فېنواکسيمېتيل پېنيسيلين

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د فېنواکسيمېتيل پېنيسيلين کيميايي جوړښت

فېنواکسيمېتيل پېنيسيلين، چې په عام ډول د پېنيسيلين وي په نامه هم يادېږي د پېنيسيليني انټيبايوټيک دی چې د خولې له لارې اخيستل کېږي او خپل اغېزه له لاسه نه ورکوي. دا درمل د گرام-منفي باکټريا په وړاندې د بېنزيل پېنيسيلين (پېنيسيلين جي) په پرتله لږ فعاله دی. فېنواکسيمېتيل پېنيسيلين په اسيدي چاپېريال کې د بېنزيل پېنيسيلين په پرتله ثابته دی او له همدې کبله د خولې له لارې تېرولو سره د دې درمل اغېزې نه کمېږي. دا انټيبايوټيک خپل ضد انټيبيوټيکي عمل هغه وخت ښکاره کوي کله چې پېنيسيلين ته حساس ميکروبونه د ډېرېدو او تکثر په حالت کې فعاليت کوي. دا درمل د باکټېريا د پېپټوگلايکان سلولي دېوال د جوړېدو مخه نيسي. دا درمل د بيټالکټمېز جوړېدونکو باکټريا په وړاندې اغېزمن نه دي. چې په دې ډول باکټرياگانو کې د سټافيلوکوکوس باکټېريا شاملې دي.