علي گل پيوند

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

علی گل پیوند (زوکړه د ۱۳۲۷ لمريز لېږدي کال د کب میاشتې ۲۱ د کونړ ولايت - مړینه د ۱۳۹۹ ل ل کال غويی، جرمني، هامبورگ) د افغانستان يو پښتو ژبی شاعر او لیکوال وو.

مخينه

علی گل پیوند د ۱۳۲۷ لمريز لېږدي کال د کب میاشتې پر ۲۱ د کونړ ولایت د پشد په کلي کې زیږیدلی دى. لومړنې زده کړي یې د پشد د کلې په ښوونځي كې وکړې. پيوند له څلورم ټولگي نه نظم وايه او مشر ورور ته به يې کيسې لوستلې. ورو ورو يې د شعرونو او بيا پخو او ښو شعرونو ليکل پيل کړل. نورې زده کړې يې په ابن سینا او کابل ښوونتون (دارالمعلمین) کې سر ته رسولې دي. پر ۱۳۵۱ ل ل کال یې د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو له پوهنځي نه د لېسانس بريليک (دیپلوم) تر لاسه کړى دى. پر ۱۳۵۶ ل ل کال یې د ښوونکو د روزنې په اکاډمۍ کې د فوق لیسانس پورې زده کړې بشپړې کړې.

دندې

پیوند ، د روښان په عالې دارلمعلمین کی د استاد ، د انیس او د ثور انقلاب د ورځپاڼو د مسؤل مدیر او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرستيال په توگه دندې سرته رسولې دي.

علي گل پیوند پر ۱۳۵۹ ل کال جرمني ته د سفير په توگه وگومارل شو، خو تر تگ دمخه د دغې دندې پر ځای زندان ته وليږل شو. نوموړي ۸ کاله د څرخي پله په زندان کې تير کړل او تر ۱۳۶۷ ل ل کاله له کاره گوښه وو. له جیل نه تر راوتو وروسته د البیرونې نشراتې موسسې د سروال (رییس) په توگه و گومارل شو. پيوند د ډاکتر نجيب الله د واکمنۍ تر پای ته رسېدو او په هېواد کې د کورنۍ جگړې لا تاوجنېدو له لامله د نورو گڼ شمېر افغانانو په څېر دې ته اړوت چې له هېواده بهر ولاړ شي او کډوال شي. هفه وو چې له خپلې کورنۍ سره جرمني ته ولاړ او په هامبورگ ښار کې مېشت شو.

مړينه

شاعر او ليکوال علي گل پیوند د ۱۳۹۹ ل ل کال د غويي مياشتې پر ( ) د ورپېښې ناروغۍ له لامله د جرمني په هامبورگ کې له دې نړۍ سترگې پټې کړې. اورا يې ښاده او جنت يې ځای شه.

چاپ شوي نښيرونه يې

۱- زړه ډمه: دا د پیوند د شعرونو هغه ټولگه ده چې د ۱۳۵۸ لمريز لېږدي کال په پاي کې چاپ شوې، خو تر خپرېدو دمخه د (تور جلات) د لښکریانو په لاس بنده او ورکه شوه.

۲- سیلۍ (شعري ټولگه) د ۱۳۶۸ لمريز لېږدي کال کابل چاپ.

۳- باولۍ (د شعرونو ټولگه) د ۱۳۶۸ ل ل کال کابل چاپ.

۴- د سينما ياران (شعري ټولگه).

۵-سياسي طنزونه.


د علي گل پيوند د شعرونو څو بېلگې

دا سړې کرښې سیـزمـه دا بـې مینـې - چې نه ستا زړه تودوي او نه زما وینـې

د رټلي ذ‌هن تـاو کـې یې راتاو کـــړم - شي د شنه اسمان په غـاړه سپینـې سپینـې

ما ویل تندر به د زړه په تل کې پریوزي - خو ستا سترگو کې خبـرې مینـې مینـې

ما وې دا به د ترخــو شپــو ترانـې شـي - زما شعر کــې بـه ځـي د زړگـي وینـــې

اور دې پورې شي په داسې ساړه شـعـر - چې يې لوند نه شي گریوان د چا د مینې

اخځونه

۱- د سمسور وېبپاڼې د شعرونو برخه Archived 2020-10-03 at the Wayback Machine.

۲- http://www.nzdl.org/gsdlmod?e=d-00000-00---off-0areu--00-0----0-10-0---0---0direct-10---4-------0-0l--11-ps-50---20-about---00-0-1-00-0-0-11-1-0utfZz-8-00&cl=CL5.24&d=HASH01007696e19ca7d88f361b8d&x=1

۳- https://www.bbc.com/pashto/news/story/2006/03/060302_im-studio7-ali-gul-paiwand

۴- https://larawbar.net/55366.html#.X4aPIdSF5kg Archived 2020-10-16 at the Wayback Machine.