فرېدرېک وېلهېلم نېتشي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
فرید ریک نېچه
فرېدرېک وېلهېلم نېتشي
(الماني: Friedrich Nietzsche د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
فرېدرېک وېلهېلم نېتشي
فرېدرېک وېلهېلم نېتشي

د شخص معلومات
زیږون نوم (الماني: Friedrich Wilhelm Nietzsche د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۵ اکتوبر ۱۸۴۴[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
مړینه 25 اگسټ 1900 (56 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت جرمني[۲۰]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
استاد جکوب بورکهارټ  د (P1066) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نمایاں شاگرد روډولف سټاينر  د (P802) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دنده فیلسوف[۲۱][۱۸][۱۹]
شاعر
ليکوال[۲۱][۱۸][۱۹][۲۲]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه آلماني ژبه  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) آلماني ژبه[۲۳][۲۴]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه فلسفه
جمالیات
نیهیلیزم
اخلاق
ساپوهنه
انټولوژي
شعر  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر ارتر شوپنهاور
هېراکلیتوس
رالف والډو ایمرسن
چارلس ډاروین
بلیز پاسکال
نېكولو مكياوېلې
ادګار آلن پو
هيپولايټ ټېن
باروچ سپینوزا
زردشت
دېموکریتوس
اپیکوروس
ګوېټه
ژان ژاك روسو
وېليم شېکسپيير
ماکس شتیرنر
امپيدوکلېس
اپلاتون
ارستو
ګوټفرېډ وېلهلم لایبنېتس
ولټېر
سقراط
گيورگ ويلهېلم فرېدرېش هېگل
امانوېل کانت
فيودور ميخايلوويچ داستاېفسکي[۲۵]
لرغونې يوناني فلسفه
مقدوني سکندر
هومر
جولیوس قیصر
ليو انډريس سيلومي  د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې د فرانسې او پروس جګړه  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
فرېدرېک وېلهېلم نېتشي
فرېدرېک وېلهېلم نېتشي

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې[۲۶]  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

فریدریش ویلهلم نیچه (۱۵ اکتوبر ۱۸۴۴ – ۲۵ اګست ۱۹۰۰ ز کال) آلماني فیلسوف، کلتوري نقد کوونکی او فیلوژست و چې آثارو یې په معاصرې فلسفې یا د معاصر تفکر په تاریخ ژور اغېز لرلی دی. هغه وړاندې له دې چې فلسفې ته مخه کړي، د یوه کلاسیک فیلوژست په توګه یې په کار پیل وکړ. هغه تر ټولو ځوان کس و چې په ۱۸۶۹ ز کال کې یې د ۲۴ کلونو په عمر په بازل پوهنتون کې د کلاسیکې فیلولوژۍ چوکۍ خپله کړه. نیچه په ۱۸۷۹ ز کال کې د روغتیايي ستونزو له امله، چې د ژوند په اوږدو کې ترې رنځېده، استعفا ورکړه، هغه خپلې ډېرې لیکنې په راتلونکې لسیزه کې بشپړې کړې. په ۱۸۸۹ ز کال کې د ۴۵ کلنۍ په عمر، هغه په بشپړ ډول خپله ذهني وړتیا له لاسه ورکړه. هغه د خپل ژوند پاتې کلونه د خپلې مور تر پام لاندې تر ۱۸۹۷ ز کال پورې د هغې تر مړینې او بیا له خپلې خور الیزابت فورستر- نیچه سره تېر کړل. نیچه په ۱۹۰۰ ز کال کې مړ شو.[۲۷][۲۸][۲۹]

د هغه په آثارو کې ګڼ شمېر موضوعات، لکه: هنر، فیولوژي، تاریخ، موسیقي، مذهب، تراژیدي، کلتور او علم شاملېږي چې له یو شمېر شخصیتونو، لکه: سقراط، زردشت، آرتور شوپنهاور، رالف والډو اېمرسون، ریچارډ واګنر او جان والف ګنګ ون ګویته نه یې الهام اخیستی.

د هغه له مړینې وروسته، د نوموړي خور الیزابت د نیچه په لاسي ډول لیکل شوو متونو ساتونکې او اېډیټ کوونکې شوه. هغې د نیچه نه خپرې شوې لیکنې له خپلې الماني فراملتي نظریې سره په سمون کې اېډېټ کړې، په داسې حال کې چې د نیچه له ښکاره عقیدې سره چې د یهودیت ضد او ملت پلوې پر ضد وه، په ټکر کې وه او یا یې هم د هغو د ناڅرګندولو هڅه په کې کړې وه. د هغې له خوا د نیچه خپاره شوي آثار له فاشیزم او نازیزم سره اړوند وو، د ۲۰ مې پېړۍ ډېری پوهانو له دغه تفسیر سره مخالفت وکړ او د هغه د لیکنو اصلاح شوې نسخې ډېر ژر د لاسرسي وړ وګرځېدې. په ۱۹۶۰ مه لسیزه کې د نیچه مفکورې یوځل بیا محبوبیت وموند او د هغه نظریاتو د شلمې پېړۍ او یووېشتمې پېړۍ د پیل په فلسفي متفکرینو – په ځانګړي ډول د قاره یي فلسفې، لکه: هستي ګرايي (existentialism)، پوسټ مډرنېزم، پوسټ سټرکچرليزم (post-structuralism) په مکتبونو، هنر، ادبیاتو، شاعري، سیاست او عامه کلتور ژور اغېز لرلی دی.

ژوند[سمول]

ځواني (۱۸۴۴- ۱۸۶۸ ز کال)[سمول]

نیچه د ۱۸۴۴ ز کال د اکتوبر په ۱۵ مه وزېږېد، هغه په روکن ښارګوټي (اوس د لوتزن برخه ده) کې لیپزیګ ته څېرمه د پروس پاچهي په ساکسوني ولایت کې را لوی شو. د هغه نوم د پروس د پاچا څلورم ویلهم فریدریش له نوم نه اخیستل شوی، چې د نیچه د زوکړې پر ورځ هغه ۴۹ کلن شوی و (نیچه وروسته خپل منځنی نوم ویلهلم له ځانه لرې کړ). د نیچه پلاراو مور کارل لودویګ نیچه (۱۸۱۳-۱۸۴۹ز ) لوتري کشیش ، پخوانی ښوونکی او پرانزیسکا نیچه (پخوانی تخلص یې اوهلر) د نیچه له زېږون یو کال وړاندې په ۱۸۴۳ ز کال کې واده وکړ. دوی دوه نور ماشومان هم لرل: یوه لور، ایلزابت فورستر نیچه، زېږون ۱۸۴۶ ز کال؛ دویم زوی لوډ وېګ جوزف زېږون ۱۸۴۸ ز کال. د نیچه پلار د مغزو د ناروغۍ له امله په ۱۸۴۹ ز کال کې مړ شو، د هغه له مړینې شپږ میاشتې وروسته لوډ وېګ جوزف هم د دوه کلنۍ په عمر مړ شو. له دې وروسته یې کورنۍ نامبورګ ته کډه شوه او هلته یې د نیچه له مورنۍ انا او د هغه د پلار له دوو نا واده شوو خویندو سره ژوند وکړ. په ۱۸۵۶ ز کال کې د نیچه د انا له مړینې وروسته، د هغه کورنۍ خپل کور ته کډه شوه، چې اوس مهال د نیچه – هاوس، د نیچه د موزیم او مطالعاتو د مرکز په نوم یادېږي.[۳۰][۳۱]

نیچه د هلکانو په یوه ښوونځي او وروسته بیا په یوه خصوصي ښوونځي کې شامل شو، چېرې چې هغه له ګوستاو کرګ (Gustav Krug) او ویلهلم پاینډر (Wilhelm Pinder) سره ملګری شو، دوی درې واړه د ډېر درنښت وړ کورنیو نه وو. د یوه ښوونځي علمي اسناد چې په کې نیچه زده کړه کوله، په ډاګه کوي چې، نیچه په عیسوي الهیاتو کې مخکښ و.[۳۲]

په ۱۸۴۵ ز کال کې، هغه په نامبورګ کې په ډوم جمنازیوم (Domgymnasium) کې ګډون وکړ. له دې امله چې د هغه پلار دولت ته (د کشیش په توګه) کار کړی و، یتیم نیچه ته په فورټا ښوونځي کې د نړیوال سکالرشیپ وړاندیز وشو (دغه ادعا چې نیچه په خپله علمي وړتیا سره دغه سکالرشېپ ته منل شوی رد شوې: د هغه درجه په ټولګي کې په لوړه پوړۍ کې نه وه). هغه دلته له ۱۸۵۸ ز کال نه تر ۱۸۶۴ ز کال پورې زده کړه وکړه، له پاول دوسن (Paul Deussen) او کارل ون ګرسدروف (Carl von Gersdorff) سره ملګری شو. هغه وخت پیدا کړ چې په شعر او موسیقاري کمپوزونو کار وکړي. نیچه په نامبورګ کې د اوړي موسمونو پر مهال د «جرمنیا» په نوم د موسیقي او ادبیاتو د یوه کلپ مشري کوله. هغه په فورټا ښوونځي کې د یو شمېر ژبو: یوناني، لاتیني، عبراني او فرانسوي د زده کولو لپاره مهم چانس ترلاسه کړ، له همدې امله هغه وکولای شول، مهم لومړني منابع ولولي؛ هغه د لومړي ځل لپاره له کورنۍ لرې ژوند په یوه کوچني محافظه کاره چاپېریال کې تجربه کړ.[۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

نیچه یو اماتور کمپوز جوړوونکی و. هغه د نامبورګ په فورټا ښوونځي (Schulpforta) کې په ۱۸۵۸ ز کال کې په موسیقاري کمپوز جوړونه پیل وکړ او د غږ، پیانو او ویلون لپاره یې یو شمېر آثار کمپوز کړل. ریچارډ واګنر د نیچه موسیقي ته پام نه کاوه او په ۱۸۷۰ ز کال کې یې هغه خپلې ښځې کوزیما ته د زېږون د ورځې په مناسبت د پیانو د کمپوزېشن لېږلو له امله مسخره کاوه. جرمني ارکستر جوړوونکي او پیانو غږوونکي هانس ون بولو هم د نیچه یو بل کمپوز د « ډېر بې خونده او د موسیقي پر کاغذ د موسیقۍ ضد کمپوزیشن په توګه چې له ډېرې مودې وروسته ورسره مخامخ شوی» توصیف کړ. [۳۷][۳۸]

د ۱۸۶۴ ز کال په سپتمبر میاشت کې له فراغت وروسته، نیچه د وزیر کېدو په هیله په بن پوهنتون کې د الهیاتو او کلاسیکې فیلالوژي په زده کړه پیل وکړ. د لنډ مهال لپاره هغه او ډاوسن د فرانکفوني محصلانو ټولنې غړیتوب ترلاسه کړ. له یوه سمستر زده کړو وروسته (او د مور د غصې له امله)، هغه د الهیاتو زده کړه بس کړه او خپل باور یې له لاسه ورکړ. نیچه په ۱۸۶۲ ز کال کې د خپلې مقالې «عقیدې او تاریخ» په پیل کې استدلال کړی دی چې، تاریخي څېړنو د مسیحیت اصلي لارښوونې بې ارزښته کړې دي، خو داسې ښکاري چې د عیسې (ع)د ژوند په نامه د ډېوېډ سټراوس اثر، په دغه ځوان ژور اغېز لرلی دی. د مسیحیت د جوهر (The Essence of Christianity) په نامه د لوډوېګ فویر باخ (Ludwig Feuerbach) اثر، په دې استدلال چې خلکو خدای جوړ کړی، نه د هغو برعکس، په ځوان نیچه ډېر اغېز لرلی دی. د ۱۸۶۵ ز کال په جون میاشت کې د شل کلنۍ په عمر نیچه خپلې خور الیزابت ته چې کلکه مذهبي وه، لیک ولیکه او په کې یې څرګنده کړې وه چې ،هغه خپله عقیده بایللې. په دغه لیک کې په لاندې ډول لیکل شوي و:[۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]

له دې امله د انسانانو لارې جلا کېږي: که چېرې غواړې د روح د آرامښت او خوند اخیستو په موخه هڅه وکړې، نو ایمان ولره، خو که هیله لرې چې حقیقت ته لاسرسی پیدا کړې، بیا نو څېړنه وکړه....[۴۶]

وروسته له هغې، نیچه د فریدریش ویلهلم ریچل (Friedrich Wilhelm Ritschl) تر نظر لاندې د فیلالوژي په زده کولو پام وکړ، چې په ۱۸۶۵ ز کال کې یې هغه د لیپزیګ پوهنتون ته یووړ.هلته هغه د نوموړي له بل زده کوونکي اروین روهډ (Erwin Rohde) سره نږدې ملګری شو. د نیچه فیلالوژیکي لیکنې ډېر ژر خپرې شوې.[۴۷]

په ۱۸۶۵ ز کال نیچه د آرتور شوپنهاور ټول آثار مطالعه کړل. هغه د خپلې فلسفي لېوالتیا بیدارېدل د شوپنهاور د The World as Will and Representation اثر پوروړې بولي او وروسته یې اعتراف وکړ چې، شوپنهاور یو له څو محدودو متفکرینو نه و چې ده ورته درناوی درلود. [۴۸]

نظريات[سمول]

دده دښمنانو به هم دې د ارواپوهنې د ستر عالم په توگه پېژنده. ده د خپلو افكارو په واسطه د انسان پوهنيز او نظرياتي منافقانه اړخونه روښانه كړي دي. او په اخلاقو په غوره كونه كې يې څو داسې بنسټونه اېښي دي. ده به د حاضر وخت مفكر ته چندانې اهميت نه وركاوه، ځكه چې د راتلونكي انسان د لوړو او اوچتو صلاحيتونو غوښتونكې ؤ. د همدې تمې لمخې يې د عيسويت مخالفت هم وكړ. دده خيال ؤ چې تر هغې چې د فرد د ځاني نصب العين اړيكې دي، نو جسماني او ذهني توانونو او وړتياؤ يوه كېدنه اړين او ضروري برېښي. دده دا خيال ؤ چې انسان خپل جسم د هر شي منبع ده. كله چې هغه ته ددې پته ولگي، نو په اريانۍ او تعجب په سمندر كې ډو ب شي. دارنگه هغه ته هرشې د خپل وجود (جسم) برخه ښكاري، نو ځكه د خپل جسم ځانگړتياوې او نور مادي شيان په خپلو ځانگړو رنگونو كې نه شي كتلاى. ددې فلسفي دا نظريه د مسلمان واكمن منصور له دې نظريې سره چې (فنا في الوجود او فنا في الله) سره ډېر نږدېوالې لري.

په زړه پورې خبرې[سمول]

د امريكي فلسفي وېل ډېورانټ د وينا لمخې: نيچه د داروين زوى او د بسمارك ورور ؤ. علامه اقبال د ښوونې لپاره جرمني ته ځي او له دې جرمني فلسفي څخه اغېزمن كېږي، چې دا اغېزمنتيا يې جرمني ته له تگ څخه مخكې او وروسته شاعرۍكې په ښه ډول ښكاري. د مرد مومن تصور يې د نېچه د (فوق البشر) تصور سره ډېر نږدېوالې لري. ليكنې Thus Spake Zarathustara

اخځليكونه[سمول]

  1. اردو وېكيپېډيا www.ur.wikipedia.org
  2. اسلام او فلسفه، ليكوال: ملك كريم بخش، شيخ محمد بشير اېنډ سنز، ناشران و تاجران كتب- چوك اردو بازار- لاهور
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118587943  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11917712p — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ RKDartists ID: https://rkd.nl/artists/439285 — subject named as: Friedrich Nietzsche — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6zk5h48 — subject named as: Friedrich Nietzsche — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1481 — subject named as: Friedrich Nietzsche — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ subject named as: Friedrich Nietzsche — IMSLP ID: https://imslp.org/wiki/Category:Nietzsche,_Friedrich — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 International
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Itaú Cultural ID: https://enciclopedia.itaucultural.org.br/pessoa407738/nietzsche — subject named as: Nietzsche — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Itaú Cultural — خپرونکی: Itaú Cultural — ISBN 978-85-7979-060-7
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ NooSFere author ID: https://www.noosfere.org/livres/auteur.asp?numauteur=-47060 — subject named as: Friedrich NIETZSCHE — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/3642 — subject named as: Friedrich Nietzsche — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ BD Gest' author ID: https://www.bedetheque.com/auteur-47423-BD-.html — subject named as: Friedrich Wilhelm Nietzsche — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/nietzsche-friedrich-wilhelm — subject named as: Friedrich Wilhelm Nietzsche — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ subject named as: Friedrich Nietzsche — سرليک: Nietzsche, Friedrich — نشرونه لخوا د: Grove Art Online — https://dx.doi.org/10.1093/GAO/9781884446054.ARTICLE.T062440
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0046051.xml — subject named as: Friedrich Wilhelm Nietzsche — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Diamond Catalogue ID for persons and organisations: https://opac.diamond-ils.org/agent/20010 — subject named as: Friedrich Nietzsche
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/2132 — subject named as: Friedrich Nietzsche
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ subject named as: Friedrich Nietzsche — Musicalics composer ID: https://musicalics.com/de/node/80484
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=43734 — subject named as: Friedrich Nietzsche — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ ۱۸٫۲ BeWeb person ID: https://www.beweb.chiesacattolica.it/persone/persona/1369/ — د نشر نېټه: ۱۴ فبروري ۲۰۲۱
  19. ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ ۱۹٫۲ https://cs.isabart.org/person/15739 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  20. https://libris.kb.se/katalogisering/31fhj7hm1w1m1l6 — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — د خپرولو نیټه: ۲۵ سپټمبر ۲۰۱۲
  21. پیوستون : 118587943  — د نشر نېټه: ۲۴ جون ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  22. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  23. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11917712p — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  24. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/7943267
  25. دوتنه: فرېدرېک وېلهېلم نېتشي — سرليک: Götzen-Dämmerung oder wie man mit dem Hammer philosophirt — ارزښت: Достоевский — единственный психолог, кстати говоря, от которого я многому научился; он принадлежит к прекраснейшим случайностям моей жизни, к лучшим даже, чем, например, открытие Стендаля.
  26. خپرونکی: MetaBrainz Foundation
  27. Wells, John C. 1990. "Nietzsche." Longman Pronunciation Dictionary. Harlow, UK: Longman. کينډۍ:ISBN. p. 478.
  28. Duden – Das Aussprachewörterbuch 7. Berlin: Bibliographisches Institut. 2015. کينډۍ:ISBN. p. 633.
  29. Krech, Eva-Maria; Stock, Eberhard; Hirschfeld, Ursula; Anders, Lutz Christian (2009). Deutsches Aussprachewörterbuch [German Pronunciation Dictionary] (په الماني ژبه کي). Berlin: Walter de Gruyter. د کتاب پاڼي 520, 777. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-11-018202-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Wicks, Robert (2014). Zalta, Edward N. (المحرر). Friedrich Nietzsche (الطبعة Winter 2014). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Kaufmann 1974، ص. 22.
  32. "Friedrich Nietzsche". Human, All Too Human. BBC Documentary. 1999. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۹ – عبر Columbia College. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Brobjer, Thomas H. (2008). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Why Did Nietzsche Receive a Scholarship to Study at Schulpforta?"]. Nietzsche-Studien 30: 322–27. 
  34. Wicks, Robert (2014). Zalta, Edward N. (المحرر). Friedrich Nietzsche (الطبعة Winter 2014). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Krell, David Farrell, and Donald L. Bates. The Good European: Nietzsche's work sites in word and image. University of Chicago Press, 1997.
  36. Cate 2005، ص. 37.
  37. Hollingdale, R. J. (2001). "Nietzsche, Friedrich". Grove Music Online. Oxford: Oxford University Press. DOI:10.1093/gmo/9781561592630.article.19943. ISBN 978-1-56159-263-0.  کينډۍ:Grove Music subscription
  38. "Who knew? Friedrich Nietzsche was also a pretty decent classical composer". Classic FM. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Hayman, Ronald. Nietzsche: A Critical Life, p. 42. Oxford University Press, 1980.
  40. Kohler, Joachim. Nietzsche & Wagner: A Lesson in Subjugation, p. 17. Yale University Press, 1998.
  41. His "valedictorian paper" (Valediktionsarbeit, graduation thesis for Pforta students) was titled "On Theognis of Megara" ("De Theognide Megarensi"); see Anthony K. Jensen, Helmut Heit (eds.), Nietzsche as a Scholar of Antiquity, Bloomsbury Academic, 2014, p. 4.
  42. Higgins, Kathleen (2000). What Nietzsche Really Said. New York: Random House. د کتاب پاڼې 86. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. Schaberg, William (1996). The Nietzsche Canon. University of Chicago Press. د کتاب پاڼې 32. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. Salaquarda, Jörg (1996). "Nietzsche and the Judaeo-Christian tradition". The Cambridge Companion to Nietzsche. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 99. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. Hollingdale 1999، ص. 21.
  46. Nietzsche, Letter to His Sister (1865). د اصلي آرشيف څخه پر 24 نومبر 2012 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. Magnus 1999.
  48. Pence, Charles H. (2011). "Nietzsche's aesthetic critique of Darwin". History and Philosophy of the Life Sciences 33 (2): 165–90. PMID 22288334. https://www.academia.edu/759427. [مړه لينکونه]