غلام محمد مخلص شينواری

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

قاضي غلام محمد مخلص د ملا سيد احمد شاه زوى په قوم شينوارى او د ننگرهار ولايت د هسکې مينې (ده بالا) د ولسوالۍ د شپولې د قريې د لکړۍ د کلى اوسيدونکې وو. محترم قاضي صاحب په ١٣۱۰ لمريز کال کې پخپل کلې لکړۍ کې په يو ډيره دينداره او متدينه کورنۍ کې دنيا ته سترگې غړولى دي.

ښوونه او روزنه

څرنگه چې د قاضي صاحب والدين په داسي وخت کې وفات شو چې دې د درى يا څلورو کالو په عمر کې وو نو د ده مشر ورور ملا مغفور شاه (مرحوم) او قاضي سيف الرحمن يوسفزى (مرحوم) چه د ده اوښى او استاذ هم وو د ده په روزلو کې ډيرى هلې ځلې کړي دي. ابتدايه تعليم يې د خپل کلى په مکتب کې سرته رسولې. قاضي صاحب د وړکتوب نه ډير ذهين او ذكي وو نو په اوله نمره د مکتب څخه فارغ شو. او بيا يې د مرحوم قاضي سيف الرحمن سره د نحو، صرف، فقه او نظم ځيني کتابونه په خصوصي توگه ولوستل. د دې نه وروسته د هډى په مشهور دارالعلوم (نجم المدارس) کې خپل تحصيلات بشپړ او پاي ته ورسول او په اوله نمره او اعلى درجه د ددغې مدرسى څخه فارغ شو.

رسمي دندې

د فراغت څخه وروسته لومړى د کوز کونړ د (سيد جمال الدين افغاني) په عالي ليسه کې او بيا د شينوارو د کوټ د سيد احمد خيلو په ښوونځى کې د ښوونکې په حيث وظيفه اجراء کړى ده. بيا د قاضي په حيث د کندوز په ولايت کې د امام صاحب په ولسوالۍ کې او د هرات په ولایت کی او د وردگو په ولايت د چک په ولسوالۍ کې او د مزار شريف د شولگرې په ولسوالې کې او د لغمان د ولايت په مرکز کې د قضاء دنده پر مخ بيولې ده.

هجرت او جهاد

کله چې د کافر لعين ترکي او امين له خوا په افغانستان کې د کمونيستي نظام دور راغى نو په هيواد کې د مسلمانانو ژوند او خصوصا د ديني علماؤ ژوند خورا تريخ شو ځکه چې ترکي او امين د مسلمانانو د علماؤ په وژلو لاس پورې کړ او د افغانستان ډير لوى لوى عالمان او فاضلان يې شهيدان کړل. کله چې ببرک کافر د روسانو په مټ او مرسته په افغانستان کې قدرت ته ورسيد او د روسانو سرو لښکرو د افغانستان په پاکه خاوره قدم کيښود، نو ټولو مسلمانانو ته جوته شوه چې اوس په افغانستان کې ژوند کول د روسانو د اسارت لاندې خورا مشکل دي ځکه چې روسان د اسلام د محوه کولو لپاره راغلى دى او همدارنگه يې په افغانستان کې د بمونو او هوايې بمباريو په ذريعه قتل عام شروع کړ نو په همدې ملحوظ د افغانستان مسلمانانو ځيني هيوادنو ته هجرت غوره کړ خصوصا پاکستان ته چې گاونډي اسلامي مملکت دي د افغانستان زياته برخه هيوادوال مهاجر شول په همدې ډله کې قاضي صاحب هم په ١٣٥٨ لمريز کال کې هجرت وکړ. د هجرت نه وروسته د مهاجرينو په يو مدرسه کې چې د (مدرسة الهجرة و الجهاد) په نامه وه د مدرس په حيث مقرر شو او د قرآن کريم تفسير، اصول تفسير، حديث، اصول حديث، علم عقايد، فقه، اصول فقه، اسلامي تاريخ او منطق کتابونو تدريس ورپه غاړه شو. او په ډيره مينه او اسلامى جذبى سره يې خپل افغاني بچيان وروزل. د تدريس تر څنگ به کله ناکله د جهاد گرمو سنگرونو ته هم تللو او خصوصا د رخصتيو په موسم کې به د هميش لپاره د جهاد په سنگرونو کې پروت وو، جهادي سفرونه يې اکثرا د مرحوم مولوي صاحب محمد يونس خالص سره يو ځاي وو. چې زيات جهاد يې په ننگرهار، خوست، پکتيا او پکتيکا کې کړى دى. پټه دی پاتی نه وی چی د حزب اسلامی امیر (حکمتیار) او د دی په څیر نورو جهادی مشرانو سره د نیکو مشورو په ورکولو کی هم ونډه اخیستی وه.

اصلاحي کارنامي او امر بالمعروف او نهي عن المنکر

قاضي صاحب د جهاد تر څنگ د دعوت سنگر هم گرم ساتلى وو او د يو نيورسټي ټاون پشاور د گول جامع مسجد يې کوم کې چې ده تقريبا ٢٥ کاله خطابت وکړ خپل د دعوت مرکز گرځولې وو. تل به يې په خپلو موعظو او خوږه مؤثره ژبه خلکو ته نصيحتونه کول او سمى لارى ته به يې رابلل او بي لارى کسان به يې د شريعت له حکم سره سم تنبيه کول او همدارنگه به چې کله جهاد ته لاړ نو مجاهدينو او قومندانانو ته به يې هم نصيحتونه کول او سوچه سپيڅلى جهاد طرف ته به يې خلک دعوت کول او د بدو او مفاسدو په مخنيوي کې د هيچا د ملامتيا څخه نه ډاريده. او هميشه به يې د نبي عليه السلام پدې حديث عمل کاوه: (افضل الجهاد کلمة حق عند سلطان جائر) د هر ظالم په مقابل کې به يې تل د حق کلمه او وينا کوله او مظلومانو سره به يې تل همدردي او مرسته او مينه کوله. قاضي صاحب بهترين داعي او ښه مجاهد وو، د همدې دعوت او تدريس په نتيجه کې يې په زرهاؤ شاگردان روزلي دي. همدارنگه کله چې افغانستان ازاد شو او قدرت مجاهدينو ته انتقال شو، په هيواد کې خپل مينځي جنگونو زور واخيست چې له امله يې د کابل ښکلې ښار په کنډوالو بدل شو. محترم قاضي صاحب د خپلې ايماني وجيبي په اساس د اتحاد علماي افغانستان د ريس مولوي عبد الله ذاکري په مشرۍ د سولي وفد کې گډون وکړ او څو ځلې يې د جهادي مشرانو ترمينځ د جوړ جاړي کوشش وکړ او څو ځلې يې د کابل سفرونه وکړل.

د هجرت په ديار کې دندې

د الهجرة والجهاد په مدرسه کې د مدرس په حيث وظيفه او همدارنگه د خپلو افغاني يتميو ماشومانو سرپرستي د څمکنو (دارالايتام) مدير او د مجاهدينو د عبوري حکومت داخله وزارت کې مدير د تفتيش او په يو نيورسټي ټاون گول جامع مسجد کې خطابت او په الوکالة الاسلامية الاغاثة (اسرا) په دفتر کې خدمت او د لجنة البر په معهد کې تدريس. قاضي صاحب خپلي ټولې دندې په ډير ديانت او اخلاص او صداقت سره سرته رسولى دي.

تاليفات او ژباړې

  1. رياض الصالحين للامام محي الدين ابو زکريا يحي بن شرف النووي (پښتو ژباړه د مختصرى شرحې سره) چاپ په دري جلدونو کې.
  2. سيرة النبي (تاريخ سيد المرسلين و خاتم النبيين) پښتو تاليف چاپ
  3. ديني رڼا په (فقه کې چاپ) پښتو تاليف
  4. محمدي رڼا (اصول حديث کې) پښتو تاليف چاپ
  5. نور الميراث ( علم الميراث کې) پښتو تاليف چاپ
  6. د افغاني مکاتبو لپاره د فقه حديث او عقايد په برخه کې کتابونه
  7. د مجاهدينو د حکومت لپاره د نظام القضاء کتاب
  8. د مجاهدينو د رادو لپاره بي شماره ديني او علمي مقالى
  9. د جهاد دوخت په مختلفو اخبارونو جريدو او مجلو کې د مثال په ډول (النور، شهادت، صبح پيروزي، منبع العلوم، شفق، پيام حق) او نورو ډيرو مجلو کې مختلف ديني مضامين.

ناروغي او مړينه

په ١٩٩١ ميلادي کال کې قاضي صاحب په خپل مسجد کې د جمعې په مبارکه ورځ په هوايې مرمۍ په ملا باندې ولگيد چې د مرمۍ دراويستلو لپاره يې د ملا کامياب عمليات ترسره شول. د دې نه وروسته ورته د فشار خون او څو کاله وروسته ورته د شکرې ناروغي هم پيدا شوه، بيا هم قاضي صاحب خپل تدريس او دعوت جاري ساتلي وو بيا پري په ٢٠٠٣ کې فالج (گوزڼ) حمله وکړه چې الله رب العزت په خپل فضل او کرم ډير زر د هغې نه جوړ کړ او واپس يې خپل تدريس او دعوت ته دوام ورکړ. خو د وفات نه يو کال وړاندې يې د شکري ناروغي ډيره زياته شوه او مسجد ته به هم ډير نه راتلو او د همدې مريضۍ له امله يې بدن ډير کمزورى او ضعيفه شو. چې پس له اوږدې ناروغتيا څخه د جمعي مبارکه ورځ باندې د جمعي د لمانځه نه وروسته د ١٣٩٠لمريزکال د ميزان په ٢٢مه د چې د ٢٠١١ د اکتوبر د ١٥ سره سمون خوري د دې فانې نړۍ څخه د تل لپاره سترگې پټې کړى او د مرحوم جنازه په پشاور کی ادا چی په سلگونو علماو او شاگردانو او جهادی مشرانو او عامو خلکو په کی گډون وکړ،او وروسته په خپله پلرنی هدیره کی خاورو ته وسپارل شو روح دی ښاد او آباد وي. د مرحوم څلور ځامن دي چې هر يو ډاکتر خيرالله مخلص، د افغان پوهنتون د طب پوهنځی څخه فارغ قاري استاد شکرالله مخلص چې د جمعيت اصلاح غړي او د مرکز فرهنگي اسلامي افغانستان مرستيال دى او د اسلام اباد نړیوال پوهنتون نه یی په اصول الدین د تفسیر په څانگه کی ماسټری کړیده او قاري بشيرالله مخلص، د ننگرهار پوهنتون د ادبياتو له څانگې څخه فارغ او قاري نصرمن الله مخلص د اسلام اباد نړیوال پوهنتون نه یی په اصول الدین د تفسیر په څانگه کی ماسټری کړیده چې ټول علماء او نيکان دي يقينا چې قاضي صاحب د خپلو بچو په تربيت کې زره غفلت هم ندې کړي انا لله و انا اليه راجعون.

سرچينې