عبدالله خان اڅکزی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

غازي عبدالله خان اڅکزی د حاجي سربلند خان زوی دی چې د کوټې او چمن په منځ کې د کوږک د لمنې په یوه اباد کلي کې چې قلعه عبدالله نومیږیزي ، زیږدلی دی . وروسته همدغه کلی دده په نامه یاد شوی دی او پاتې کسان همدااو د سیوري نومي کاریزه کې اوسیږی . د احمد شا بابا د غزاگانو په وخت کې له دې ټبر څخه ډیرو نومیالیو گډون کړی وو. غازي عبدالله خان اڅکزی د افغان اوانگریز په لومړۍ جگړه (۱۸۳۸-۱۸۴۲) کې ډېرې سرښندنی کړې . ده د ملي مبارزینو په هغه غونډه کې گډون کړی وو چې ډېری تاريخپوهان ېې د کابل بېړنۍ لويه جرگه بولي او د انگریزانو پر خلاف جوړه شوې وه . ملي مبارزینو په خپلو منځو کې په قرآن لوړه وکړه چې انگریزان به له خپلې خاورې شړي . غازی عبدالله خان دا سمه گڼي چې تر څو سریحه پلمه پیدا نه شي پر انگریزانو به برید نه کوي . دا په اصل کې يو تاکتيکي حرکت وو . هغه وو چې څو ورځې وروسته د غازي عبدالله خان د کور خدمه ورکه شوه او هغه د برنس په کور کې پیدا شوه . کله چې غازي عبدالله خان خبر شو ، خدمه یې د خپلو سړیو په واسطه په زور سره د برنس له کوره راوايستله او ملي مبارزین د ملي پاڅون په هڅه کې شول ، د برنس پر کور یې بريد وکړ ، د برنس د کور ساتونکي یې ټول ووژل . کله چې د کابل اوسېدونکي خبر شول ټولو خپل دوکانونه وتړل او د مجاهدینو مرستې ته یې ورودانگل . برنس یې په داسې حال کې چې په حمام کې له دریو ښځو سره وو ، له حمامه راویوست او ټوک ټوک یې کړ ، کور یې ورچور کړ ، د نورو افسرانو کورونه یې هم چور کړل ، دوی یې وژل او ځنو په تېښته عسکري چوڼیو ته ځانونه ورسول. غازي عبدالله خان اڅکزي او امین الله خان لوگري له لس زره کسيز لښکر سره د وېليم حې مېکناټن په کلا ، بلاحصاراو بي بي مهرو په سیمه کې پر انگریزانو بريد وکړ خو جنرال سیل يې بريد په شا وتمباوه. ملي مبارزینو د بل لوی برید لپاره چمتووالی وکړ او د ۱۸۴۱ ز کال د نومبر پر دويمه (چې د روژی (۱۷) نېټه وه) سهار وختي ملي مبارزینو د کابل په خرابات کې د الکساندر برنس په کور یرغل وکړ . په دې یرغل کې د برنس او جانس کورونه وسوځېدل ، د شاه شجاع او انگریزانو ساتونکي یې په کوڅو کې راکښول. په همدغه وخت کې د ملي مبارزینو لویه کامیابي په برخه شوه . غازي عبدالله خان اڅکزي د بالاحصاراو بي بي مهرو په جگړو کې برخه واخيسته ، په همدغه جگړه کې ټپي شو ، همدغه ټپ له امله په شهادت ورسیداو د ريشخور په سره کلا کې خاورو ته وسپارل شو .