عبدالرحيمزي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ادريمزي (عبدالرحيمزي) که چيرې دادريمزيو دنسب شجره په غور سره تر څېړنې لاندې ونيسو نو جو ته به شي چې دوی غلجي پښتانه دي يعني ددغې قبېلې خلک د غلجيو پښتنو يو ښاخ دی او داحمدزيو پښتنو يوه څا نگه گڼله کيږي٠ چې زيات شمېر خلک يې د لو گر ولايت په بېلا بيلو ولسواليواو په تېره بيا زيا ت شمېر يې په محمد اغه کې استوگنه لري٠يو شمېر ادريمزي دلغمان ولايت د قرغيو په اولسوالي اودعزيزخان کڅ په سېمه کې مېشته دي٠چې په دغه ولسوالۍ کې ددوی مجمو عي شمېرد ٤٠٠٠ تنو په شا او خو اکې ښودل شوی دي ،خوهغه ا درېمزي چې دلغمان او ننگر هارولا يتو نو تر مينځ دتور غره په لمنو کې اوسيږي کو چياني ژوند لري٠ دننگر هار ولايت کې دادريمزيو دقبيلې خلک ددغه ولايت دکا مې او کوز کونړ په ولسواليو کې مېشته دي٠

٠ادريمزي خورا زړور،توريالي او ميړني خلک دي٠دروسي ير غلگرو او تيري کوونکو پر خلاف يې دمبارزې سنگرونه تاوده سا تلي وو٠ دادريمزيو قبيلي يو شمېر خلک کو چيانی ژوند هم لري٠ددغې قبيلې يو شمير خلک د سو داگرۍ او راکړې ورکړې کارونه هم سر ته رسوي٠ دادريمزيو د قبېلې په نا متو مشرانو کې يو هم عبدالملک خان عبدالرحيمزی و چې د افغا نستان د ټولواک اعليحضرت محمد ظاهرشاه دواکمنۍ په وخت کې د افغا نستان د ما ليي وزير تير شوی دی٠همداراز دشمشاد دتلوېزيون مشر او بنسټ اېښودونکی ښا غلی فضل کريم فضل هم ادرېمزی پښتون دی

سرچينې

  • پښتني قبيلې و پيژنئ، دکتو رلطيف ياد