عبدالله خان افغاني نويس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عبدالله خان افغاني نويس (۱۲۷۶ لمريز لېږدي کال = د ۱۳۵۱ ل ل کال د چنگاښ ۱۵، (۱۸۹۷ زېږدي کال = ۱۹۷۲ ز. کال) د ملا محمد خان چې په عرض بيگي مشهور ؤ، زوی و. عبدالله خان افغان نويس له هغو معاصرو قاموس ليکونکو او اديبانو څخه ؤ چې ادبي خدمت په تېره بيا د پښتو خدمت ورته له پلار او نيکه څخه په ميراث پاتې و.

زده کړې

د وخت دوديز علوم يې له خپل پلار او د سيمې له علماوؤ لوستلي وو.

دندې

کله چې د امير امان الله خان د واکمنۍ پر مهال پښتو مرکه تاسيس شوه، عبدالله خان په پښتو ټولنه کې د کاتب په توگه وگومارل شو.

چاپ شوي آثار

عبدالله خان افغاني نويس په پښتو او فارسي ژبه پوهېده او په دواړو ژبو يې آثار ليکلي دي. له افغاني نويس نه دا لانديني آثار پاتې دي:

  1. افغاني قاموس - درې ټوکه - چاپکال ۱۳۳۵، ۱۳۳۶ لمريز
  2. لغات عاميانه فارسي افغانستان - چاپکال ۱۳۴۰ لمريز
  3. د هېرو شوو پښتنو فقهيانو په اړه يوه کوچنۍ رساله - د کابل مجلې په لومړيو گڼو کې چاپ شوې

ناچاپه آثار

  1. پښتو -- فارسي قاموس - دا اثر لا تر اوسه پورې نه دی چاپ شوی.