عبدالعلي مستغني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عبدالعلي مستغني (۱۲۵۳ کابل- ۱۳۱۲ لمريز لېږدي کال) د افغانستان يو پښتو ژبی او پارسی ژبی شاعر وو.

مخينه

عبدالعلي مستغني د ملا رمضان زوی دی، چې پر ۱۲۵۳ ل ل کال يې د کابل بالاحصار ته نژدي زیږیدلی دی. پلار یې ملا رمضان د کندهار د هوتکو قبیلې له مخورو څخه وو چې د امير شېر علي خان د واکمنۍ پر مهال يې په بالاحصار کې د ښوونکي په توگه دنده تر سره کوله. تر هغه وروسته د امیر عبدالرحمان خان د واکمنۍ پر مهال د هغه د زامنو سردار حبیب الله خان او سردار نصرالله خان ښوونکی وو او وروسته یې د کابل د مفتي په توگه دنده ترسره کوله.

مستغني او د هغه کورنۍ له کندهاره وردگو ته کوچیدلي او همدا لامل وو چې ځان ته یې مستغني وردگي هم وایه. هغه د خپل وخت دودیز علوم لکه فقه، صرف او نحو، حکمت، علم کالم او تصوف لوستي ول. ارواښاد استاد محمد صديق روهي د مولانا خسته له قوله لیکلي چې مستغني په نجوم، رمل، حساب او هندسه کې هم مطالعه درلوده. د مستغني صاحب شعرونه په سراج الخبار او کابل مجله کې خپاره شوي دي. هغه په دري ژبه کې د اشعارو څو لوی دیوانونه لري.

ښاغلی حیدر ژوبل د عبدالعلي مستغني د دیوان په اړه وایي: «عبدالعلی مستغني از استادان شعر و داری طبع روان و صاحب کلیات است. کلیات او تا هنوز به چاپ نه رسیده، کلیات وی که در حیاتش ترتیب شده بود، پس از وفات به سرقت برده شد و تا امروز مفقود االثر است اما مرحوم پاینده محمد زهیر در اثنای معاونیت و ریاست دارالتالیف آثار پراگنده اش را از جراید، روزنامه ها و مجالت و مسودات گرد اورد و ښاغلی عبدالکریم پسر مستغني مرحوم نیز با وی از هیچ گونه کمک دریغ نه کرد. این کلیات فعالً در مطبعه معارف تحت طبع است. وی شاعر قصیده سرا بوده و در دوره خود در صف شاعران درجه اول قرار داشت.»

دندې

هغه په حبیبيه لیسه کې د ښوونکي دنده لرله او بیا په سراج الاخبار کې د ادبي برخې پازوال او ادیتر سو؛ نوموړی د کابل د ادبي انجمن غړی هم وو.

عبدالعلی مستغني خپله لومړنۍ دنده په سراج االخبار کې له محمود طرزي سره د قلمي همکار په توگه پیل کړه او بیا په همدغه اخبار کې د ایډیتر په توگه پاتې شو. په دې دندو سربیره مستغني د ژوند په وروستیو کلونو کې د کابل ادبي انجمن غړی شو او د خپل ژوند ډیره برخه یې خپل ولس ته د علمي، ادبي او گټورو اثارو وړاندې کولو ته وقف کړ.

د مستغني شاعري

عبدالعلي مستغني سره له دې چې په شعر کې د یو لړ استادانو له خوا د استاد په نامه ستایل شوی، شعر ته یې د لرغونو او منځنۍ دورې د شاعرانو په څیر نه دي کتلي، بلکې شعر یې ټولنې ته د خدمت لپاره وقف کړی دی.

مستغني لومړنی شاعر وو چې په شعر کې يې ورځنۍ پېښې، وییونه او طنزي توکي ځای کړي دي. د هغه د ټولنیزو شعرونو منځپانگه د خپلواکۍ ارمانونه، د نالوستۍ (بې سوادۍ) له بلا سره مبارزه، خلک په ټولنیزو پرمختگونو پوهول جوړوي.


مړینه

شاعر عبدالعلی مستغني د ۱۳۱۲ لمريز لېږدي کال د کب پر ۲۱ د شپېتو کلونو په عمر وفات شو. د نوموړي په مړینه باندې بېلابېلو شاعرانو ویرنې وویلي، چې یوه له هغو څخه د ایران ملک الشعرا محمد تقي بهار دی، چې د مستغني په مړینه باندې یې د غم اوښکې توی کړې دي.

بهر تاریخ وفاتش زد رقم کلک بهار عاقبت مستغني بیدل وداع روح کرد


سرچينې

۱- http://www.taand.com/archives/16438 Archived 2019-10-23 at the Wayback Machine.

۲- http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/Momand_ehsanula_de-mostaghni_czwandlik.pdf