فرهاد دريا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
فرهاد دريا

شاليد
زېږون نوم فرهاد دريا
زېږېدنه جون 31, 1341(1341-06-31)
کابل, افغانستان
دندې سندرغاړی
د موسيقۍ آلات تبله, باجه
د فعاليت کالونه 2004– تر اوسه

فرهاد دريا (۳۱ د وږي 1341 ل. - ) (په انگرېزي: Farhad Darya) يو افغان سندرغاړی او کمپوزر دی. نوموړی د افغانستان، پاکستان، ايران او تاجيکستان تر څنگ په ازبکستان کې هم گڼ شمېر مينه وال لري. په تېرو څو کالونو کې يې د يو شمېر سندرو او سندريزو البومونو ډېر تود هرکلی شوی.

مخينه

فرهاد دريا د كابل د گذرگاه په سيمه کې زېږېدلی. دريا د افغانستان له يوې نوموتې او لرغونې كورنۍ څخه سر راپورته كړی، نيكه يې شېر محمد خان ناشر د اوسمهالي كندوز له لومړنيو سوداگرو، خدمتکارانوڅخه ياديږي؛ چې په كندوز او په ټوليز ډول د افغانستان شمالي سيمو ته يې د صنعت او كرنې په برخه كې بې بريده چوپړ کړی. د افغانستان خلك يې د ادبي او پېښليكي ( تاريخي) كتابونو دخپراوي له امله " ناشر" بولي. دريا اوولس كاله ماشومتوب او زلميتوب د لرغوني كندز د" شبنم" او " شبدر" ترڅنگ تېر كړ.

هنري ژوند

فرهاد په كندز كې د " نيستان" په نوم د سندربولو ملگرو يوه ډله جوړوي او وروسته د كابل ښار حبيبيې لېسې ته ځي. فرهاد تر فراغت وروسته خپل غږ او سندريزه لېوالتيا د كابل پلتخنيك ته لېږدوي او نور نو د سندريز بڼ يو مست او توتي گرځي. په 1362ل كال كې د فرهاد دريا تر مشرتابه لاندې د " باران" مشهوره ډله ، اركستر بنسټ مومي او ډېر ژر د افغانانو كورونو ته لار مومي او د راډيو ټلويزيون د يوې ځوانې نوموتې هنري ډلې په توگه سر رااوچتوي . همدغه وخت دى، چې د افغانستان خلك د يوه شل كلن زلمي له سندرو او مستو ترانو سره اشنا شو. يو داسې سندرغاړى، چې هم غږ جوړوي ، هم سندره لولي ، هم نوې يا مډرنې موسيقۍ ته غاړه وركوي او هم كلاسيكې او ولسي موسيقۍ ته کار کوي. يانې د نوې او كلاسيكې موسيقۍ ترمنځ يې د خوند او اغيز واټن نه كميږي . فرهاددريا له ځان او تر ځانه درياب دى، او دنورو هنرمندانو د هنري چوپړ چارو لپاره بيا د ورېځ مستعار نوم ټاكي .

زده کړې

د 1358 ل كال د سره بهير له پيل سره جوخت د فرهاد كورنۍ هم كابل ته کډه شوه او دريا تر 1369ل كال پورې د هېواد ترڅنگ پاتې كيږي . په خپلو زرغونو او ژونديو سندرو سره د خپلواكۍ ياد او فرياد كوي. سندرې يې كه هرڅو خپرېږي په همغه كچ يې د ملت او دريا غږ شور او ځوږ مومي. په 1366 ل كال فرهاد دكابل د ادبياتو پوهنځی پاى ته رسوي او تريوه كاله د كابل پوهنتون د ښكلو هنرونو په پوهنځي كې د كلاسيكې موسيقۍ تيوري لولي. د 1369 ل كال په مني كې له سندرو سره يوځاى پراگ ، چكوسلواكيا ته ځي او له هغه ځايه بيا د كډوالۍ لومړني كورهامبورگ ، جرمني ته كډه كوي او دغه ښار خپل دويم كور گڼي. پاريس يې مينې ته بولي د فرهاددريا له خولې ، او په 1375ل كال له سلطانې دريا سره واده کوي او ورڅخه د هجران په نوم ېې يوزوی دی. فرهاد دريا د زوی د نوم په هکله داسې څرگندوي ٫٫ دغه نوم له دې امله غوره كيږي، چې دغه كوچنى كډوال پر دې وپوهيږي، چې له دې ځايه ډېره لرې يوه بله ځمكه هم شته او هغه ځمكه دده اصلي ټاټوبى دى٬٬. په 1374 ل كال فرهاددريا امريكا ته كډوال كيږي او تر ننه هم هملته د سندرو او ملي ترانو بنډارونه جوړوي .

په افغانستان کې د سندرو ټولگې

دريا له 1359ل كال څخه تر 1369 ل كال پورې په افغانستان كې د سندرو 15 البومونه خپروي او ترهغې وروسته تر 1380 ل كال پورې په بهرنيو هېوادونو كې د خپلو مينه والو لپاره 13 البومونه چمتو کړي او لا ېې بهير روان دی .

ترسره کړي کنسرټونه

فرهاد دريا په برېتانيا، فرانسې، هالنډ، سويډن، ډنمارك، سويس، اسټراليا، امريكا، المان، كاناډا او نورو هېوادونو كې د كنسرټونو له لارې د افغانستان د فرهنگ او موسيقۍ په شهرت او خونديتوب كې له بريده ډېره هڅه كړېده. د " دريا" غږ د افغانستان د يووالي او يوځايتوب غږ بلل كيږي او ټول قامونه يې له خپلو حنجرو نه راوتلى غږ انگيري . فرهاد دريا، چې اوس د سندرو او موسيقۍ په برخه كې د يوه ځانگړي ځېل څښتن بلل كيږي ، محمد قاسم استادقاسم، استاد سراهنگ او استاد اولمير خپل په هنري ژوند کې ېې اغېزې داسې وينېي چې له ډېرې مينې څخه ورته خپل ښوونكي وايي او د احمدظاهر او نورو سندرغاړو له الهامي اغيزو څخه يادونه كوي . فرهاددريا، ظاهر هويدا يو داسې كس بولي، چې د هنري ودې لپاره يې له هڅو او هلوځلو سپما نده كړې او دده په هڅونه کې ېې لېوالتيا ښوولې. فرهاد دريا په دې وروستيو كې پتېيلې ده، چې د پښتو ژبې پر نوې موسيقۍ كار وكړي ، ولسي سندرې" بابولالې، لښته د چندڼو او..... سره راغونډې كړې او د ولسي اونوې مډرنې موسيقۍ په ملتيا ېې څو ښكلي پښتو سندريزې ټولگې خپرې كړي . دريا دپښتو ژبې د نوې موسيقۍ لپاره د پيرمحمدكاروان، دروېش دراني، عبدالباري جهاني، رحمت شاه سايل، مصطفى سالك، عبدالغفور لېوال او نورو نوښتگرونويو شاعرانو شعرونه راټول كړي او غواړي د سندروپه ښكلي چاپېريال کې دا مډرن پير لا پسې گړندی کړي او ښکلې ټولگې راوباسي. فرهاد دريا څو څو ځله د كال د غوره سندرغاړي پّ توگه نازول شوی . په پيل كې د 1369ل كال په مني كې په افغانستان کې د ملي ټلويزيون له ليارې د کال د غوره سندرعاړي په توگه ونومول شو او همدا رنگه په دې وروستيو كې د 1380 ل كال په اوړي كې په ډنمارك كې د غوره سندرغاړي په توگه د افغاني ټولنو لخوا ستيانليک ورکړ شو .

په مرستندويو ټولنو کې د دريا ونډه

دريا تېر په ۲۰۰۴ م زېږيز كال كابل ته سر د يوه لوی کنسرټ په جوړولو کې ورښکاره کړ او د خپلو زرگونو مينه والو زړونه ېې خوښ كړل. ددې تر څنگ ېې د (کوچه ) په نوم د کوڅې بې وزلو ماشومانو لپاره ېې د بهرنيو ملاتړو هېوادوالو او موسسو له ليارې د مرستې يو بهير پيل کړ ، همدا رنگه ېې د آشيانه په نوم چې د يوه ايرانۍ مطبوعاتي مرستندويې ټولنې بنسټ په کابل کې کېښود ورسره غړيتوب ترلاسه کړ. يومرستون ېې هم جوړ کړی چې د بې کورو او بې وزلو کونډوسره خپل په مټ د بانکي گڼونونو جوړولو پر بنسټ په مياشت کې يو وار مالي مرسته کوي او د مرستې بهير ېې روان دی . ددې تر څنگ فرهاد دريا د ملگرو ملتونو په چاپېريال کې يوې جرمن مېشتې مرستندويې ټولنې کې کار کوي او د هغوی او د اوسيني حکومت لخوا په گ‌ډه د افغانستان د سولې د سفير په توگه په ستاينليک هم نازول شوی .

سرچينې

.

باندنۍ تړنې