عبدالقدير خان
د ويکيپېډيا لخوا
(له عبدالقدیر خان نه مخ ګرځېدلی)
عبدالقدير خان (په انګرېزي: Abdul Qadeer Khan) د پاکستان د اتومي بم پلار د اپرېل په ۲۷مه نیټه کال ۱۹۳۶ز د هند په بهوپال ښار کې زېږېدلې دی. د پلار نوم یې عبدالغفور خان ؤ، چې د ښوونې او روزنې له څانګې سره یې سر و کار ؤ. دده پلار یو متقي او پرهېزګار سړی ؤ. ډاکټر عبدالقدیر په خپلو خویندو، وروڼو کې په شپږم نمبر راتلو.
لومړنۍ زده کړې یې د حمیدیه ښوونځي څخه پیل کړې.تر لسمه پورې هورې ؤ، او د اګست په ۱۵مه کال ۱۹۵۲ز د کراچۍ رام سوامي نومي ځای ته راوکوچېد، او بیا یې په ناظم اباد کې استوګنه غوره کړه.