عمر منصور انصاري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له عمرمنصور انصاري نه مخ گرځېدلی)

عمر منصور انصاري

عمر منصور انصاري د سيف الله زوى، چې په ۱۳۵۸هجري لمريز كال د جلالكوټ په ښار كې دې نړۍ ته سترگې غړولې دي.

زده كړې[سمول]

لو مړنۍ زده كړې يې د دود سره سمې د امير شهيد په جامع جومات كې پېل او لومړنۍ زده كړې يې د تجربوي په منځنۍ ښوونځي كې پېل كړې. په ۱۳۷۴هجري لمريز كال کې د ننگرهار له عالي لېسې څخه په لومړۍ درجه بريالی راووت، او د لوړو زده كړو لپاره مخ په پېښور رهي شو. يو كال يې د امام ابو حنيفه رحمه الله عليه په انسټېټيوټ كې د عربي ژبې په زده كړه تېر کړ او په ۱۹۹۹ زېږديز كال کې د اسلام اباد په نړېوال اسلامي پوهنتون كې د اداري پوهنو د سافټوېر انجينيرۍ څانگې ته بريالی شواو په ۲۰۰۳زېږديز کې د لېسانس له دورې فارغ شو.

د كمپيوټرساينس په ټولنه کې ېې ونډه[سمول]

د زده كړې پر مهال د اسلام اباد د نړېوال اسلامي پوهنتو يو شمېر افغان ځوانانو وپتېيله چې د وخت له غوښتنو سره سم افغانستان په نړېوال كلي كې ورگډ كړي، نو ددې لپاره يې د افغان كمپيوټر پوهنې ټولنه په ۱۹۹۹زېږديز كال په آخره كې جوړه کړه او محمد اېمل مرجان احمدزی يې د رييس په توگه وټاکه او عمرمنصور انصاري يې د مرستيال په توگه کار پيل کړ. دارنگه يې د افغان كمپيوټر پوهنې ټولنې د موخو د بيانولو لپاره د كمپيوټر ساينس مهالنۍ خپره كړه چې عمر منصور يې د مسوول مدير په توگه چارې سمبال کړې.

دندې[سمول]

د افغان كمپيوټر ساينس ټولنې له جوړېدو څخه را پدېخوا ددې ټولنې مرستيال او د همدې ټولنې د مهالنۍ (افغان كمپيوټرساينس) مسوول چلوونكې دى. په اسلام اباد كې د اقراء نړېوالې ښوونيزې ټولنې بنسټ اېښودونكيو څخه دى، په دې ټولنه كې اداري مسوول ؤ. ۲۰۰۱ز څخه تر ۲۰۰۳ز پورې د اېن اېچ كې جاپاني ټلوېزيون سره د مركچي په توگه دنده ترسره كړې. د افغانستان د ځايي ژبو په سولگريز چوكاټ كې د راوستلو يانې د افغانستان د ځاييتابه پروگرام د پروژې سرمشري. دا پروگرام د مائېكروسافټ كمپنۍ او د افغان دولت تر منځ د يوه تړون له مخې د افغانستان ځايي ژبې لكه: پښتو، ازبكي، تركمني، دري او داسې نورې د سولگر په حساب برابري، هغه دا چې د سولگر ټول پروگرامونه به د افغانستان د سولگريز ژبپوهانو او مسلكي كارپوهانو په ملاتړ په دې ژبو راژباړي چې د ځښتن په فضل او مهربانۍ سره د پښتو ژبې آفس او وېنډوز XP يې بشپړ شوي دي. پښتو آفس د مائيكروسافټ په وېبپاڼه وړيا ترلاسه كېداى شي. او لا نور پروگرامونه روان دي، چې د گرځنده ټېليفون، د حساب ماشين، او داسې نور برېښنايي الاتو ته پښتو ور سمه كړي.

د مخابراتي شرکتونو ریاست[سمول]

د افغانستان په شخصي او دولتي شپږو گرځنده او ډېجېټل كمپنيو کې دنده لكه: روشن، افغان بېسيم، الكاټل، ارېبا، افغان ډېجېټل ... او د كابل د كمپيوټرساينس پوهنځي، په كابل كې امريكايي پوهنتون، او افغان كمپيوټر ساينس ټولنو، پوهنتونونو او شركتونو لخوا د يوې گډې ټولنې د جوړېدو تابيا وشوه چې دی يې د ټاكنو په ترڅ كې د منتخب رييس په توگه وټاكل شو.

د(youth employment summit) يا د ځوانانو د كارموندنې ډلې فعال غړی دی.

د اټرا ادارې ريیس په توګه[سمول]

انصاري د هېوادشر اشرف غني په ځانګړي فرمان د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظيم د اداری رييس په توګه وټاکل شو.

د كمپيوټر ساينس مهالنۍ[سمول]