فارابي

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
د ختيځ فيلسوف
منځنی پېر
Farabi.gif
نوم: ابو نصر محمد بن محمد بن اوزلق (فارابي)
زېږېدنه: ۸۷۰ ز.پ / ۲۵۹ ه.پ
مړينه: ۹۵۰ ز.پ / ۳۳۹ ه.پ
ښوونځی/دود: د اسلامي نوی-افلاطونيت پلار؛ چې وروسته يې د فارابي مکتب پرانيسته[1]
اهمې لېوالتياوې: Metaphysics، منطق، موسيقي، سياسي فلسفه، طب، Epistemology، ساينس. اخلاق، تصوف
د ياد وړ کارونه: Purposes of Metaphysics of Aristotle[2], Fosus Al-Hekam, Kitab Mabda’ ara’ ahl Al-Madina Al-Fadhila, Counting the knowledge(Ehsa Al-Ulum), The Great musics(Al-Musiqi Al-Kabir)[3]
اغېزمن شوی له: ارسطو, افلاطون, Porphyry, Ptolemy,[citation needed], الکندي
اغېزمن کړي: ابن سينا بلخي, Yahya ibn Adi, Abu Sulayman Sijistani, شهاب الدين سهروردي, ابن باجه, Mulla Sadra[3] الاميري او ابو Hayyan التوحيدي

د فارابي بشپړ نوم ابو نصر محمد بن محمد بن اوزلق فارابي دى، پلاريې محمد اوزلق بن ترخان د پوځ سپه سالار ؤ. د اټكل له مخې په ۸۷۰زېږيز كال چې له ۲۵۹هجري سره سمون خوري د نني افغانستان د فارياب ولايت په وسېج نومي كلي كې زېږېدلې دى. فارابي د خپل عمر په ۸۰يم كال د ۳۳۹هجري كال (۹۵۰ز) د نننۍ سوريي په پلازمېنه دمشق كې په حق ورسېد او هورې خاورو ته وسپارل شو.

د ژوند لومړې پړاو

فارابي د ژوند په لومړۍ لسيزه كې د خپل پلار سره چې د پوځ سرلښكر ؤ د بغداد په لور چې په هغه وخت كې د پوهې او تمدن كور ؤ وخوځېد. هورې يې د وخت له نامتو ښوونكو څخه ادبي، مطقي، فلسفي، اورياضي علوم ترلاسه كړل. له بغداد څخه د حلب امير سيف الدوله په دربار كې د سلاكار په توګه پاتې شو، د سېف الدوله ستاېنه يې په خپلو شعرونو كې كړې، د نوموړي امير له مړيني څخه وروسته د دمشق په لور وخوځېد او ترمرګه هملته پاتې شو.

اخلاق او ژوند

فارابي د سپېڅلي نفس خاوند ؤ، له دونيادارۍ څخه به يې ځان لرې ساته، په لږ څه به يې بسيا كوله، ساده ژوند يې خوخاوه، د ورځيني خرڅ يې دا حال ؤ چې د امير سېف الدوله له اړخه چې ورته كومې اسانتاوې برابرې شوې وي، له څلورو درهمه سپين زرو څخه پرته هېڅ هم نه اخيستل. د ورځې به د د مشق دښار په بڼونو كې د يخو چينو او سيورو لاندې له خپلو زده كوونكو او ملګرو سره وخت تېراوه، په ژوند كې دومره اقتصادي ؤ چې د شپې له مخې به يې د ساتونكو د څراغونو ته شپه تېروله او خپل ليكل به يې كول. د ژود تر آخره نه د كوم كور خاوند شو نه د د مال او دارايۍ، چې دا يې د فقيرانه او ملنګۍ يوه ښكاره ثبوت دى.

خوراك

د حكيم فارابي د ژوند په څېر د هغه خوراك هم ساده مګر رنګين ؤ. په خوراك كې به يې تل د (حملان) د زړونو او ځيګر خوروا خوړله، او د رېحان شراب به يې څښل.

زده كړه

فارابي له كندي څخه وروسته د اسلامي نړۍ لوى فلسفي پېژندل كېږي. فارابي د عباسي لـښكرو سره بغداد ته په رسېدو سره دعربي ژبې زړه كړې ته ملا وتړلهو د عربي ژبې له زړه كړې څخه وروسته يې له رنځپوهوه ابو البشر متى بن يونس څخه مطق زده كړ. په ځانګړي ډول: ۱- اېساغوجي، ۲- قاطيغورياس (المقولات او ۳- پارمېنياس (العباره) يې له روبېل څخه زده كړل. همدارنګه يې د قياس په نامه كتاب له ابن يحيى المروزي څخه زده كړ. دا ټول ذكر شوي كتابونه د ارستو ليكنې وى. نحو يې له ابي بكر بن سراج څخه زده كړه. دارنګه يې په رياضي او طبي علومو كې لوړو پوړيو ته ځان ورساوه. استاتاليسي فلسفه يې په بغداد كې زده كړه ، د خپلې ژورې مينې له مخې يې د (ډي اينيما) كتاب دوه سوه ځلې، او د (طبيعيات) كتاب څلوېښت ځلې لوستلې مګر د فارابي زياته مينه له منطق سره وه، نو ځكه خو په (المعلم الثاني) يانې دوهم ښوونكي باندې ونومول شو. د منطق لومړنې ښوونكې ارستو دى، فارابي د هغه كتابونه تشريح كړل، نو ځكه په دوهم ښوونكي سره ونومول شو. د فارابي زياتره ليكنې منطقي دي، دې د خپل يون په كړۍ كې مصر ته هم ورسېد. هورې له يو څه خت پاتې كېدو څخه وروسته دمشق ته ولاړ، او د ژوند ترپايه هملته پاتې شو.

پوهنيزه مصروفيتونه

فارابي د ارستو منطقي ليكنو ارګانين) باندې لمنليكونه پېل كړل. دا ليكنې د لومړي ل لپاره له يوناني څخه عربي ژبې ته د فارابي په واسطه وژباړل شوې. چې ورسوته د وخت په تېرېدو سره نورو اروپايي او لويديځو ژبو ته وژباړل شول. و د وخت په تېرېدو سره نورو پوهانو او فلسفيانو د فارابي لار خپله كړه او د ارستو منطقي ليكنې يې اروپايي پخوانيو او اوسنيو ژبو ته وژباړلې.

د فارابي ليكلي اثار

  1. كټګوريانې: (المقولات) – The Categories
  2. د تفسير فن (فن التفسير) – The Hermeneutiea
  3. لومړې تحليل (القياس) – The Asalytica Prior
  4. دوهم تحليل (البرهان) – The Analytica Posteriora
  5. جدل The Topica
  6. بلاغت او فصاحت (البلاغه) The Rhetoric
  7. تېر ايستنه، غولونه (سوفسطه) The Sophistrica Elinnhchi
  8. شعر The Poetic
  9. فارفوريوس (د اېساغوجي سريزه)

لكه څرنګه چې مو يادونه وكړه چې د فارابي اصل كار د منطق تشريخ كول ؤ ، خو سره لدې يې هم په نورو علومو كې ليكنې كړي، لكه په سياسيت كې يې د افلاطون د قوانينو لنډيز جوړ كړى، په اخلاقو كې يې د ارستو (نقوما) شرحه ليكلې ده. دارنګه يې په طبعي علومو كې ليكنې كړي چې په لاندې ډول دي:

  1. طبيعيات،
  2. كتاب السماء العلم
  3. التوليد و الفساد
  4. علم جو
  5. علم النفس
  6. الحس و المحسوس
  7. كتاب النبات
  8. الحيوان

له دې وروسته يې درې نور كتابونه وليكل چې هغه

اخځليكونه

  • فلسفه، ليكوال: محمد نادر ايوبي (كندهارې)، ۱۴۲۶هجري لمريز كال، صحاف نشراتي مؤسسه- كوټه
  • تاریخ علوم عقلی درتمدن اسلامی، جلد اول، ص ۱۸۲
  • اسلام اور فلسفه، ليكوال: كريم بخش، شيخ محمد بشير او زامن- اردو بازار لاهور.
  • د مصري فلسفي ښ.ډ. محمد احمد جاد درسي ليكچرونه، د فلسفې او عقيدې څانګه- نړېوال اسلامي پوهنتون- اسلام اباد
  • دانشنامهٔ رشد
  • تاريخ نظريات فلسفي، ليكوال پوهنمل بصير كامجو، بنشګاه انتشارات ميوند، كابل- افغانستان
  1. Dimitri Gutas, "Farabi" in Encyclopædia Iranica, Online Edition 2005-2007; accessed March 1, 2007.
  2. د ابن سينا ژوندليک
  3. د درک ستونزه: Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named Henry_Corbin