عبدالهادي داوي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
عبدالهادي داوي

عبدالهادي داوي (۱۲۷۴ ل. - د زمري ۲۸مه، ۱۳۶۱ ل.) د كندهار اوسېدونكى په قوم كاكړ، د عبدالاحد اخونزاده زوى چې په ۱۳۱۳هـ ق كال د جمادى الاول پر ۱۴مه (۱۲۷۴ل) د كابل په باغ عليمردان سيمه كې زېږېدلى دی. پلار يې يو لوستى يوناني طبيب و، چې دامير عبدالرحمن خان په بلنه له كندهاره كابل ته راغلى و. داوي خپلې لومړنۍ زده كړې له خپل پلار څخه وكړې، بيا وروسته پر ۱۲۷۹ كال په حبيبيه ښوونځي كې شامل شو او د وخت له دود سره سم يې تر “رشيديه” پورې زده كړې تر سره كړي او پر۱۲۹۰ كال له دې ښوونځي فارغ شو. عبدالهادي په پښتو او دري شعرونه ويل چې كله يې پرېشان او كله يې هم داوي تخلص ځان ته غوره كړى. په عربي ، انگليسي ، اردو او تركي ژبو هم پوهېده او له دغو ژبو څخه يې پښتو او دري ته ژباړې كولې.

دندې

داوي په ۱۲۹۰ ل كال په سراج الاخبار كې په دنده وگومارل شو او همدلته يې د عبدالرحمن خان لودين او محمود بېگ طرزي له تجربو او پوهې څخه ډېر څه تر لاسه كړل. همدا مهال په هېواد كې يو نوى فرهنگي او ادبي غورځنگ او نهضت راوټوكېد چې داوي يې هم له مخكښانو او سرخېلانو څخه و، داوي په همدغه غورځنگ كې له محمود طرزي څخه وروسته دويم ځاى درلود.

د مشروطيت غورځنگ گڼ شمېر غړي احساساتي ځوانان وو چې په شور او زوږ سره به يې بيانيي وركولې خو داوي سره له دې چې د همدې غورځنگ غړى و، په متانت سره يې نرمې او سنجيده خبرې كولې چې پر مقابل لوري به يې ډېر زيات ژور اغېز كاوه، په دې توگه يې كولاى شول چې ډېر او ژر خلك تر اغېز لاندې راولي، له همدې كبله يې په خلكو كې په ځانگړي ډول په ځوانانو كې زيات او ژور نفوذ درلود.

د داوي د همدسې اغېزمنو ويناوو او خبره په اړه دا مشهور ده، چې كله داوي په اوږد مهال حبس محكوم شو، نو سيد احمد خان چې د صدارت مشاور و، يو ځل صدراعظم محمد هاشم خان ته د دې خبرې يادونه وكړه چې كه يوه منظمه فرقه له توپونو او ټوپكو سره دغه بې ازاره مرغه (داوي) ته په لاس وركړې نو په باور سره هغه به يې له كارولو عاجز وي، نو بيا مو ولې داسې يو بې ضرره سړى په زندان كې ساتلى دى؟ محمد هاشم خان يې په ځواب كې وويل: هغه نه پېژنئ، له دغې ارامې او صالحې څېرې سره د هغه يوه خبره د توپ له يوې مرۍ څخه زيات اغېز لري.

داوي تر ډېره د سراج الاخبار په اداره كې له محمود طرزي سره پاتې شو، همدلته يې د مشروطيت غورځنگ له ټولو ځوانانو سره پېژندگلوي وشوه، همدا أول يې له امان الله خان سره چې هغه مهال شاه زوى (شهزاده) و، ډېر نژدې اړيكي جوړ كړل. د ۱۲۹۷ ل كال د چنگاښ پر ۱۲ چې د امير حبيب الله خان د زېږېدا جشن و او چې امير په خپل موټر كې د كابل د شور بازار له كوڅې څخه تېرېده، د داوي يوه احساساتي ځوان ملگري عبدالرحمن لودين پر امير د تومانچېډزې وكړې، خو گولۍ پر امير و نه موښته او خطا لاړه، عبدالرحمن خان لودين يې سملاسي زندان ته واچاوه او د همدې ورځې پر سبا يې داوي هم ونيو او اوه مياشتې له ډېرو كړاوونو سره په زندان كې وساتل شو. داوي په زندان كې و چې پلار يې وفات شو، خو ده له دې ټولو ستونزو او كړاوونو سره سره خپل زغم له لاسه ور نه كړ او د خپلې مبارزې لړۍ يې پسې وغځوله.

د امير درباريانو داسې انگېرله چې د مشروطيت غورځنگ دغه دواړه غړي به ډېر ژر په دار وځړول شي، خو په خپله امير د دوى د وژلو امر و نه كړ. امير د همدغه كال په مني كې جلال اّباد ته لاړ او خبره تر پسرلي پاتې شوه، خو چې بيا څو پسرلى كېده او امير بېرته كابل ته راتلو، نو امير د پسرلي تر راتگ مخكې د لغمان په كله گوش كې د ۱۹۱۹كال د فبروري پر ۲۰مه ووژل شو.

ښاغلى سيد مسعود پوهنيار د همدې پېښې په اړه ليكي: “هنگاميكه كه در ماه سرطان ۱۲۹۷هـ (۱۹۱۸م) سپاهيان اّمده او را به زندان مى بردند، بى اندازه مى ترسيد چنانچه از شدت ترس دهانش خشكى مى نمود، وقتيكه نزديك كنبد كوتوالى رسيد مى خواست كه از جوى اّب كنار سرك نزدك بانك شاهى كمى اّب بنوشد اما درين وقت وجدانش او را ملامت كرد كه هر گاه باين اندازه ترسو و بزدل بودى پس چرا اّن اشعار زننده را مى سرودى و به تحرير اّن نوشته هاى انتقاد اّميز چرا مى پرداختى، موصوف علاوه كرده گفت باخود مى انديشيدم كه شايد مورد طعنه سپاهيانى كه او را به محبس مى برند قرار گيرم، كه چرا اينقدر بى جرئت هستم، لذا از نوشيدن اّب خود دارى كردم.”

داوي ډېر وخت همداسي كړي او په همداسې حالاتو كې يې سر گرېوان ته ټيټ كړى او بيا يې هغه كار كړى چې وجدان ورته ويلي.

كله چې د امير عبدالرحمن خان تر مرگ وروسته امان الله خان پاچا شو، ټول ځوانان يې خوشي كړل، چې داوي هم په دې لړ كې له زندان څخه راخلاص شو، څنگه چې داوي له پخوا له امير امان الله خان سره پېژندل او دوى دواړه د مشروطيت غورځنگ غړي وو، نو داوي له نوي پاچا سره د خپلواكۍ په گټلو او هېواد په سمسورۍ كې برخه واخيسته، داوي د نوي جوړې شوې خپرونې “امان افغان” مسوول مدير وټاكل شو چې لومړۍ گڼه يې د ۱۲۹۸ كال د وري پر ۲۲مه چاپ شوه.

په ۱۹۲۰م كال كې دهغه هيئت غړى وټاكل شو چې د محمود طرزي تر مشرتابه لاندې د هند مسيوري (منصوري) ته تلل، دغې كتنې د اپريل له ۱۶مې پيل د جولاى تر ۱۸مې يې دوام وموند. له دغو مذاكراتو څخه تر راستنېدو وروسته د ۱۲۹۹ كال په سلواغه كې په بخارا كې د افغانستان سفير وټاكل شو. د ۱۲۹۹ په سلواغه كې د هغه هيئت غړى شو چې له برتانوي هند سره د مذكراتو لپاره غوره شوى و، دغو مذاكراتو د ۱۳۰۰ تر لړم پورې دوام وكړ. له دې وروسته په بهرنيو چارو وزارت كې د هند او اروپا د څانگې مدير وټاكل شو او بيا په ۱۳۱۰ل كال كې د بهرنيو چارو وزارت مستشار غوره شو. د ۱۳۰۲ ل كال په جوزا كې بخارا ته د فوق العاده سفارت د هيئت رئيس وټاكل شو. د ۱۳۰۲ كال په ليندۍ كې په انگليستان كې د افغانستان لومړۍ سفير وټاكل شو او په همدغه مياشت كې يې سفارت پرانيست، په ۱۳۰۵كال يې استعفاء وكړه او د تجارت وزير وټاكل شو، په سقوي اړ و دوړ كې ۱۷ ورځې بندي شو او بيا چې له بند څخه را خلاص شو، نو هندوستان ته لاړ؛ كه څه هم د مقاومت هڅه يې وكړه او له هندوستان څخه بېرته كندهار او سوېل سيمې ته راستون شو، خو چې ميدان يې تش وليد بېرته نهيلى هند ته لاړ، لومړى يې په بمبايي كې واړول چې بيا كراچۍ ته لاړ، هلته يې په سياسي فعاليتونو لاس پورې كړ او د “افغانستان” په نامه يې په دري يوه مجله خپروله، همدا مهال يې نورې مقالې د ايران ، هندوستان او انگليستان ، مطبوعاتو ته لېږلې. كله چې غږزي محمد نادر خان سقوي اړ و دوړ له منځه يووړ او پاچا شو، نو عبدالهادي داوي يې هېواد ته راوغوښت، چې له ۱۳۰۸ ل كال څخه تر ۱۳۱۰ل كال پورې يې د المان په برلين كې د سفير په توگه دنده پر مخ بيوله او په ۱۳۱۰ كال كې يې د سفير له دندې څخه استعفاء وكړه.

كله چې داوي هېواد ته راستون شو په ۱۳۱۱ كال د ادبي ټولنې (انجمن ادبي) افتخاري غړى شو.

په ۱۳۱۲ل كال د اوإد مهال لپاره په زنداني كېدو محكوم شو چې بيا يې ۱۳ كاله پرله پسې د زندان كړاوونه وزغمل او د ۱۳۲۵ ل كال د ليندۍ پر ۲۵مه له زندان څخه را خلاص شو.

داوي ډېر وطندوست شخصت و، له خپلو خلكو او هېواد سره يې ډېره مينه لرله او پردي يې پردي بلل، ځكه خو يو ايراني ديپلومات خپل هېواد (ايران) ته د څارگرۍ په راپورونو كې داوي په ناسمه او سپكو الفاظو ياد كړى، كه څه هم د دغو راپورونو د چاپ زيارن چې وروسته يې د “كرسى نشنان كابل” په نامه چاپ كړى، يو ډول تعبير وركړى، خو كه شپه تياره ده مڼې په شمار دي.

داوي چې كله له زندان څخه را خلاص شو په ۱۳۲۷ ل كال كې د شاهي دربار سرمنشي وټاكل شو، په ۱۳۲۸ ل كال كې د كابل د ده سبز د خلكو له خوا د شورا اتمې دورې ته د وكيل په توگه غوره شو، په ۱۳۲۳ ل كال كې په مصر كې د افغانستان د سفير په توگه وټاكل شو، په ۱۳۳۴ ل كال په اندونيزيا كې د افغانستان سفير وټاكل شو چې تر ۱۳۳۸ كال پورې يې دغې دندې ته دوام وركړ.

په ۱۳۴۵ ل كال كې د مشرانو جرگې رئيس غوره شو او د ۱۳۴۳ د اساسي قانون د جوړونې په مشورتي كمسيون كې يې هم برخه واخيسته.

داوي په ژوند كې ډېرې هسكې او ټيټې ليدلې، هېڅكله يې هم له خپلو خلكو او وطن سره مينه نه ده لإ شوي ، په زندان كې يې كتابونه ليكلي او د خپلې پوهې پانگه يې له زندان څخه خلكو ته تقسيم كړې، داوي دغه كتابونه كښلي:

ليکلي آثار

  1. زما پاك رسول: له اردو څخه يې ژباړلى چې عبدالحميد قرشي ليكلى په ۱۳۳۸هـ ق كال په لاهور كې د افغانستان جريدې د ادارې له خوا چاپ او خپور شوى دى.
  2. تجارت ما با س.س.ر: د دوو هېوادونو تر منځ د سوداگرۍ د چارو په اړه يې هغه وخت كښلى چې د سوداگرۍ چارو وزير و او په ۱۹۲۷ل كال په انيس مطبعه كې چاپ شوى.
  3. غياصه: د پښتو شعرونو ټولگه يې ده.
  4. لالى ريخته: د علامه اقبال د اردو شعرونو ژباړه.
  5. نغمات: د شعرونو ټولگه.
  6. گلخانه: د نورو شاعرانو د شعرونو غورچاڼ دى چې د خپلو شعرونو مالگه يې په كې گأه كړې ده.
  7. رجال وطن: د هېواد د نومياليو ژوندليك.
  8. زيست نامه: خپل ژوند ليك يې دى.

باندنۍ تړنې

سرچينې