غلام محمد نيازی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

غلام محمد نيازی په افغانستان کې د اسلامي نهضت بنسټگر او انقلابي شخصيت په نامه پېژندل کېږي. هغه په مصر کې زده کړې کړي وې او بيا د کابل پوهنتون د شريعياتو په پوهنځي کې استاد شو . څه موده وروسته د شرعياتو پوهنځي رييس وټاکل شو. وروسته بيا د کمونستي رژبم له لورې ووژل شو.

مخينه

پروفيسر غلام محمد نيازی په ۱۳۱۱ کې د افغانستان د غزني ولايت د اندړ د ولسوالۍ د رحيم خېلو په کلي کې زېږېدلی ؤ.

زده کړې

لومړنۍ زده کړې يې د علي هجوري په ښوونځی کې په اوچتو نمبرو سرته رسولی. د متوسطه او عالي زده کړو لپاره کابل ته تللی او د امام ابو حنيفه په معهد کې يې زده کړې تر سره کړي. پروفيسر نيازی له دغه معهد څخه په ممتاز تقدير فارغ شوی. د ده لياقت او پوهې د مصر د ازهر پوهنتون کې د زده کړو فرصت ورپه برخه کړ. نيازی د افغانستان د حکومت له لورې په ۱۹۵۰ز کال کې د لوړو زده کړو لپاره د ازهر پوهنتون د اصول الدين پوهنځي ته واستول شو، چې دغه پوهنتون د اسلامي نړۍ د فقهاو او ديني علم مرجع بلل کيږي. هغه په ازهر کې د حديثو څانگه کې د ماسترۍ تر کچې زده کړې کړي او په کال ۱۹۵۷م کې بېرته کابل ته راگرځېدلی دی.

دندې

له مصر څخه له راگرځېدو سره د کابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځي کې استاد ټاکل شوی دی. وروسته د ياد پوهنتون د شرعياتو پوهنځي رييس هم ټاکل شوی. د فکري کشمکشونو له امله څو وارې د پوهنځي له رياست نه لرې شوی او بېرته رييس ټاکل شوی دی.

د اسلامي نهضت بنسټ اېښودنه

نیازی يوازې علمي څېره نه وه. هغه په مصر کې د اخوان المسلمين له فکر نه متاثر شوی و او غوښتل يې افغانستان کې هم دغسې اسلامي حرکت پيل کړي. استاد برهان الدين رباني ليکي چې ده په ۱۳۳۶ز کال کې په افغانستان کې له نورو فکري ملگرو سره اسلامي نهضت تاسيس کړ. خو حکمتيار او د دغه نهضت ځوانان بیا په دې باور دي چې د نهضت بنسټگر، غلام محمد نيازی نه، عبد الرحيم نيازی و، چې د استاد نیازي له شاگردانو شمېرل کېده. مگر د نهضت مشران دغه نظر ردوي. انجنير احمد شاه احمدزی چې د غلام محمد نيازي او عبد الرحيم نيازي له نږدې کسانو و او د عبد الرحيم د مرض پر مهال يې هند ته وړی و، له ژمن سره په مرکه کې ويلي دي چې عبد الرحيم نیازی په دې باور و چې دغه نهضت د غلام محمد نیازي له برکته تاسيس شوی دی.

مړينه

محمد عظيم نيازی د استاذ غلام محمد نيازي زوی وايي: ۱۹۷۴ز کې د پنجشنبې ورځ وه، د شپې نهه بجې پوليسان زمونږ کورته چې خيرخانه کې و، راغلل او ويې ويل چې له استاذ سره مو لږ کار دي، له څو پوښتنو وروسته به يې بېرته کورته راولو، خو داسې ونه شول، استاذ نيازی د درې کالو لپاره په يوه انفرادي کوټه کې بندي و، درې کاله وروسته يې له دې کوټې ووېست او استاذ نيازی يې په ابدي حبس محکوم کړ، تر هغې چې د ترکي حکومت رامنځ ته شو، کله چې د نور ترکي کودتا وشوه، له هغې وروسته مو له پلار سره اړيکې وشلېدې بيا نو پوه نه شو چې ژوندی دی او که د الهي رحمت لور ته منتقل شوی.

سرچينې