عبدالصبور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مولانا عبدالصبور
بشپړ نومشيخ القران مولانا عبدالصبور
زېږون1950
زېږونځایلغمان ولايت

شيخ القران مولانا عبدالصبور يو افغان ديني عالم، قرآن پوه او داعي دی چې اوسمهال د افغانستان په سطحه د مجمع علمي علماء افغانستان رئيس دی.

مخينه

نوموړی په لغمان ولايت کي زيږيدلی دی.

زده کړې

زده کړې يي د هجرت په ديار پيښور کې کړې دي. او له پېښور پوهنتون څخه په ديني علومو کې ماستري لري.

دندې

مولانا عبدالصبور خپل وخت د قرآن په لور دعوت ته وقف کړی او رسمي دندې يي نه دي ترسره کړي. که څه هم چې اوس د مجمع علمي علماء افغانستان بسټگر او رئيس دی.

قرآن پوهنې دورو لړۍ

شيخ القران مولانا عبدالصبور د افغانستان په سطحه د قرآن پوهنې دورو بسټگر دی. نوموړي د افغانستان په مختلفو ولايتونو کې د قرآن پوهنې دورو له لارې په سلگونه زره هېوادوالو ته د اسلام او قرآن پيغام رسولې.

ليكلي اثار

مولانا عبدالصبور ازادې ليکنې کړي او هم يي څو رسالې چاپې کړي.


باندنۍ تړنې