فېروز خان اپريدی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
فېروز خان اپريدی
دوتنه:FerozAfridi.PNG
فېروز خان اپريدی

فيروز خان اپريدی (۱۹۶۰) د انټرنېشنل پشتون فاونډېشن پخوانی صدر، يو پښتون شاعر، اديب او د اباسين هنري ټولنې (Abasin Arts Council) غړی هم دی. نوموړی په پښتونخوا کې د نوم خاوند دی. د ده شعرونه د پښتونخوا د گڼو سندرغاړو له خوا په سندرو کې وييل شوي او د نوموړي ډېرې ليکنې د پښتونخوا او د پاکستان په رسنيو کې خپرې شوي دي. د ده د شعرونو او ليکنو سره گڼ شمېر خلک اشنا دي.

مخينه

ښاغلی اپريدی د حاجي لعل خان ځوی دی او په ۱۹۶۰ ز. کال، په پښتونخوا کې د خيبر ايجنسۍ د باړې د سپين قبر په كلي کې نړۍ ته سترگې رڼې کړي او د همدې ځای اوسيدونکی دی. نوموړی په ۱۹۸۴ ز. كال كې د قطر هېواد ته تللی دی او دا وخت هملته اوسيږي.

د زدکړې پر مهال د تاتاره سټوډنټس يونين مشر پاتې شوی دی. په اوسني وخت کې د ډېرو نورو ټولنو مشر هم پاتې شوی دی.

زدکړې

هغه خپلې لومړنۍ زدکړې د خيبر ايجنسۍ په سيمه ايزو ښوونځيو کې سر ته رسولي دي. د خپلو لوړو زده کړو پيل يې د لنډي کوتل په دولتي پوهنځي (گورنمنټ کالج لنډي کوتل) کې کړی او بيا وروسته يې د پېښور پوهنتون نه په ادبياتو کې بری ليک ترلاسه کړی. د زدکړو وروسته يې په گن شمير علمي او تخنيکي سيمينارونو او غونډو کښې گډون کړی دی.

دندې

ټولنيزې

فيروز افريدي په کال 1983 کې د خپل کلي په باړه بازار کې په يوه درملتون کې څه موده کار کړی او وروسته يې په باړه کجهورۍ کې خپله لومړنۍ رسمي دنده د يوه ښوونکي په توگه سر ته رسولې. د ښوونکي دغه دنده يې د خپل پوهنيز او ادبي لېوالتيا د راپارولو لپاره ډيره گټوره، په زړه پورې او د خپلې خوښې وگڼله. فيروز خان اپريدی د الرضا ټريډنگ كنټريكټنگ كمپنۍ جنرل منيجر هم پاتې دی او نن صبا هم په دغه کمپنئ په مرکزي مکتب کښې د سينئر سيلز مينجر په حيث کار کوي. د خپل وظيفې پرته د موفاتکو ټريډينگ اينډکنټريکټينگ پو نوم يوه خپله کمپنئ هم جوړه کړې ده ،چې د فيروز افريدي په مشرئ کښې د هغه ځامن محمد شير خان او امجدعلي خان ئې مديران دي.

سياسي

د دې پرته د اردو تنظيم پاک يوت سوسائټي نائب صدر هم تر نن پورې په مستقل توگه راروان دی. په سياسې توگه د پاکستان مسلم ليگ سره ئې اړيکې وې او په کال 1992 کښې په قطر کښې په اولينې ځل جوړ شوي تنظيم پاکستان مسلم وئيلفئر ليگ باني جنرال سيکريټري اټاکل شو او تر کال 2009 پورې ئې دا دنده تر سره کړه او نن محال د دغه تنظيم د دسرپرستې جرگې غړې دی

ادبي

فيروز افريدي په قطر کښې بېلابېلې دندې تر سره کړې دي. په کال ۱۹۹۲ کښې د پاک پښتو ادبي ټولنې جنرل سيکرټري او بيا په کال 1993 کښې هم د دغه ادبي تنظيم صدر تر کال 2007 پورې پاتې شوې دی. ن صبا د دغه تنظيم د سرپرست کميټئ غړې دی.

په اكتوبر كال ۲۰۰۲ کښې دنړېوال پښتون فاونډيشن صدر وټاكل شو.د دغه تنظيم مقصد په انټرنيټ پښتانه راغونډول وو او د دوئي په مرسته په پښتونخوا لر او بر کښې په تعليمي مؤسسو، ښونځو، او پوهنتونونو کښې مالي مرسته کول او تکړه او نادره متعيلمينوته سکالرشپ ورکول وو.

سفرونه

بيا څو مياشتې وروسته د يو پښتون ملگري عبدلستار گردېزوال په مرسته او د هغه په ټینگار او خوښه د روښانه راتلونکي د لټون په تکل، د خليج شگلنې صحرا قطر هېواد ته ولاړو. دا د ستمبر د اوومې نيټې کال ۱۹۸۴ واقعه ده او د دوئي د د ژوند د اوږد سفر په باقاعده توگه اولينئ سفر وو. د دې نه وړاندې فيروز افريدي د متعليمئ په زمانه کښې د کابل، کراچي، لاهور، پينډئ کوئيټي او ايران کښې د زهدان، تهران،قم،اصفهان،شيراز،بندر بوشهر او بندر عباس سفرونه هم کړي وو.

بياد قطر تللو وروستو د عرب امارت دبئ ابوظهبئ،شارجه،بحرين او د سعودي عرب سفرونه څو څو کرته هم کړي دي.

ادبي ژوند

د علم او ادب سره د بې کچه مينې ،او د دې د پاره په عملي توگه په کار کې ونډه اخيستو له کبله د پاکستان سفير په اول ځل په کال ۱۹۹۸-۱۹۹۹ کې او نن صبا په دوئم ځل 2۰۰۸ کې په دويم ځل د پاكستان ايجوكيشن سنټر دوحه قطر د گورنرانو د بورډ ممبر هم ټاکلی دی. نن صبا هم دغه بورډ ښه فغاله غړی دی.

د بېلابېلو خپرندويه ادارو او رسنيو سره په مرکو کې فيروز اپريدي په بشپړ توگه د ژوند تر ټولو اهم مقصد په پښتنو کې د علم د پاره تل عمري کار کول گرځولې دی. او دائې وئيلى دى چې زه به دتعليم د عام كولو دپاره خپلې ټولې وسيلې وکاروم. دوئ دا هم وويل ،چې پاك پښتو ادبى ټولنه په قطر کې په كال ۱۹۸۴ کې جوړه شوې ده او زما په نگرانۍ کښې ئې لسگونه كتابونه چاپ كړيدى. دوئ دا هم وويلي دي چې په عربستان کې دپښتو ژبې او ادب دپرمختگ دپاره گڼې ټولنې كار كوى، چې پکې دوه په سعودى کې ، درې په بحرين اودغه څير په عرب عماراتو کې، او يوه رسمي او لويه ادبي ټولنه په قطر کې ده. فيروز افريدي د علم او ادب زده کړه د انساني تمدن د پاره ډير مهمې گڼي. فيروز افريدي په دا حقله د ميډيا او رسنيئو کار هم ډير مهم بولي. دوئي زياته کړه چې په عربو هيوادونو کې د عربيه او الجزيره داسې تلي ويژني چينلې دي چې دخلقو سترگې ئې غړولى دى. د پښتنو د پاره د عربستان نه محلي بله کومه داسې د ابلاغ زريعه نشته چي د پښتنو د شخړو او ستونزو په حقله اواز اوچت کړي. د اردو ورځپاڼې اوس اوس دعربو عماراتو او سعودي نه چاپ كيږى. خو دا کله بندې شي او کله بيرته خپرول پئيل کړي. ځكه چې ددې ورځپاڼو سرپرستانو ته سختې مالي مسئلې پيښې دى. ورځپاڼې او ټيلى ويژنونه د پښتنو ادبى او ثقافتى پروگرامونه چاپ كوى او خپروى. دا شان په پاكستان کې فرنټير پوسټ، سټيټسمين، خيبر ميل، مشرق وحدت، او گ شمير اردو او پښتو خبرونه او مجلې زمونږ د سماجي او ادبي هلو ځلو خبرونه خپروي. فيروز افريدي دا هم ا وويل چې خليج کې ډير زرداره پښتانه اوسيږى خو څوك هم د پښتو تيلويزيون کوم چينل شروع كولو قدم نه شى پورته كولی. او زه دا ويره كوم چې پښتانه خو وړاندې نه ځى خو كيدلائ شى چې دپښتنو نه علاوه نور څوك په دې لړ کې را وړاندې شى. د خيبر تيليويزيون مثال د ټولو وړاندې دی. چې مالکان ئې غير پښتانه دي.

فيروز افريدي د پښتونخوا نه خپريدونکې مجلو کې خپله ونډه اخلي او ورسره مالي کومکونه هم کوي. فيروز د اباسين ارټس کونسل غړي هم دی.

چاپ شوي آثار

فيروز افريدي په قطر کښې يو اوږد عمر د پښتو ادب د پرمختگ او روزنې د پاره بي کچه خدمتونه کړي دي. هغوي په خپل خرڅ د گنو چاعرانو کتابونه چاپ کړي دي.او بيا په ورورستو ئې د خپلو ملگرو په مرسته د پښتو ژبې دوه مياشتينۍ مجله دستار انټرنشنيل په نامه هم خپره کړې ده چې تر اوسه د پېښور نه خپريږي .په خپله ئې تر اوسه دوه کتابونه تاليف کړي دي. چې په دې توگه دی:

  1. د وطن په گُلدرو کې -
  2. يو کتاب يې د قطر پښتو ادبي ټولې د شاعرانو او اديبانو شعري مجموعه(تذکره)، جگې شملې د شريک مولف په توگه او بل د پروفيسر سلمې شاهين د پښتنو ښځو شاعرانو په حقله ليکلې يو اردو مضمون ته د کتاب بڼه ورکړې ده. او د قطر نه ئې خپور کړې دی.

ناچاپه آثار

ناچاپه اثار ئې په منظوم او منثور دواړو بيلگو کښې شته چې ډير زر به د چاپ په بڼه مزي کړي.

باندنۍ تړنې