فضل عمر مجددي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
دوتنه:حصرت صباح فضل عمر مجددي.png

دقلعه جواد د مجددي خانقاه لارښود حضرت فضل عمر مجددي چی د نورالمشایخ ، شیرآقا ، دشور بازار حضرت صاحب په نومونو یې هم شهرت در لود . د افغانستان له متنفذو او مجاهدو علماؤ څخه گڼل کیږي او د عدليې وزارت پخوانی وزير هم و. دکورنې ټول غړي یې علما او د نقشبندیه طریقې لارویان ول . حضرت فضل عمر مجددی او دده وروڼو په ۱۹۱۹زېږدي کال کې دانگریزي ښکېلاک او تاړاک گرو په وړاندې کلکه مبارزه کړې داستقلال په جگړه کې يې ونډه اخيستې او د مشر ورور په څير د وخت پاچايي دولت لخواپه دولتي نښانونو او د نورالمشايخ په لقبونو نازول شوي دي. حضرت ابوبکر مجددی د هغه لمسی او اوس د هغه ځای ناستی دی.

مخینه[سمول]

حضرت فضل عمر مجدد ی دغلام قيوم(رح)دوهم زوى چی .په (١٢٦٢هـ ش) کال کی دکابل په شور بازار کښي زيږيدلي دې دده دمزار به اړه ملا راز محمد ساقیار دا رباعي ویلې ده بنگر که درین مرقدومأوی چه دیدنیست // پرنور پر سرور تماشا دویدنیست // این خوابگاه پیر نقشبندیان نواز // از نور تا بنور مرادش رسیدنیست

زده کړه[سمول]

ديني زده کړي يي له خپل پلار اوقاضي عبدالرحمن پغماني څخه وکړي.په باطني او عرفاني علوموکښي يي هم خپل پلارلارښود ؤ.دسلوکولړۍ ورته له پلارڅخه پاته اود شوربازاراوبيا د قلعۀ جواد د مجددي خانقاه د ارشاد په گدۍ کیناست.

څیرمه دندی[سمول]

  1. په ۱۹۲۴ میلادکال کی دامير امان الله خان له لوري ورته دنده وسپارل شوه تر څو په خوست ولایت کی دامير امان الله خان #په ضد دمنگلو قوم احساسات کنترول او دقیام مخه ونیسی خو برعکس نوموړی نور هم قیام کونکی دامير امان الله خان په وړاندي مبارزی ته تشویق کړل چی بالاخره مرحوم حضرت فضل عمر مجددی دحج په پلمه له هیواده سعودی عربستان ته تبعید شو او له هغه ځایه بیا هند ته ولاړ .
  2. په ۱۹۲۹ میلادی کال دنوامبر په میاشتی کی دمحمد نادرخان له لوری دعدلیه د وزیر په توگه وټاکل شو.
  3. په ۱۹۳۰ میلادی کال کی دغزنی تنظیمه ریس وټاکل شو
  4. په ۱۳۰۶ هـ ش کال کي د امانی دوری اوپه ۱۳۲۰ لمریز کال کی یې دمحمد ظاهر شاه ددوري په لويو جرگوکښي گډون کړي ؤ.
  5. په (١٣٢٠هـ ش) کال يي په غزني ولايت داندړ ولسوالۍدمستوفی په کلا کښي دنورالمدارس په نوم يوه مدرسه جوړه کړ.

علمی آثار او څیړنی[سمول]

فضل عمر مجددي چي په نورالمشائخ صاحب سره یې شهرت درلود نوموړي دخواجه بهاء الدین نقشبند رحمه الله پر (اوراد بهائیه)نومي کتاب یوه شرحه لیکلې چي الفاظ فقیر یې نوم دی

ملا رازمحمد ساقیار یې په صفت کې دا رباعي ویلې

شاه دین نور یقین فضل عمر - فیض بارد زان جناب والا گهر

ایکه از نور تو نور ما فزود ـ بر روانت صد سلام و صد درود

مړینه:[سمول]

حضرت نورالمشایخ مجددی د۱۳۳۵ کلال دوږی دمیاشتی په ۹ نیټه وفاتو او د کابل په قلعه جواد سیمه کی خپل کورته څیرمه خارو ته وسپارل شو .

ځای ناستي[سمول]

نوموړي دوه زامن درلودل :فضل عثمان مجددي چي دپاکستان په لاهورکښي هستوگن ؤ اومحمدابراهيم مجددي چي دنورالمشايخ تر مړيني وروسته د قلعۀ جواد په خانقاه کښي دارشاد په مسند ناست ؤ. حضرت محمد ابراهيم مجددي (رحمة الله تعالى عليه) نوموړى دفضل عمر مجددي، نورالمشايخ دوهم زوى ؤ. د پلارترمړيني وروسته دارشاد اوتبليغ نسبت اووراثت ورته پاته شو.محمدابراهيم مجددي ديني عالم،په سلوکوکښي وتلى روحاني شخص اوپه "ضياء المشايخ" ملقب ؤ. دطريقت او سلوکوترڅنگ يي دنورالمدارس دمدرسي اداري چاري هم په غاړه وي. مدرسي ته يي نوره هم پراختيا ورکړه. دا مدرسه هم دسلگونو زده کوونکو دزده کړي مرکز ؤ. فارغانو ته يي د مولويت دفراغت سند ورکول کيده اوپه سلگونو فارغان يي ټولني ته وړاندي کړي دي... ضياء المشايخ(رح)څلور زامن : محمد اسمعيل مجددي، محمد اسحق مجددي،محمد يعقوب مجددي اواحمد ضياء مجدديدرلودل . مشر زوى يي"محمد اسمعيل مجددي"يو عالم شخص ؤ.دنور المدارس دمدرسي دخدمت ترڅنگ يي دافغانستان داساسي قانون(١٣٤٤-١٣٥٢هـ ش)په دوره کښي د"خدام الفرقان" په نوم يوتنظيم جوړکړ او د"نداي حق" په نوم يي يوه جريده هم خپروله. ددي جريدي امتياز دمولوي عبدالستار صديقي په نوم اخستل شوى اولومړنى مسئول مدير يي مرحوم مولوي غلام نبي رحيم الله زرمتی ؤ. محمد ابراهيم مجددي (رح) له خپلي کورنۍ،خپلوانواو منسوبينو سره د ١٣٥٧هـ ش کال دجدي دمياشتي په ٢٩ نيټه دهغه وخت دکمونستي دولت له لوري بندي کړاي شو.وروسته يي دکورميرمني او ماشوم لمسيان را خلاص شول. خوپه خپله او څلور زامن يي دمحبس وحشت وخوړل. دافغانستان دمجدديانو دکورنيو ١٨٣ تنه په زندان کښي لا درکه شهيدان دي

سرچینه[سمول]

  1. افغانستان در پنج قرن اخیر،
  2. لیکوال او څیړونکې :عبدالله گل ريان