غوټۍ خاورې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
غوټۍ خاورې

غوټۍ خاورې د افغانستان يوه پښتنه لیکواله او څېړونکې ده . مېرمن خاورې په کال ۱۳۴۰م لمریز کال د کب په میاشت کې د ننگرهار د روداتو په ولسوالۍ کې زېږېدلې . آغلې غوټۍ خاورې د ښاغلی شاه ولي خان خاورې لور او د حاجي عبدالغفران خان لمسۍ ده چې په خټه علي محمد خېل دي .

مخينه

مېرمن خاورې د ننگرهار د روداد ولسوالۍ په يوې روڼ اندې کورنۍ کې زېږېدلې وه . دې آغلې خپلې زده کړې په کابل کې ترسره کړي او د وخت په رسنیو کې د خبريالې او څېړونکې په توگه کار کړی . همدارنگه شاعري هم کوي .

زده کړې

خپلې لومړنۍ او د لېسې زده کړې یې د رابعې بلخي په لېسې کې پای ته رسولي . وروسته د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو له پوهنځي څخه د پښتو ادبياتو له څانگې د لسانس بری لیک اخیستی او بيا يې خپله ماسټري هم ترسره کړې .

دندې

د آغلې دندې له ۱۳۶۳م لمریز څخه د زېري جریدې مرستيالې مسولې په توگه پیل شوي او بيا د علومو اکاډمۍ د فلکلور او گړنيزو ادبياتو د ديپارټمنټ غړې شوه . په ۱۳۶۵م لمریز کې د همدې ډيپارټمنټ پازواله شوه چې وروسته بيا د کابل مجلې چلوونکې ، د باختر آژانس د پښتو څانگې د رسنیو کارکوونکې او غړې هم وه .

علمي چارې

غوټۍ خاورې د ۱۳۶۰ م لمريز کال راهیسې علمي او څېړنيزه لیکنې کوي چې ډېر شمېر علمي او څېړنيزې لیکنې یې د هېواد په بېلابېلو خپرونو کې خپرې شوي . د آغلې راټول شوي او چاپ شوي نښېرونه پدې توگه دي ː

چاپ شوي نښېرونه

  1. د پښتو شفاهي ادبيات ـ بڼه او مضمون چاپکال ۱۳۶۶م لمریز
  2. د پښتني فولکلور جامع کتابښود چاپکال
  3. د ننگرهار نکلونه چاپکال
  4. پښتو لنډۍ د يوې تحقیقي مقدمې سره چاپکال
  5. په پښتو شفاهي ادبياتو د ښځې ټولنیز دريځ انعکاس چاپکال
  6. کجاوې د لڼدو کیسو ټولگه چاپکال

ناچاپ شوي نښېرونه

  1. د ننگرهار نکلونه دويم ټوک