لاسي کار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د شیانو په جوړولو کې د ذهن، سترګو او لاسونو فعالیت او همغږي ته لاسي کار وايي او یا هغه مهارت چې ماشومان د جوړولو په برخه کې پیاوړي کوي لاسي کار ده. ماشومان له دوه کلنۍ په جوړولو پيل کوي.

جوړول: د شیانو تفکیک، منظمول او د یوه خاص هدف لپاره د هغو شکل ته تغیر ورکول له جوړولو عبارت دي. لاسي کار د ماشومانو د جوړېدو د هنر یو مهم اصل عبارت دی.

لاسي کار د ماشوم دقت، تفکر، تخیيل، خلاقیت، پر نفس اعتماد، عاطفه ، خپل منځي اړیکې، همکاري او د پنځه ګونو حواسو ترمنځ ارتباط پیاوړی کوي. لاسي کار د ماشومانو د تخیيل د پیاوړي کولو سربېره، دوی له فکره واقعیت ته بیایي او هغه کارونه چې په فکر کې یې وي، په عمل کې یې وړاندې کوي، دا چې ماشومان په خپل ژوند لږ کنټرول لري د لاسي کار په جوړولو کې په غوڅوونکو وسایلو سره په کار کولو خطر (رېسک) تجربه کوي، هغوی له دې ډول وسایلو سره عادي کيږي، د خپلې ویرې پر وړاندې ځان پیاوړی کولی شي او پر نفس یې باور زیاتيږي. ماشومان له نویو او تازه تجربو سره اشنا کوي، زدکوونکي ته نوی فکر، غیر عادي او عجیبې پوښتنې پیدا کوي، چې د کوچني لاسي کار د جوړولو له فکر څخه یې، فکر د فضایي بېړیو، بالاستیک توغندیو، الوتکو، لویو کښتیو او نورو تر جوړولو بیایي.

د ماشومانو لپاره د خبرو کولو مهارت[سمول]

په لاسي کار کې ماشومان له یو بل سره ډېرې خبرې کوي، چې په دې ډول د هغوی د خبرو کولو مهارت زیاتيږي .ډېری کسان ښایي د ښوونکو او والدینو په توګه د تخیيل او تفکر له ګټو نه وي خبر، خو دا هغه څه دي چې کولی شي په راتلونکي کې ټولنه د پرمختګ لوړې پوړۍ ته ورسوي.

په عمومي توګه لاسي کار په دوه برخو وېشل کيږي:

  1. د شیانو او وسایلو د استعمال مهارت پیاوړی کوي.
  2. د ماشوم ذهن، افکارو او خلاقیت ته وده ورکوي.

نه شو کولی دواړه ډوله لاسي کار په مطلق ډول له یو بله جدا کړو؛ ځکه چې هر ډول لاسي کار خلاقیت او جسمي مهارت دواړه لوړوي، خو د درجه بندۍ پر اساس باید ښوونکی بايد دا هدف په پام کې ولري، چې ماشوم یا نوي ځوان ته د پروژې له ورکړې کوم ډول هدف لري .لاسي کار د ژوند په لومړیو کلونو کې د ماشومانو د لاسي قوې په تقویت کې مرسته کوي.

  1. جسمي روزنه الف: عضلات تقویه کوي. ب: پر عضلاتو د کنټرول قوه پیاوړې کوي. ج: د پنځه ګونو قواوو په منځ کې هماهنګي تقویه کوي.
  2. ذهني تقویه: لاسي کار د انسان پر پنځونه، تجزیه، تحلیل او تخیيل باندې په مستقیم ډول اغېزه کوي.
  3. په روان او عاطفې اغېزه: د جوړولو محرکه قوه هغه څه ده، چې په واسطه يې د انسان او موجوداتو توپير کيږي. دا تفاوت د دې سبب ګرځي، چې ماشومان بې کاره نشي او د خپلو لوبو د ضرورت سامان جوړ کړي، کله چې د ماشومانو د لوبو د سامان ضرورت پوره کيږي، هغوی ته ډېره خوشالي ورکوي.
  4. ټولنيزې اړيکې له نورو سره د ماشومانو ټولنيزې اړيکې په درې ډوله جوړيږي: الف:ماشومان د لاسي کار په جوړولو کې د نورو مرستې ته اړ کيږي. ب: د خپل اثر له تولید وروسته هغه نورو ماشومانو او یا لویانو ته وړاندې کوي او د هغوی د هڅونې په تمه وي. ج: ډیری وخت لاسي کار په ډله يیزه توګه جوړيږي، چې د ماشومانو تر منځ په همکاري او اجتماعي اړیکو مهمه اغیزه کوي.

د لاسي کار يا لاسي صنعت د اهمیت دلیل:[سمول]

هغه هېوادونه او کسان چې غواړي په نننۍ نړۍ کې د خپل تولید او پرمختګ په برخه کې د لومړيتوب ډغره ووهي، باید د نوښت او تفکر ځانګړنه ولري او نوی فکر او نوی تولید د ماشومانو او نویو ځوانانو په تفکر او خلاقیت پورې مستقیمه اړیکه لري. د خلاقیت مینه په بالقوه توګه په ټولو انسانانو کې موجوده ده او پرمختګ او ظهور يې د زده کړې په مناسبو شرایطو پورې اړه لري.

(لفرانکویس) خلاقیت د کنجکاوي، کشف او تجربې سره مینه، د یوه شي په اړه د نویو او عجیبو پوښتنو مطرح کول، له پېښو سره متفاوت حساسیت ښودل او خپل فکر مطرح کولو په توګه تعریف کړی دی.

خلاقیت یانې یوه پیښه له نورو په متفاوت ډول لیدل؛ د بیلګې په ډول نیوټن د مڼې را لویدو ته له نورو متفاوت فکر وکړ، د موضوع د علت معلومولو په فکر کې شو، چې په نتیجه کې یې د ځمکې د جاذبې قوه کشف کړه.

د خلاقو افرادو شپږ ځانګړنې[سمول]

  1. تر ممکنه حده په کار کې له ټاکلي او محدود چوکاټ څخه تښتي.
  2. په موجوده حالت خوښ نه وي او تل د ښه راتلونکي غوښتونکی وي.
  3. د مشکلاتو پر وړاندې ښه حوصله لري او د حل لاره لټوي.
  4. تل د پېښو په اړه کنجکاو (پلټونکی) وي.
  5. د هدف د لاسته راوړلو لپاره ډېره هڅه کوي.
  6. له ماتې نه مایوسه کیږي.

معمولاً ژور فکر او د ښه راتلونکي لپاره ډېره هڅه کوي. نوې څیړنې د پخوانیو څیړونکو د نظرونو پر خلاف، چې ویل به یې خلاقیت یوه ارثي پدیده ده، وایي چې خلاقیت یو ډول ځانګړی استعداد دی، چې کولی شو په ځینو ماشومانو او نویو ځوانانو کې يې ښه تقویه کړو. لاسي کار یې یوه په زړه پورې لاره ده او له دې لارې کولی شو ټولنې ته مبتکر ځوانان وړاندې کړو. هغه هېوادونه چې د ښوونې او روزنې پرمختللی سیستم لري په ماشومانو کې د خلاقیت روزل یې له مهمو اهدافو دي. زموږ ښوونکي باید د لاسي کار مضمون له اوسني حالت څخه وباسي او په ټولګي کې یې د یو مهم مضمون په توګه وړاندې کړي، چې زموږ ځانګړي استعدادونه ښکاره او د هېواد د پرمختګ سبب شي

تړلې لیکنې[سمول]

  1. صنعت
  2. اقتصادپوهنه
  3. کوچنی اقتصاد

سرچینې[سمول]