غرزی خواخوږی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
غرزي خواخوږی

الحاج غرزی خواخوږی د پوهنپال محمد ابراهيم خواخوږى (شاعر، ليکوال، ژورنالست، نوميالي سياستپوه، د ويښ ځلميانو د مشرتابه غړي او د مترقي دموکرات گوند د مشرانو څخه ؤ) زوي د کندهار ولايت اصلي اوسيدونکي او په قام بلوڅ، په (١٩٦١ م کال) په کابل کي زيږيدلی.

زده کړې

منځني او لوړي زده کړي يي د کابل په حبيبيي ليسي، د افسرانو عالي کورس ، د کماندو او پراشوت (ج) کورس او د حربي پوهنتون د لوژستيک د پوهنځي څخه د لسانس تر درجي پوري بشپړ کړي دي.

دندي

د دفاع وزارت او د ستر درستيز په بيلو بيلو رياستونو کي دنده تر سره کړي، د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور د وزير سکرتر ، د افغانستان د بيا رغوني او پرمختيا(RDA) په مؤسسه کي د عامو اړيکو مسؤل ، په جگړو کي و کابل ته د ملگرو ملتونو (UN) د بيړنيو خوراکه موادو د رسولو د چارو مسؤل، په افغانستان کي د سولي د ټنگښت لپاره هلي ځلي، د افغانستان د اسلامي دولت د احتساب د وزارت معين ، افغانستان د اسلامي دولت د ملي امنيت په چارو کي سلاکار ، د طالبانو د واکمني پر ضد د پاڅون د مشري په تور ، د اسلامي لوړو ارزښتونو ، د ملي منل سوي دودونو او د بشري حقوقو د اعلاميي پر خلاف ونيول سو او پرته له محاکمي څخه و اعدام ته محکوم چي پنځه کاله په ځنځير ، زولانه او رنگا رنگ زورولو (کوټه قلفي، د کورني او دوستانو سره نه کتل او نور) سره د ننگرهار ، کابل او کندهار په استخباراتي جيلونو کي وساتل سو. د (٢٠٠١ م کال) د دسمبر د مياشتي په اوومه نيټه د طالبانو رژيم د سقوط سره د جيل څخه خلاص سو، ټولنيز او پوهنيز چارو کي بوخت، په اسلام آباد کي د ښاغلي حامد کرزي د انتخاباتي کمپاين مشر ، د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر او د سمسور افغانستان د شرکت ريئس . په (٢٠٠٥ م کال) ولسي جرگي ته د کابل ولايت څخه نومول سوي خو د ځينو مغرضو کړيو د لاس وهني له کبله ولسي جرگي غړيتوب ته بريالي نه سو. د (٢٠٠٧ز کال تر ٢٠٠٨ ز کال) د کابل ښاروالۍ دمعين په توگه چاري تر سره کړي او د ناروغي له امله د دندي څخه استعفی ورکړه.

پوځي ترفېعات

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د حکم پر اساس د کورنیو چارو د فعال احتیاط افسر سمونوال غرزی خواخوږی بلوچ ته د ۲۰۱۴ د جولای په میاشت کې د مل پاسوالۍ (برید جنرالی) رتبی ترفیع منظوره شوه.

مکافات

لمړي او دوهمه درجه ستوري نښان، د خدمت، ځوانانو، ميړاني او سيد جمال الدين افغان مډالونه، ستاينليکونه، د اطلاعاتو او کلتور د وزارت په فرهنگي او هنري کانکور کي (لويه لوبه) اثر د تاريخ او ادبياتو په برخه کي دوهمه جايزه گټلي او نقدي مکافات.

ليکني

  1. افغانستان د دموکراسي په بهير کي
  2. کندهار د تاريخي پيښو په رڼا کي
  3. لويه لوبه
  4. په افغانستان کي د دموکراسي او ټولټاکني بهير ته لنډه کتنه
  5. خواخوږی يادونه
  6. افغانستان به سوی ديموکراسی
  7. تل پاتي څيره
  8. ازمايلي بيا مه ازموئ!
  9. په افغانستان اوقبايلي سيموکې تاريخي پېښې، تاوتريخوالی او د جرگو رغنده اغېزې!
  10. ِDawn of Democracy in Afghanistan - Trasilated to English from Pashto
  11. په ورځپاڼو او مجلو کي يو شمير مقالي او مضامين