كنفيوشيوس

د Wikipedia لخوا

ورټوپ کړه: ګرځېدنه, پلټل
چينايي فلسفه
لرغونی پېر
孔夫子
نوم: کونفيوشيوس 孔丘 Kong Qiu
زېږېدنه: سېپتمبر 28, 551 م.ز.پ
مړينه: 479 م.ز.پ
ښوونځی/دود: د کونفيوشنيزم بنسټ ايښودونکی
اهمې لېوالتياوې: اخلاقي فلسفه, ټولنيزه فلسفه, اخلاق
د ياد وړ کارونه: کونفيوشنيزم
اغېزمن شوی له: د ژو پېر چينايي فکرونه
اغېزمن کړي: ډېر ختيځ فيلسوفان

د كنفيوشس د ژوندو پير۵۵۱ مخزېږ ښودل شوې دى، دې د چين په (لو Lu,) نومي ولايت (ننني شياتنګ ولايت) په كوفو (Chufu) نومي ځاى كې زېږېدلې. په درې كلنۍ كې يتيم شو، له يو څه زده كړې وروسته د ۱۷ كلونو په عمر يې په غريبۍ پېل وكړ، څه موده وروسته د كرنې څانګې څارونكې وټاكل شو. په ۱۹ كلنۍ كې يې واده وكړ، او له څلورو كلونو جوړه ژوند تېرولو څخه وروسته يې ښځه طلاقه كړه، لدې څخه وروسته يې بيا هېڅ واده ونكړ.


نيوليک

[سمادول] رسمي دندې

كنفيوشيوس
كنفيوشيوس

د رسمي دندې سره يې د تاريخ، ادب، شاعرۍ او سياسياتو په څانګو كې ښه مطالعه وكړه، ۲۷ كلنۍ كې يې د مور له مړينې څخه وروسته رسمي دنده پرېښوده او په ښوونه او روزنه يې پېل وكړ. د ۵۲ كلونو په عمر د قضاوت په څوكۍ كېناست، اود وخت په تېرېدو سره يې د عدلي وزارت ته ورسېد. دده د ټولنيزو اصلاحاتو څخه په چين كې يو مثبت اووښتون (انقلاب) منځته راغې. ددې اصلاحاتو له وجې يې ډېر دوښمنان ځان ته پېدا كړل، چې ل همدې وجې له خپلې څوكۍ لرې كړاى شو. لد څخه وروسته د چين په مختلفو سيمو وګرځېد ترڅو چې خپل كلي ته ورسېد او هملته ومړ. د كنفيوشس ګروهې او مذهبي ښوونې

د كنفيوشس په لاس جوړې شوې ډلې (مذهب) په اړه بايد ووايو چې دا مذهب يا دين په تول برابر ندې. خو بيا هم په نړۍ كې د يوه دين په نامه پېژندل كېږي. كنفيوشس هېڅكله د پېغمبرۍ يا الهام داوه نه وه كړې، دده په لار كې هېچېرې د عبادت او لمانځنې كومه يادونه نه ترسترګو كېږي.

[سمادول] پينځه اړيكې

[سمادول] د عرفان داوه:

[سمادول] كنفيوشسي ادب

[سمادول] د كنفيوشس حكيمانه ويناوې

  1. كه چېرې تاسو ژوند و نه منئ، نو مرګ به څرنګه ومنئ.
  2. كه چېرې تاسو د ژوندي خدمت ونكړئ، نو د ارواو خدمت به څرنګه وكړئ.
  3. د رييسانو د اخلاقو مثال د هوا په څېر دى، او د محكومو د واښو په څېر، په كوم لورې چې هوا چلېږي، نو واښه هم هماغې لورې ته ټيټېږي.
  4. د ظلم بدله په انصاف سره وركړئ، او د نېكۍ بدله په احسان سره.
  5. له نورو سره داسې سلوك مه كوئ، چې د ځان لپاره يې نه خوښوئ.
  6. كوم سړى چې احتيات كوي، هېڅكله به ستره غلطي ونكړي.
  7. د مور و پلار د نيكيو او بديو اغيزې هرومرو پر اولاد كېدونكي دي.
  8. د زړه سمون د كردارو سمون دى.
  9. بدي د افلاس سرچينه ده، حال دا چې نېكي انسان خوشالوي.
  10. عقل او بصيرت همدا دى، چې انسان د انسانانو خدمت وكړي، د ارواو درناوې وكړي.
  11. بې له تفكره پوهه بېكاره ده، او پوهه له تفكر څخه بغېر خطرناكه ده.


[سمادول] له كنفيوشس څخه وروسته

[سمادول] د اسلام او كنفيوشيزم پرتله

[سمادول] د دين حقيقت

[سمادول] د كاېناتو د څښتن تصور

[سمادول] د ښوونو پرتله

[سمادول] د قربانۍ رسم او رواج

[سمادول] پس له مرګه ژوندون

[سمادول] دا هم وګورئ

[سمادول] تړلې لړليك


[سمادول] سرچينې

    • قاديانيت په خپله هنداره كې، ليكوال: صفي الله مباركپوري، چاپځاى: اردو بازار-لاهور پاكستان