عبدالهادي ريشا‌ء

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
عبدالهادي ريشاء

عبدالهادي ریشاء د حاجي عبدالغني هوتک زوی ، په خپل پلرني ټاټوبي (د کندهار ښار د دریمي ناحیې د ملا گلداد په کوڅه کې پر ۱۳۰۲ لمريز لېږدي کال دې نړۍ ته سترگي ړني کړي دي.

زده کړې

ښاغلی رشا وايي چي دالف-بې سېپاره مور ورته ویلې ده او پر لمانځه باندي یې هم درولئ دئ ؛ څه دېني کتابونه ماما او فارسي ورور ورته وويل ؛ بل ورور د خط او حساب دزدکړي دپاره پنسل او کتابچه پلاس کي ورکړه ، نور یې نو پخپله و خصوصي مطالعې ته ملا وتړل . ژوند یې اکثره دتجارت په مختلفو برخو کي تېر سوی دئ . د ژوند په نورو برخوکي له د زيات شمېر لکه د يات شمېر افغانانو غوندي ډیري سړې و تودې پر راغلي دي .

د کندهار دښاروالۍ په انتخاباتو کي د دریمي ناحیې منتخب وکیل وټاکل سو، خو څنگه چي یې د ښاروال او نورو وکیلانو سره دخلگو د گټو پر سر وخوړل او هم یې دښاروالۍ چاري د ښاریانو په گټه نه بللې ، نو له وکالت څخه مستعفي سو. د جبههء پدر وطن په مو‌سسه کنگره کي کندهاریانو وکابل ته ولېږئ، هورې ددې لوی مجلس په غړو کي شامل و. په درو لویو جرگو کي یې دکندهار دخلگو دخوا استازيتوب کړئ دئ . همدارنگه یې دقبایلو په عالي جرگه کي دکندهار نمایندگي درلودل . دپارلمان په اولسي جرگه کي د کندهارد ښار دڅلورو ناحیو دخلگو له طرفه د رایو په اکثریت وکیل وټاکل سو او په اولسي جرگه کي د تجارت د کمیسیون غړی وټاکل سو .

په سنا کي یې دسنا د مجلس دمجلې د ژباړن په توگه هم دنده ترسره کړه . دسولي د جبهې د مو سسې کنگرې په غړو کي یې گډون درلود ؛ ورپسې د سولي د جبهې دغړو له خوا د لمړي مرستيال په توگه وتاکل سو. په ولسي جرگه (پارلمان) کي د ټولو مخالفو گروپو او اتحادیو له طرفه مشر او ریس وټاکل سو، دوی دا دمشرتوب دنده تر آخره وښاغلي ریشاء ته سپارلې وه.

په ولسي جرگه کي به ریشاء تل په ټولنيزو مسایلو کي د ملت پله نیولې وه ، تل به یې د ملت د گټوساتنه او دفاع کوله . دحکومت اوحکومت پلوه وکیلانو په وړاندي ولاړ و،او هغه وخت يې ويناوي په پرله پسې توگه د وخت په مطبوعاتو کي خپرېدلې .

( ښاغلی ریشاء حزبي نه دئ،په هیڅ گونداو تنظیم کي غړیتوب نلري،دحق اوعدالت ملگری دئ )

ریشاء د تجارتي سفرونو په لړ کي و ایران، عراق، پاکستان، هنداو هانگ کانگ تللئ دئ او د جبههء پدر وطن په یوه رسمي سفر تاشکند ، بخارا ، سمرقند ،مسکو او لیننگراډ ته هم تللئ دئ .

ښاغلی ریشاء د ۱۳۲۶ ل راهیسي په شعر ویلو خوله او قلم پوري کړئ دئ .

نوموړي دهغي لیونۍ میني له رویه ، چي خپل د هیواد، خلگو ، ژبي او فرهنگ سره یې لري، هیڅکله ځان ندئ سپمولئ او تل يې هڅه کړېده چي ددې خپلو خلکو او ټولني ته خپله معنوي پانگه ډالۍ کړي .

ښاغلی ريشاء د څو تېرو کلونو راپه دې خوا د پاکستان دکراچۍ په ښار کې استوگن ؤ . نوموړی د ۲۰۰۹م.ز کال د سپټمبر د مياشتې په ۲۰مه نېټه د ورپېښي ناروغۍ له کبله په کراچۍ کې په حق رسېدلای.

چاپي آثار

  1. پټي کرږي - داشعارو لومړۍ مجموعه – ۱۳۷۳ ل- کراچي
  2. بېوسي - د اشعارو دوهمه مجموعه – ۱۳۷۴ ل – کراچي
  3. خواشینۍ - بېلابېل مطالب- ۱۳۷۷ ل – کراچي
  4. خروښ - کوچني مطالب – ۱۳۷۹ ل – کراچي
  5. په افغانستان کي پردي لاسونه -سیاسي تحلیل (۵۰)جلده فوټوکاپي ـ ۱۹۹۷ ز- کراچي
  6. کرښپل - لنډ مطالب – ۱۳۷۹ ل - کراچي
  7. یاغي اندېښنې - رباعیات - ۱۳۸۰ ل - کراچي
  8. بېړنۍ لوجرگه - ۱۳۸۰ ل - کراچي
  9. د کندهار ښار - ۱۳۸۱ ل - کراچي
  10. افغانستان چا خراب کئ؟ - ۱۳۸۲ ل - صحاف نشراتي موسسه
  11. د پښتو اصطلاحاتو یوه برخه - ۱۳۸۲ - کراچي
  12. ښځي او اقتصاد - ۱۳۸۲ ل -کراچي
  13. کان طلا - ۱۳۸۳ل- کراچي
  14. د پوښتنو جوابونه -لمړۍ برخه- ۱۳۸۳ ل- کراچي
  15. د پوښتنو جوابونه - دوهمه برخه- ۱۳۸۳ ل - صحاف نشراتي موسسه
  16. د پوښتنو جوابونه – دریمه برخه - ۱۳۸۳ ل - صحاف نشراتي موسسه
  17. د ارواښاد عبدالشکور رشاد په یاد - ۱۳۸۳ ل – کراچي
  18. گدړۍ - د خپرو سوو نوشتو څخه گل گل - ۱۳۸۳ ل - کراچي
  19. سپیني خبري – ۱۳۸۴ ل کراچي
  20. بېلابېلې متعددې مقالې او اشعار يې په جرایدو کې هم نشر شوي دي

ناچاپه آثار

  1. مړانه - د یوې حادثې حقیقي جریان
  2. متلونه - نژدې (۳۰۰) متلونه په یوه پنڅوس پاڼيزه کتابچه کې
  3. بد شگون - بد فال، شوم او نحس خبرې، چي ښځې عقیده وباندې لري. په یوې کتابچه کې د یوې کوچنوټي کتابتون سره لادرکه شوه.
  4. تر سلو ډېر شعرونه

باندنۍ تړنې