عنزه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
عنزه توغندی
عنزہ میزائل

د وسلې ډول د مځکې څخه هوا ته لاسی توغندی
هېواد
تولیدونکی ‌کہوٹہ ریسرچ لیبارٹریز
استعمالونکی پاکستان

طالبان
رهبری سیستم د انفرارید رهبری سیستم
د راکټ واټن ویشتونکی ۵۰۰-۵۰۰۰ متره

عنزه توغندۍ (په اردو: عنزه ميرائل) د مځکې څخه هوا ته لنډ واټن ويشتونکي لاسي راکټي سیسیم دی چی د هليکپترونو، الوتکو او نورو هوايي اهدافو د منځه وړلو لپاره ورڅخه کار اخيستل کېږي. نوموړي راکټي وسله په پاکستان کی د پنجاب په ولايت کی د کہوٹہ ریسرچ لیبارٹریز لخوا د ۱۹۸۹ کال څخه راهیسی جوړېږي. په اوس وخت کی عنزه توغندۍ د پاکستانی پوځ، مالازيایی پوځ، نصری مخالفینو ځواکونو او طالبانو په لاس کی ده.

پېژندنه

  • عنزه ۱ په ۱۹۸۹ کال کی د پاکستانی پوځ لپاره طرح او جوړ شو. نوموړي وسله په حقيقت کی د روسی راکټي سیستم (SA-7) یو کاپي دی. عنزه ۱ په پاکستان کی د ۱۹۸۹ کال څخه تر ۱۹۹۸ کال پورې جوړېده او په دی وخت کی تقریبا ۱۰۰۰ راکتړنه جوړ شوي وو.
  • عنزه ۲ د مځکې څخه هوا ته یو راکټي سیستم وو چی د ۱۹۹۴ کال څخه تر ۲۰۱۲ پورې جوړېده. نوموړي وسله د پاکستان او چین په همکاري کی جوړه شوي وه. نوموړي وسله انفرا ریډ رهبری شوي سیستم لري او واټن ویشتونکي یی د ۵۰۰ مترو څخه تر ۵۰۰۰ مترو پورې دی. تر ۲۰۱۲ کال پورې ۱۶۵۰ راکټونه جوړ شوي وو.
  • عنزه ۳ د عنزه ۲ عصري شوي راکټي سیستم دی چی ۲۰۱۲ کال څخه راهيسی جوړېږي.