غازي مير زمان خان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
دوتنه:Ghazi-Mir-Zaman-Khan.jpg
غازي مير زمان خان

د غازي مير زمان خان (انگرېزي:Ghazi Mir Zaman Khan) (١٨٦٩ ز.= ١٢٤٨هـ ل. - ١٣٠٧هـ ل.) نوم په افغانستان کې د انگريزانو سره د افغانانو په دريمې جگړې پورې نه شليدونکې مهم تړاو لري . په هيواد او خپلواکۍ مين دغه شخصيت د هغو محدودو کسانو په ډله کې ؤو چې د هيواد د بشپړ استقلال د گټلو او ژورو بدلونونو په پړاو کې يې مهم او تاريخ جوړونکې رول درلود. ميرزمان خان د انگريزي استعمار سره د فطري دشمنۍ په وجه د ځوانۍ له وخته د آزاد سرحد په سيمه کې د آزادي غوښتونکو جنگياليو سره نژدى اړيکي درلودې، د هغوې د پاڅون او جهاد ملاتړ يې کاوه، او خپلو جنگياليو ملگرو سره به يې د ډيورند د کرغيړنې ليکې نه په اوختو سره د هغوې په وسلوالو مبارزو کې عملي ونډه اخيسته.

مخينه

ميرزمان خان په ١٨٦٩ ميلادى (١٢٤٨ هجرى شمسى) کال کې د کنړ د لمټک په کلي کې د حاجي گلروز خان په کور کې سترگې وغړولې. د هغه غور نيکه محمد عمر خان د سپين غره د تيرا د سيمې مشر ؤو چې د قبيلوي شخړو او اختلافاتو په وجه يې خپل کلې "کوټ" پريښود او د کنړ د لمټک په سيمه کې ميشته شو.

د افغان-انگليس درېمه جگړه

په صوبه سرحد او افغانستان کې د غازي ميرزمان خان د نوم او شهرت انگازې هغه وخت خپرې شوې کله چې يې په ١٩٠٨ م کال کې د انگريزانو په وړاندې د مهمندو په مشهورې او تاريخې غزا کې، چې په تاريخ کې د "سرې غزا" په نامه ثبت شويده، د غازيانو د يوه وتلي مشر په توگه برخه واخيسته. د انگريزانو سره د مير زمان خان همدا دشمني او شهرت د ځوان شهزاده "عين الدوله" غازي امان الله خان سره د پيژندگلوۍ سبب شو، هغه پيژندگلوي او آشنايي چې د وخت په تيريدو او بيلابيلو تاريخي ازميښتونو نه وروسته په کلکې دوستۍ او ورورگلوۍ بدله شوه، او د ژوند تر پايه يي دوام وکړ.

بندي کېدل

له بله پلوه د ډيورند له ليکي اوښتل او په انگريزي قواوو وسله وال بريدونه سبب شو چې غازي ميرزمان خان د امير حبيب الله خان د رژيم تر څارنې لاندې راشي او د يوې دسيسې په ترڅ کې زندان ته واستول شي. شهزاده امان الله خان به په زندان کې د غازي مير زمان خان پوښتنه کوله. په زندان کې د يوه کال د تيرولو او نورو سياسي بنديانو او مشروطه غوښتونکو سره د معرفت نه وروسته ميرزمانخان په ضمانت خوشې او کنړ ته ستون شو، خو ډير ژر بيا ونيول شو او د شيرپور زندان ته واستول شو. هغه داځل د ١٩١٩ م کال تر فبرورۍ پورې، کله چې اميرحبيب الله خان په لغمان کې ووژل شو، د پنځو کلونو دپاره په زندان کې پاته شو.

د بند نه خلاصېدل او په سياست کې ونډه

کابل ته د امير حبيب الله خان د مرگ د خبر په رسيدو سره سم غازي ميرزمان خان د خپلو ملگرو سره د زندان نه خلاص شو، او د سردار نصرالله خان په ځاى يې امان الله خان ته د مشرقي د خلکو او قومونو د بيعت په اخيستلو او د هغه د حکومت د ټينگښت په لاره کې تاريخي کوششونه وکړل، او ډير ژر ورته بيا د انگريزانو سره د افغانانو په دريمې جگړې يا د هيواد د خپلواکۍ په جگړې کې د کنړ د اولسي لښکرو مشري او د چترال د جبهې قومانداني وسپارل شوه. د چترال (ارنوۍ، دوکلام، لمبربټ او اسمار) دغه بريالۍ جبهه د استقلال د څلورمې جبهې په نوم ياده او ثبت شويده. غازي ميرزمان خان په ١٣٠٣ هجري شمسي/١٩٢٤ ميلادي کال کې د گوډ ملا په مشرۍ د منگلو د شورش په ختمولو کې ستره تاريخي برخه واخيسته او د ١٣٠٧ کال د شينوارو د بغاوت په غلي کولو کې يې هم ارزښتناکه خدمتونه وکړل.

دندې

غازي ميرزمانخان د اماني دورې د دولتي شورا غړې وو. دا قانون جوړونکي شورا د استقلال د گټلو نه وروسته ځوان پاچا غازي امان الله خان ته د سلا مشورې ورکولو او نوو قوانينو او نظامنامو د جوړولو، تعديل او تصويب دپاره جوړه شوې وه، او د ١٣٠٧ کال د لويې جرگې نه وروسته خپلو ١٥٠ تنو غړو سره د افغانستان په لومړنۍ ملي شورا بدله شوه.

په تاريخي لويو جرگو کې گډون

غازي ميرزمانخان د خپل وخت په لاندنيو دريو مهمو تاريخي جرگو کې گډون درلود:

  1. په جلال اباد کې د هډې لويه تاريخي جرگه چې د اتحاد مشرقي د تاريخي جرگې په نامه هم ياده شويده. دا ستره تاريخې غونډه د استقلال د گټلو نه وروسته د ١٢٩٨/١٩٢٠ کال د حوت په مياشت کې د هډې په تاريخي سيمه کې د غازي ميرزمان خان په اهتمام او کوشش د محمد نادر خان په مشرۍ جوړه شوې وه، پدې جرگې کې د ننگرهار ، لغمان ، کنړونو او سرحد ددواړو غاړو مشرانو، سپين ږيرو، علماوو، ساداتو مشايخو او اوسيدونکو ٥٠٠٠ کسانو گډون کړې و، او د سرحد د دواړو خواوو د قبايلو د يووالي، د هيواد د خپلواکۍ او ارضي تماميت د ساتلو او وطن د آبادۍ په هکله يې فيصلې وکړې، او انگريزانو ته يې اخطار ورکړ چې د افغانستان په کورنيو چارو کې د گوتو وهلو او د هيواد په سرحداتو کې د ورانکارۍ او تحريکاتو نه لاس په سر شي او که نه نو د زړورو افغاني اقوامو او قبايلو د قهر او مقاومت سره به مخامخ شي.
  2. د ١٣٠١ کال د جلال آباد لومړنۍ لويه جرگه چې د افغانستان د بشپړې خپلواکۍ د گټلو نه وروسته لومړنۍ لويه جرگه وه. پدې جرگې کې د دولتي شورا پر غړو برسيره د کابل او شاوخوا سيمو، ننگرهار، لغمان او کونړونو استازو برخه اخيستې وه. ددې جرگې اصلي مقصد ټولنيز اصلاحات وو، او د افغانستان لومړنې اساسي قانون (نظامنامه اساسي) يې هم تصويب کړه. پدې نظامنامې کې د مرئيتوب لغو کول، ملي وحدت، شخصي آزادۍ، د حقوقو مساوات او پر عايداتو د ماليې لگول په گوته شوي ؤو.
  3. په ١٣٠٧ شمسي / ١٩٢٨ ميلادي کال کې د پغمان دريمه لويه جرگه . د يادولو وړ ده چې غازي ميرزمانخان د پغمان په دوهمې لويې جرگې کې چې د جلال آباد د لويې جرگې ادامه وه، د منگلو د بغاوت د ټکولو د مصروفيت له امله گډون نه درلود. پدې جرگې کې د غازي ميرزمانخان ځوې عصمت الله خان برخه اخيستې وه.

لاس ته راړونې

غازي ميرزمان خان ته د بي سارو خدمتونو او سرښندنو په وياړ لاندني مډالونه ورکړ شوي دي چې هر يو سره نقدي او د ځمکو امتيازات هم ملگري ؤو:

  • د وفا مډال
  • د لوی خان مډال
  • د خدمت مډال
  • د صداقت مډال

مړينه

په هيواد او خپلواکۍ مين دغه ستر شخصيت د هغو لږو کسانو په ډله کې وو چې د ژوند تر پايه غازي امان الله خان او د هيواد د پرمختگ د پاره د هغې آرمانونو ته وفاداره پاتې شو، او د هغې د نوښت او پرمختگ د پروگرامونو پلويتوب يې کاوه. ستر غازي او زړه ور قوماندان ، لوې خان ميرزمانخان د ١٣٠٧ کال د حوت په مياشت کې د غازي امان الله خان د سلطنت په وروستيو مياشتو کې د هغه د سلطنت د ټينگښت دپاره د تاريخي هلوځلو په موقع د افغانستان د خارجي دښمنانو او هغوې د کورنيو گوډاگيانو د يوې دسيسې په ترڅ کې د کونړ د شينکوړک د کلي په جومات کې د ماخستن د لمانځه د ادا کولو په وخت کې تر ناځوانمردانه حملې لاندې راغئ او د ٥٨ کلنۍ په عمر په شهادت ورسيد. روح دې ښاده وي.

کينډۍ:د شعر پای

سرچينې

  • زمونږ غازيان: د نومياليو ملي مبارزينو د ژوندانه حالات، ١٩٨­٢٠٢ مخونه، محمد ولي ځلمی.
  • د امان افغان جريده، پنځم کال، ٩ او١٠گڼه، ٣ او٤ مخونه، "داوطلبان سرکوبى باغيها"، د ١٣٠٣ کال د وږي د مياشتې ١٤ نيټه .
  • د امان افغان جريده، پنځم کال، ١٣ او١٤گڼه، ٩ مخ، "جنٍگ لوگر و هزيمت کلي اشرار"، د ١٣٠٣ کال د وږي د مياشتې ٢٢ نيټه .
  • د امان افغان جريده، پنځم کال، ٢٢گڼه، ٤ مخ، "ورود دلاوران سمت مشرقي"، د ١٣٠٣ کال د جدي د مياشتې ٧ نيټه ..
  • د حقيقت جريده، لومړې کال، ١٠ گڼه، د سنبلې ١١ نيټه، ١٣٠٣ شمسى کال.
  • داستقلال څلورمه جبهه، د عبدالخالق اخلاص تاليف، د حبيب الله رفيع سريزه، سمون، لمنې او نښلونې، دويم چاپ، ٢٠٠٥ کال.
  • هفته نامه کليد، به مناسبت هشتادوسومين سالگرد استرداد استقلال افغانستان،صفحه ١٤، شماره ٢٣، سال اول، هفته اول سنبله ١٣٨١ خرشيدى.
  • د غازي ميرزمانخان کنړي د ځوې الحاج محمد ارسلان زمانى سره مرکه.
  • عبدالله غمخور، د افغانستان د آزادۍ شهسوار، د افغانان جريده، د١٣٧٩کال د سنبلې ٢٤مه، ٣ مخ.
  • Fire in Afghanistan, 1914-1929, Rhea Talley Stewart, 2nd Edition, 2000, USA
  • رويداد لويه جرگه دارلسلطنه، ١٣٠٣، مطبعه سنگى وزارت حربيه.
خاني ستا په نوم کړي فخر ته يې فخر د خانانو تاريخ ستا يادونه ستايي ته يې فخر د ځوانانو