰۰ درجو ته راټیټه شوې وي او بڼه یې هم څه کلکه شوې وي. ورپسې نور څرخونه ښیښه سړوبي ته ننه باسي. هلته ټوله راننوتلې ښیښه په یو ډول سړېږي او کلک اکر ته راوستل کېږي. همدلته یې دوې څنډې داسې غوڅېږي چې د ټولې راوتونکې ښیښې پلنوالی ۵،۳ متره وي. د ټول کارځای اوږدوالی (له بټۍ څخه د سړوبي تر دړې) ۳۵۰ مترو ته رسیږي. د سړوبي څخه د راوتلو او د څرنگوالى د کنترول څخه وروسته اتومات د ۶ مترو په ټوټو پرې کېږي.


سرچينې

محمود علیمي وردگ: ښيښه په ودانۍ کې