فيزيکي کتنه
فيزيکي کتنه، فيزيکي معاينه، طبي کتنه، طبي معاينه، کلينيکي کتنه يا کلينيکي معاينه (په انګرېزي: Physical Examination) هغه کړنه ده چې د يوه طبيب له لورې د ناروغ په بدن کې د ناروغۍ د پېژندلو په موخه ترسره کېږي. فيزيکي کتنه اکثراً له سر څخه تر پښو پورې د ناروغ په بدن کې د غېرنورماله وضعيتونو د راپور ورکولو په سبب هم ترسره کېږي، پرته له دې چې ناروغ د کوم بل غړي اړونده شکايت ولري او يا يې هم و نه لري.
د ناروغ عمومی وضع
د ناروغ حالت روحاً مالومېږي چې وضع یې په رښتيا د ناروغ ده اوکه نه.
- د سر کتنه
- د سر څارنه- د سر جس کول- د سر د پوستکي کتل - د سر د وېښتانو کتل - د سر د هډوکي کتل.
- د سترګو کتنه
- د ليد وړتيا (د ليدو حس څارل) - د ليد ځواک - د سترګو خوځښت - قرنيه - عدقيه - صلبيه - منظمه - باڼه
- د غوږونو کتنه
- د اورېدو وړتيا (د اوېدو حس څارل) – د درد مالومول – د اتوسکوپ په مرسته کتنه.
- د پزې کتنه
- د پزې څارنه – د پزې جس کول - د وږم حس څارل.
- د خولې کتنه
- د خولې عمومي څارنه چې ټپ شته که نه شته - غاښونه څارل - د خولې نورماله ميوکوسا کتل - ټانسلونه - ژبه (خوځښتونه، د خوند حسونه څارل) - د خولې داخلي د ېوال - ورۍ .
- د مخ کتنه
- د ژامو خوځښتونه – د ساينوسونو (په مخ کې موجودې تشې) جس کول - د سر وژي (عصبي رشتې) معاينه کول .
- د غاړې (ورمیګ) کتنه
- څارنه او جس کول – پوستکی (رنګ) - لمفاوی غدې (کتلې یا پړسوب)- کرنکه - تناظر (مساوی)
نوټ:- څارنه په سترګو کتل جس یا لمس په لاس کتنه کول
د فيزيکي کتنې نومونپوهنه
هغه اصطلاحګانې چې په فيزیکي معایناتو کې کارېږي په لاندې ډول دي.
- څارنه (inspection)
په سترګو ليدل او کتنه کول۰
- جس (auscultation)
د لاس هغه کتنه چی دهغه په مرسته صوتی اهتزازات معلوموی۰
- لمس (palpation)
دلاس هغه کتنه چی دهغه په مرسته کتلی – پړسوب – طحال اویاهم دګردوحالت معلوموی۰
- قرع (percusion)
هغه معاینات چه صدر او یاهم بطن دګوتو په مرسته معلوموی يعنی دیو لاس منځنی ګوته دبل لاس په هغه ګوتوچه په بطن او یاپه صدرایښودل شوی وی ضربه ورکوی چی دری ډوله آواز ورکوی۰
- وضاحت: چې طبعي او نورمال آواز دی.
- اصميت: هغه آواز چې د مايع د موجوديت په صورت کې مينځ ته راځي.
- طبليت: هغه آواز چې د هوا دموجوديت په صورت کې مينځ ته راځي لکه د ډول آواز.