ويکيپېډيا:علي (ک) تر ټولو اصحابو کرامو پر قضا ښه پوهېده

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کتاب نوم: خوشال بابا او نبوي کورنۍ

څېړونکی: استاد اجرالدین اقبال

پته:www.andyal.com

خپرونکی: دانش خپرندویه ټولنه- کابل- افغانستان

علي (ک) تر ټولو اصحابو کرامو پر قضا ښه پوهېده[سمول]

( صحيح بخاري د تفسير په کتاب کې د ( ما ننسخ من آية ) تر آيت لاندې له سعيد بن جبير له حضرت ابن عباس ، ( حاکم ؛مستدرک :درېم ټوک،٣٠٥ مخ ) ، ( احمد بن حنبل؛مسند: پينځم ټوک،١١٣ مخ ) ، (ابونعيم؛ حلية : لومړى ټوک، ٦٥ مخ ) ، سيوطي په در المنثور کې تر پورتني آيت لاندې او د وينا له مخې یې نسائي او ابن الانباري ( په مصاحف کې ) بيهقي ( په دلائل ) کې روايتوي،چې حضرت عمر بن خطاب وويل : په موږ کې علي تر ټولو ښه پر قضا او د قضاوت پر فن پوهېږي .

( صحيح ابن ماجه؛باب فضايل اصحاب الرسول :١٤ مخ ) ، ( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٣٥ مخ ) له علقمه له عبدالله بن مسعود ، (ابن سعد؛طبقات :دويم ټوک،دويم قسم،١٠٢ مخ ) ، ( ابن اثير؛اسدالغابه :څلورم ټوک،٢٢ مخ ) ، ( ابن عبدالبر؛استيعاب : دويم ټوک،٤٦١،٤٦٢ مخونه ) ، ( ابن حجر؛صواعق : ٧٦ مخ ) ، (شبلنجي؛ نورالابصار :٧٣ مخ ) او د هغه د وينا له مخې ابن حجر او ابن عساکر له ابن مسعود او عسقلاني په فتح الباري ( نهم ټوک،٢٣٤ مخ ) په دې اړه  روايتونه راوړي،چې رسول اکرم (ص) _ او په ځينو نورو کې _ ((اصحاب کرام يوه خوله دي چې : علي تر دوى ټولو په قضاوت ښه پوهېده . ))

( سنن بيهقي : لسم ټوک،٢٦٩ مخ ) په خپل سند له رقبه روايتوي،چې يزيد بن ابي مسلم د حجاج بن يوسف له ځايه بهر ووت او ويې ويل : امير نن څه هېښنده ورمندون وکړ . شعبي وپوښتل : د څه قضاوت ؟ کيسه يې ورته وکړه، شعبي وويل :دا ورمندون يې له يو صحابي اخستى،چې د بدر په جګړه کې يې هم ګډون درلود . يزيد وپوښتل: مطلب دې څوک دى؟ويې ويل: نه يې وايم . ويې ويل : څوک دى؟ راته يې ووايه ! له خداى سره ژمنه کوم،چې حجاج ته به و نه وايم . شعبي وويل : علي بن ابيطالب دى . يزيد د خپلې ژمنې پر خلاف ولاړ او حجاج ته يې وويل . حجاج ورته وويل : پر ځان ووېرېږه ! شعبي رښتيا وايي ، دا قضاوت ما له علي بن ابيطالب زده کړى و؛البته له څو لارو او که موږ يې کورنۍ او ځوځات وژنو؛نو له قضاوته خو يې غچ نه اخلو؛ځکه پوهېږم،چې علي د رسول اکرم (ص) تر ټولو اصحابو په قضاوت ښه پوهېده .

( حليةالاولياء:لومړى ټوک،٦٥ مخ ) په خپل سند حضرت له حضرت معاذ بن جبل روايتوي،چې وايي: رسول اکرم (ص) وويل : علي زه درسره يو لورى يم، چې د نبوت په مسله کې تر ما وروسته بل پېغمبر نشته او ته به له خلکو سره په اوو ځانګړنو کې يو لورى يې،چې په دې ځانګړونو کې دې يو قريش هم انډولیدلای نشي؛١_په ايمان راوړو کې تر ټولو ړومبى يې .٢_ د نورو په پرتله له خداى سره پر کړې ژمنه ټينګ ولاړ يې .٣_ د خداى په امر کې دې پښه نه ښويېږي.٤_د ټولو په پرتله مساوات ښه رعايتوې .٥_ پر ولس تر ټولو عادل يې .٦_په قضا کې دې ليدانه - بصيرت تر ټولو ډېر دى .٧_د خداى په نزد تر ټولو لوړ مقام لرې .

دا روايت محب طبري هم د رياض النضره د دويم ټوک په ١٩٨ مخ کې راوړى دى .

( حلية الاولياء:لومړى ټوک،٩٦ مخ ) ، ( هيثمي؛مجمع الزوائد :نهم ټوک،١٦٥مخ ) او د هغه د وينا له مخې په کبير او اوسط کې او همداراز ، ( رياض النضره :دويم ټوک،١٩٨ مخ ) ،( ذخائر العقبى : ٨٣ مخ ) له حضرت عمر بن خطاب او مرقاة المفاتيح ( پينځم ټوک :٥٨٢ مخ ) له معمر له قتادة په دې اړه  روايتونه راوړي دي .

( صحيح نسائي :دويم ټوک،١٠٨ مخ ) په خپل سند له حضرت زيد بن ارقم روايتوي،چې وايي : له رسول الله سره وم او هغه مهال علي په يمن کې و؛ نو يو سړي رسول اکرم(ص)  ته وويل : رسول الله ! په يمن کې وو، چې درې کسان علي ته راغلل او درې واڼو ادعا کوله،چې دا ماشوم زما دى،چې دې ښځې زېږولې . علي يوه ته يې وويل : شونې ده،چې ماشوم دې بل سړي ته ورکړې ؟ سړي وويل : نه ! دويمي او درېمي ته يې هم دا وړانديز وکړ؛خو يو هم و نه منله . علي ورته وويل : تاسې څومره ناسازګاره شريکان ياست؛په تاسې کې به پچه واچوم، چې د چا په نوم راوخته؛نو درېمه برخه به د يو او درېمه برخه ديه به د بل وي . رسول اکرم دومره وخندل،چې غاښونه يې ښکاره شول .

دا روايت ( ابوداود؛صحيح :څوارلسم ټوک،٢٢٢ مخ ) له دوو لارو ، (مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٣٥،١٣٦   مخونه ) له بلې لارې او د څلورم ټوک په ٩٦ مخ کې له بلې لارې ، ( احمد بن حنبل؛مسند:څلورم ټوک،٣٧٣ ،٣٧٤ مخونه ) له دوو لارو ، ( ابوداود طيالسي؛ مسند:لومړى ټوک،٢٦ مخ ) ،( بيهقي؛ سنن : لسم ټوک،٢٦٦،٢٦٧ مخونه له بلې لارې ) ، (طحاوي؛مشکل الآثار :لومړى ټوک،٣٢٠ مخ ) له دوو لارو ، ( متقي؛کنزالعمال:درېم ټوک،١٨١ مخ ) او رياض النضره د دويم ټوک په ٢٠٠ مخ کې هم نقل کړى دى .

( امام احمد بن حنبل؛مسند :لومړى ټوک،٧٧ مخ ) په دوو سندونو له حنش له حضرت علي بن ابيطالب روايتوي،چې وايي : رسول اکرم (ص) يمن ته ولېږلم،چې هلته د څو ټبرونو تر منځ ورمندون وکړم،چې کيسه يې داسې ده : يو څاه يې د زمري د ښکار لپاره ايستې وه او يو زمرى په څاه کې غورځېدلى و او ټول د نندارې لپاره له څاه راتاو وو،يو بل یې ټېله کول،چې شا ته شي،چې په خپله يې هم وګوري،چې يو يې څاه ته ورګوزار شو ؛نو د دويمي جامو ته يې لاس ورواچو او دويمي درېمي او درېمي د څلورمي جامو ته لاس ورواچو، چې په پايله کې څلور واڼه څاه ته وروغورځېدل او څلور واڼه د زمري پنځو ته ورغلل،چې زمري څلور واړه وداړل،چې په پاى يو وکړاى شول زمرى ووژني او ټپيان له څاه راوباسي؛خو تر څه مودې وروسته څلور واڼه مړه شول،چې ددې څلور واڼو ټبرونو ترمنځ شخړه شوه،چې د ړومبي او همداراز د دويمي، درېمي او څلورمي د وينې بيه به څوک ورکوي؛نو شخړه دې ته راورسېده،چې ټول ټبرونه وسله وال شول،چې پر يو بل بريد وکړي . حنش وايي : علي ورمخکې شو او ويې ويل :تر اوسه لا پېغمبر اکرم ژوندى دى او تاسې جګړې کوئ ؟ زه به مو په منځ کې ورمندون وکړم؛نو که زما پر قضاوت راضي شوئ؛نو ښه تر ښه ګنې؛نو رسول اکرم ته به مو بوځم،چې په منځ کې مو قضاوت وکړي او که په تاسې کې يو هم د رسول اکرم خبره و نه منله؛ نو هېڅ حق به نه لرئ . ولاړ شئ او له هغه ټبرونو،چې دا څاه يې ايستې؛ څلورمه ،درېمه، نيمه او پوره ديه راوړئ؛يعنې له څلور واڼو ټبرونو دوه زره او درې اتيا ديناره طلا راوړئ او له دې ماله څلورمه ديه _ ٢٥٠ ديناره _ د ړومبي کس وارثانو ته ورکړئ؛ ځکه  هغه د دويمي د وژل کېدو لامل شوى دى؛نو خپله دیه يې بايد کمه شي او درېمه برخه ديه _؛يعنې ٣٣٣ ديناره _ د دويمي وارثانو ته او نيمه ديه _٥٠٠ ديناره_د درېمي وارثانو ته او ١٠٠٠ ديناره د څلورمي وارثانو ته ورکړئ؛خو د ټبرونو خلک راضي نه شول .علي له څو کسانو مامورانو سره خلک رسول اکرم ته ولېږل،چې پېغمبر اکرم په مسجدالحرام کې د مقام ابراهيم تر څنګ ناست و؛خپله کيسه یې ورته وکړه . رسول اکرم ورته وويل :زه به په تاسې کې قضاوت وکړم . يو یې وويل : علي بن ابيطالب په موږ کې يو قضاوت کړى او بيا يې د علي قضاوت شرح کړ،چې رسول اکرم هماغه قضاوت لاسليک کړ او و يې ويل : سم قضاوت يې کړى دى .

دا روايت ( احمد بن حنبل؛مسند:لومړى ټوک،١٢٨،١٥٢ مخونه ) ، (ابوداود طيالسي؛ مسند :لومړى ټوک،١٨ مخ ) ، ( بيهقي؛ سنن :اتم ټوک،١١١ مخ ) ، ( طحاوي؛ مشکل الآثار : درېم ټوک،٥٨ مخ )  او (محب طبري؛رياض النضره:دويم ټوک،١٩٩ مخ ) هم نقل کړى دى .

( استيعاب : دويم ټوک،٤٦٢ مخ ) په خپل سند له زر بن حبيش روايتوي،چې وايي : دوه کسانو سره خواړه خوړل،چې يو د پينځو ډوډيو او بل د درې ډوډيو خاوند و،چې دا مهال يو سړى راغى، سلام يې واچاوه او د خوړو ست ورته وشو او راغلى سړى خوړو ته کېناست او درې واڼو اته ډوډۍ وخوړې، راغلي سړي اته درهمه کېښوول او ولاړ . د ډوډيو د خاوندانو سره شخړه شوه او د پينځو ډوډيو خاوند وويل : پينځه درهمه زما چې ډوډۍ مې پينځه وې او درې ستا؛خو هغه بل راضي نه شو او ويې ويل :بايد مساوي يې سره وويشو . شخړه يې د هواري لپاره علي بن ابيطالب ته وروړاندې کړه او خپله کيسه يې ورته وکړه . حضرت علي د درې ډوډيو خاوند ته وويل : ملګري دې بې انصافي نه ده کړې؛نو ته يې پر ويش راضي شه؛ ځکه  ډوډۍ يې له تا ډېره وه . و يې ويل : نه !پر خداى قسم،چې بې له خپل حقه به پر څه راضي نشم . حضرت علي ورته وويل : په حق کې دې له يوه درهم زيات  څه نه دررسي او اووه درهم ستا د ملګري دي . سړي ورته وويل :سبحان الله اميرالمؤمنين ! په خپله د درې درهمو وړانديز کوې او زه پرې نه راضي کېږم او تاسې وياست،چې په رحق کې مې يو درهم حق دى ؟ حضرت علي ورته وويل: ملګري دې د سولې لپاره وړانديزکړى او درته حلال وو؛خو ته پرې راضي نه شوې،چې په خپل حق کې دې هم ستا برخه يو درهم دى. سړي ورته وويل :ددې خبرې دليل راته ووايه،چې قانع شم . حضرت علي ورته وويل : مګر داسې نه ده،چې اته ډوډۍ څلرويشت ثلثه (درېمه برخه ) ډوډۍ ده ؟ چې په تاسې کې هر يوه له دې څلرويشت ثلثو اته ثلثه وخوړې او ددې احتمال،چې يو به ډېره او بل به لږه خوړلې وي؛نو له دې احتماله يوازې خداى خبر دى؛نو په تاسې کې هر يو بايد اته ثلثه په غاړه واخلئ. ويې ويل : سمه ده . حضرت علي ورته وويل :تا خپل اته ثلثه خوړلي او ددې لپاره،چې ستا ډوډۍ درې ټيکلي وه؛يعنې نهه ثلثه وو او يو ثلث له درې ټيکلو دې په خپله نه ده خوړلې او هغه سړي خوړلې؛لکه څنګه چې ملګري دې پينځه ټيکلي ډوډۍ؛يعنې پنځلس ثلثه درلودې او اته ثلثه يې هم په خپله خوړلې او اوه ثلثه هم راغلي سړي؛نو د يو ثلث پر وړاندې يو درهم برخه لري او ملګرى دې د اوو ثلثو پر وړاندې اوه درهمه برخه لري . سړي وويل: اوس راضي شوم .

دا روايت ( متقي؛کنزالعمال : درېم ټوک،١٨٠ مخ ) ، ( محب طبري؛رياض النضره: دويم ټوک،١٩٩ مخ ) او د هغه د وينا له مخې قلعي او همداراز ابن حجر د صواعق په ٧٧ مخ کې راوړى دى .

( امام احمد بن حنبل؛ مسند : پينځم ټوک، ٥٨ مخ ) په خپل سند له معاوية بن قرة له يو انصاري ، ( کنزالعمال : درېم ټوک،٥٣ مخ ) د علي د هغه قضاوت په اړه  روايت نقل کړى،چې يو سړي د احرام په حال کې د اوښمرغه هګۍ ماته کړې وه .

( صواعق محرقه :٧٣ مخ ) روايتوي،چې پېغمبراکرم (ث) له اصحابو کرامو سره ناست و،چې دوه شخړه کوونکي راننووتل،يو يې وويل : رسول الله ! ما يو خر درلود،چې ددې سړي غوا وواژه . په غونډه کې په ناستو کسانو کې يو د رسول اکرم تر ځواب مخکې وويل :څارويان ضمانت نه لري . رسول اکرم وويل :علي په دې دوو کسانو کې قضاوت وکړه . حضرت علي پوښتنه وکړه : آيا دواړه څاروي تړلي ول، که خلاص وو او يا يو يې تړلى او بل يې خلاص و ؟ هغو دوو کسانو وويل :خر تړلى و؛خو غوا خلاصه وه او د غوا خاوند له خپلې غوا سره و. حضرت علي وويل :د غوا خاوند د خر ضامن دى . رسول اکرم دا حکم تاييد کړ .

( شبلنجي؛ نورالابصار : ٧١ مخ ) يوه کيسه نقل کړې ده : يو سړي له "نرښځي" سره(،چې هم يې د ښځې او هم يې دسړي عورت درلود،) واده وکړ او په مهر کې يې يوه وينځه ورکړه او چې کوروالى یې ورسره وکړ؛نو د نر ښځي پر ګېډه ماشوم شو او زوى ترې وشو او په خپله دې نرښځي له خپلې وينځې سره کوروالى وکړ،چې مهر يې و او هغه وينځه هم دوه ځانې- حامله شوه او زوى يې وشو .ددې سړي او نرښځي خبره ډنډوره شوه او حضرت علي بن ابيطالب هم خبر شو. حضرت علي د نرښځي له حاله خبر شو،چې هم حيض کېږي،هم وطى کوي او هم وطى کېږي؛ لنډه دا چې له دوو اړخو يې مني راوځي،حامله کېږي او بلاربول هم کوي . ټول خلک يې له خلقته حيران وو او څوک نه و، چې د هغه او مېړه په منځ کې يې قضاوت کړى واى . حضرت علي وويل :هغه دوه هلکان راوړئ؛نو حکم يې کړ : ولاړ شئ او د نرښځي د سينې ښۍ او کيڼې پښتۍ وشمېرئ؛نو که د ښي لور او چپ لور پښتۍ يې سره برابرې وې؛نو ښځه ده او که د کيڼ لور يوه پښتۍ يې له ښي کمه وه؛ نو سړى دى، دوه هلکان ولاړل او د حضرت حکم يې پلي کړ او خبر يې راوړ،چې د کيڼ لور پښتۍ يې له ښي اړخ کمې دي او پردې مانا يې شهادت ورکړ او حضرت علي حکم وکړ،چې دا نرښځى سړى دى او له مېړه يې بېل کړ .