فخر الدين رازي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
 دا ليکنه نابشپړه ده، تاسې ددې ليکنې په بشپړولو کې د ويکيپېډيا سره مرسته کولای شئ.
امام فخر الدين رازي

د رازي نوم محمد کنيت ابو عبدالله او ابو الفضل، لقب يې فخر الدين ؤ، د نسب لړۍ يې پدې ډول ده: ابو عبدالله محمد بن عمر بن الحسين.

مخينه

رازي په ۵۴۴ هجري سپوږميز کال چې له ۱۱۵۰زېږيز کال سره سمون خوري په (رى) يا ننني هرات کې زېږېدلې دى. ځينې تاريخپوهان يې زوکړه د روژې په ۲۵مه ۵۴۳هـ س کال بولي. د پلار نوم يې عمر ابو القاسم او په ضياء الدين سره ملقب ؤ، دې د خپل وخت لوى صوفي، ويناوال، متکلم او محدثتوب سره سره يو ستر اديب هم ؤ. ده په خپله سيمه هرات) کې وعظ او نصيحت جاري وساتل. نو پدې ډول د خلکو لخوا په شېخ الاسلام او د (رى په خطيب) هم ونومول شو. او دده زوى (فخرالدين رازي) هم د خلکو لخوا د (ابن خطيب) د خطيب د زوى په نامه يادېده.

زده کړې

امام فخر الدين رازي لومړنۍ زده کړې له خپل پلار څخه د علم کلام او فقهې په څانگو کې پيل کړې، د پلار له مړينې څخه وروسته يې فلسفه او نور فقهي زده کړې له ممجدد الدين الجليلي او الکمال المسناني څخه ترلاسه کړې، کله چې د د زده کړو لړۍ پاى ته ورسېده، نو مخ په خوارز روان شو، هورې يې له معتزله و سره په مناظرو اخته شو. معتزليانو دې حده پورې تنگ کړ، چې اخر ملک پرېښودو ته اړ شو. کله چې ماورالنهر ت ورسېد. هورې هم په ارام کېنناست، او له هغه ځايه په گډه کولو يې د غزني له واکمن سره اړيکې ټينگې کړې.

په غزني کې يې ښه قدر او عزت وشو. د غزني واکمن ښۀ ونازاوه. ډالۍ، انعامونه يې ښۀ وربار کړه.

د خوارزمي واکمنو چې دده څومره قدر او عزت وکړ، نو د هغې له وجې يې د ځونۍ غربت وهلى وخت له ياده ووتو. د رازي په ځوانۍ کې دا حال ؤ،، چې يو وخت ناروغ شو، اودومره وس يې نه درلوده چې خپله درملنه وکړي، نو خپلو خپلوانو يې چنده راټوله کړه، ترڅو دده درملنه وکړي. غوري واکمن په خپل دربار کې يوه مدرسه جوړه کړې وه، چې له لېري څخه به خلک راتلل، او امام رازي به ورته دپوهې او حکمت درس ورکاوه.

د امام رازي ناروغي او مړينه

د امام رازي په اړه د نورو پوهانو ويناوې

ليکلي اثار

د امام فخر الرازی څخه ډیر آثار ذکر شوی دی چه مهمترین د هغو لاندی ذکر کوم .

  1. تفسیر قرآن کریم چه په تفسیر کبیر سره مشهور دی او هغه پخبله دی تفسیر ته د ( مفاتیح الغیب ) نوم ورکړی دی
  2. بل تفسیر د قرآن چه په تفسیر صغیر باندی مشهور دی
  3. د سوره فاتحه په تفسیر کښی یی یو کتاب لیکلی دی چه په یو جلد کښی دی او ابن القفطی فرمای چه د سوره فاتحه په تفسیر کښی یی د دولسو جلدو یو کتاب په میده خط سره لیکلی دی
  4. المطالب العالیة په علم کلام کښی
  5. نهاية‌ العقول‌
  6. کتاب‌ الاربعين‌ في‌ اصول‌ الدين‌
  7. المحصل‌
  8. البيان‌ و البرهان‌ في‌ الردعلي‌ اهل‌ الزيغ‌ و الطغيان‌
  9. المباحث‌ العمادية‌
  10. تحصيل‌ الحق‌
  11. تهذيب‌ الدلائل‌
  12. عيون‌ المسائل‌
  13. ارشاد النظار الي‌ لطايف‌ الاسرار
  14. أجوبة‌ المسائل‌ البخارية‌
  15. المعالم‌ در کلام‌
  16. المحصول‌ در اصول‌ فقه‌

او داسی یی نور هم الحمدالله ډیر کتابونه لیکلی دی .

رنځپوهنه

فلسفه

علم کلام

فقه

تړلي لړليکونه

د مسلمانو فېلسوفانو په اړه دا هم وگورئ

اخځليکونه