عبدالستار سيرت
د ويکيپېډيا لخوا
عبدالستار سیرت ( ۱۵ د اکټوبر، ۱۹۳۵ - ) (په انګرېزي: Abdul Satar Sirat) کې زېږېدلی دی . په خټه اوزبک ـ افغان دی . دی د افغانستان د وروستني پاچا ظاهر شاه د کورنۍ نژدې غړی دی . ډاکټر عبدالستار سیرت د افغانستان د وروستني پاچا ظاهر شاه په حکومت کې د عدليې وزیر پاتې شوی .
زده کړې [سمول]
ډاکټر عبدالستار سیرت خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې په افغانستان کې سرته رسولي او تر هغه وروسته ېې لوړې زده کړې د مصر په الازهر پوهنتون کې او د امریکې په کولمبيا پوهنتون نیويارک او همدارنګه ېې د دوکتورا سند په دیني علومو کې له پېسیفیک پوهنتون کلفورنيا څخه ترلاسه کړي دي.
دندې [سمول]
ډاکټر عبدالستار سیرت له ۱۹۶۴ زېږيز څخه تر ۱۹۶۹ زېږيز پورې د کابل په پوهنتون کې د استاد په توګه دندې ترسره کړي . همدارنګه ېې د افغانستان د وروستني پاچا محمد ظاهر خان په وخت کې د عدلیې وزير په توګه دنده درلوده .