قطب نما

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
یو چینی قطب نما چی د خان د حکمرانانو په وخت کی جوړه شوه
یوه قطب نما ۱۶۰۷
عصری قطب نما

لورښود (په انگرېزی: Compass) یو ابتدایي لوری ښوونکې اله ده چی د جغرافي د لوريو د مالومولو لپاره ترې کار اخيستل کېږي. دا اله د ځمکې د مغناطیسی ډگر په مرسته او نغوتې سره د شمالي قطب لوری ښيي. [۱]

تاريخ[سمول]

لورښود په ۲۰۶ ق.م. کی په چين کی د خان د حکمرانانو په وخت کی اختراع شوه. دا لورښود د مقناطیسی اوسپنی څخه د څمڅه په شکل جوړه شوي وسیله وله چی لاستی یی جنوب ته اشاره کاوه. خو په دی وخت کی دغه وسیله یوازې د غیب وینو (پېش گویی) لپاره کارېدله. د جنوبی سونگ په امپراطوری دوره کی داسی قطب نما جوړه شوه چی د اوبو په سطح باندی ولاړه وه. د قطب نما په باب لومړنی يادونه په هغه کتاب کی ليدل کيږی چی د ميلاد نه ٣ مه پيړۍ دمخه د چين د مشهور متفکر هان فی له خوا ليکل شوی وو. ور پسی د جنوبی سونگ په امپراطوری وخت کی يعنی ٧ سوه کاله دمخه قطب نما عموميت پيدا کړ ٠ قطب نما لومړی په بحر پيمايی کی استعماليده ٠ په تاريخی اسنادو کی ليکل شوی چی له ١٠٩٩ م کال نه تر ١١٠٢ م کاله پوری چينايانو په بحری تگ راتگ کی قطب نما استعمالوله. يو بل مثال دا وو چی يو چينی تجار د کوريا څخه خپل وطن ته د ستنيدو نه وروسته په خپل سفری يادداشت کی ليکلی چی ماښام بيړۍ په بحر کی نشي پاتی کيدای خو په شپه د ستورو سره سم حرکت کوی ٠ که شپه تپه تياره او اٌسمان وريځ وی نو د قطب نما په وسيله د بيړۍ تگ لاره تشخيص کولی شي.دا په بحر پيمايی کی د قطب نما د استعماليدو لومړی يادونه ده. په ۱۳ پېړی کی قطب نما آسیا او اروپا ته پراخه شوی وه. په ۱۳۰۰ کال کی په اروپا کی وچ قطب نما جوړه شوه. دغه وسیله د مغناطیسی ستن، شیشه ای بوکس او گلباد څخه جوړه شوه. دغه قطب نما په ۱۷۵۰ کال کی د Gowin Knigh لخوا عصري شوه. په ۱۸۰۳ کال کی Francis Crow د مایع یوه قطب نما جوړه کړه. لمړنی دقیقی جیروسکوپی قطب نما په ۱۹۰۸ کال کی جوړه شوه چی د لومړنۍ نړېواله جگړې پر ختم باندی آغېزه درلودله.[۲]

د قطب نما ډولونه[سمول]

  • اساسی قطب نما د قطب نمانونو څخه تر ټولو پخوانی ډول دی.
  • الکترونیکی قطبنما
  • جیروسکوپی قطب نما

سرچینې[سمول]

  1. https://en.wikipedia.org/wiki/Compass
  2. "آرشیف کاپي" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۵ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)