عبدالوهاب سرتېر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
عبدالوهاب سرتېر
عبدالوهاب سرتېر د وينا په حال کې

عبدالوهاب سرتېر (۱۳۲۸ لمريز لېږدي کال، د ننگرهار ولايت د سره رود ولسوالي) (په انگرېزي: Abdul Wahab Sarter) د افغانستان يو پښتون شاعر او اديب دی.

مخينه

عبدالوهاب سرتېر د حاجي عبدالغني زوی، پر ۱۳۲۸ لمريز لېږدي کال د ننگرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ د موسی زيو په کلي کې زېږېدلی دی.

زده کړې

عبدالوهاب سرتېر خپلې زده کړې د سيد جمال الدين د ښوونې او روزنې په موسسه کې پای ته رسولې دي.

دندې

تر ۱۳۵۸ لمريز کال پورې په حبيبيې او استقلال لېسو کې د پښتوژبې او ادبياتو ښوونکی و. وروسته يې د افغانستان په راډيو ډلويزون کې پر کار پيل وکړ چې هلته د بېلابېلو خپرونو ليکونکی، ويونکی او چلوونکی و.وروسته يې د افغانستان په راډيو ټلويزيون کې په کار پيل وکړ چې هلته دبېلابېلو خپرونوليکونکی ، ويونکی اوچلوونکی وو

چاپ شوي آثار

د عبدالوهاب سرتېر شعرونه له ۱۳۴۳ لمريز کال راهيسې د هېواد په مطبوعاتو کې خپرېږي. د نوموړي څو شعري ټولگې چاپ شوي چې په لاندې توگه دي.

  1. څيرې گرېوان - د شعرونو ټولگه - چاپکال: ۱۳۷۷ لمريز
  2. د کوثر جام - د شعرونو ټولگه - چاپکال: ۱۳۷۷ لمريز
  3. د څپو ژبه - د شعرونو ټولگه - چاپکال: ۱۳۷۸ لمريز
  4. چينه - د شعرونو ټولگه - چاپکال: ۱۳۸۰ لمريز
  5. سوی ډاگ - د شعرونو ټولگه - چاپکال: ۱۳۸۰ لمريز
  6. هميانۍ - د شعرونو ټولگه - چاپکال: ۱۳۸۰ لمريز
  7. بڼ - د شعرونو ټولگه - چاپکال: ۱۳۸۴ لمريز

نوموړی د ۱۹۹۳ زېږيز کال راپدېخوا په آلمان کې د پردېسۍ ژوند تېروي.

باندنۍ تړنې