علامه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

علامه ، دگڼ علم پوهاند چې په انگرېزۍ کې ورته پوليمت (Polymath) وايي ، عربي کې ورته (العلاّمة)وایي او يوناني کې هم د (πολυμαθής, polymathēs) پوليمتيس په نومونو يادېږي . دا لقب هاغه کس ته ورکول کېږي چې د چا د علم د وړتيا کچه پراخه غځېدلي پر رازو رازو علمونو ولاړه وي . په بله وینا دا لقب هاغه پوهاند ته ورکول کېږي څوک چې د علمونو په مختلفو څانگو باندې برلاسي او تجربه ولري . د پخوا پیرونو ساینسپوهان به علامه بلل کېدل ځکه چې د هغوی د پوهې وړتيا به د اړونده ساینسي پوهې څخه غځېدلې پراخه وه.

-