غلام فاروق وردگ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
دوتنه:Farooq Wardag.jpg
غلام فاروق وردگ

غلام فاروق وردگ، د افغانستان داسلامي جمهوریت دپوهنې وزیر، په ۱۳۳۸ هجري لمریز کال کې دمیدان وردگو ولایت دسیدآباد په ولسوالۍ کې زیږیدلی.

زده کړې او دندې[سمول]

فاروق وردگ خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې په خپله سیمه کې ترسره اولیسه یې په کابل کې پای ته ورسوله.

فاروق وردگ په ۱۳۶۱ هجري لمریز کال کې دپاکستان دپنجاب پوهنتون دفارمسي په پوهنځي کې شامل او په ۱۳۶۵ هجري لمریز کال کې له دغه پوهنتون څخه فارغ شو.[۱] له ۱۳۶۵ هجري لمریز کال څخه تر ۱۳۷۰ هجري لمریز کال پورې یې په پیښور کې دافغانستان لپاره دسویډن په کمیټه کې کار وکړ.

وردگ، په داسې حال کې چې له ۱۳۷۵ هجري لمریز کال څخه تر ۱۳۸۰ هجري لمریز کال پورې دملگرو ملتونو په پراختیایي پروگرام کې په کار بوخت وو، په پیښور کې دپریستون له پوهنتون څخه دادارې په برخه کې یې دماسترۍ سند ترلاسه کړ.

دندې[سمول]

ښاغلی فاروق وردگ د۱۳۸۲ هجري لمریز کال دحوت په میاشت کې دافغانستان دانتقالي اسلامي دولت دریس لخوا دانتخاباتو دتنظیم دگډ دفتر ددارالانشا دریس په توگه وټاکل شو او بیا په ۱۳۸۳ هجري لمریز کال ددلوې په میاشت کې دوزیرانو شورا ددارالانشا او دچارو دادارې دلوی ریس په توگه په دنده وگمارل شو.[۲]

نوموړي پر دغې دندې سربېره دسیمه یز امن دجرگې ددارالانشا دریاست چارې هم پرمخ بیولې.

فاروق وردگ د۱۳۸۷ هجري لمریز کال دمیزان په میاشت کې دافغانستان داسلامي جمهوریت دجمهورریس لخوا دپوهنې دوزیر په توگه ولسي جرگې ته دباور درایو دترلاسه کولو په خاطر ور وپیژندل شو چې په ولسي جرگه کې دخلکو داستازو لخوا دباور رایو له ترلاسه کولو وروسته تر دې مهاله دپوهنې دوزیر په توگه دنده ترسره کوي.[۳]

ښاغلی وردگ په پښتو،دري، اردو او انگلیسي ژبو تسلط لري.


سرچينې[سمول]

  1. "آرشیف کاپي". د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ جولای ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اگسټ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "آرشیف کاپي" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اگسټ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "آرشیف کاپي". د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ مارچ ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اگسټ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)