كلبيان

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
سپي ډوله ژوند خوښوونكي فېلسوفانو يوه ډله

کلبیان (Cynics) (د سپي ډوله ژوند فلسفه) یو هغو څو فلسفي ښوونځیو څخه ده، چې له سکرات څخه یې سرچینه اخیتسې د د کلبیانو فلسفه ده. ددې ښوونځي بنسټگر انتیستنس (د سکرات له زده کوونکیو څخه گڼل کېږي) دی. ددې ښوونځي لارویان په دوه وجو کلبیان یادېږي: --لومړې دا، چې په هغه ځای کې چې ددې ښوونځي بنسټ کېښودل شو، د سیناسارگس (Cynosarges) (سپین سپی) په نامه یادېږي. دویم دلیل دا، چې ددې ښوونځي د لارویانو د ژوند و ژواک لارې، چارې سپو ته ورته وی، نو ځکه پدې نامه یادېږي. کلبیان پدې گروهه ول، چې نېکمرغۍ ته رسېدا لپاره تقوی او فضیلت اړین دی. دوی دا فضلیت او تقوی له سیاسي قدرت، گنج، ټولنیز موقعیت او یا د ټولنیزو تړونونو رعایتول گڼي.

ددوي په وینا ښه ژوند له خوندونو څخه ځان لرې ساتلو، او طبعي ژوند ته په راگرځېدا ترلاسه کېدای شي. ددوي ژوند هم همدا ډول و، ټولنیزو چارو او د هغې گټو ته نه پام کول، یواځې ریاضت ته زور ورکول ددوی د ژوند موخه وه. ددوي په گروهه موږ باید په ژوند کې د مرگ و تندرستۍ فکر و غم ونکړو، او دا چارې باید زموږ لپاره د فکر لامل وگرځي. له همدې لامله نن سبا په ځینی اروپایي ژبو کې cynic بدبین او طعنه یی او نورو ته نه پام کوونکي شخص لپاره کارول کېږي. فضیلت او تقوی ترلاسه کول د کلبیانو پر وړاندې کومې ځانگړي پام ته اړتیا نه درلوده، او ټولې هغه چارې او پوهې چې د هندسې، ټنگټکور او ادبیاتو په زده کړه به یې زور راوړو، بې اهمیته بللې. په فلسفې کې به هم دوي یواځې اخلاقي اړخ ته پام کاوه.

لکه څرنگه چې یادونه وشوه، ددې ښوونځي نامتو فیلسفوت انتیسېتنس او پېژندل شوې څېره یې دیوجانس (دیوجنس) کلبی (د سینوپ اهل) دي.

د یادونې وړه ده، چې پدې ښوونځي کې د هیپارچیا په یوه نامتو فیلسوفه هم شته.

تړلي موضوعگانې