عبدالحکيم منيب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عبد الحکیم منیب یو افغان سیاستوال دی چې په ۱۹۷۱ (۱۳۴۹-۱۳۵۰) کې زېږېدلی. دی له ۱۸ مارچ ۲۰۰۶ تر اگست ۲۰۰۷ پورې د اروزگان والي پاتې شوی دی چې وروسته لرې کړای شو. دی د پکتیا ولایت د علي خېلو له ټبر دی او د طالبانو د واکمنۍ پر وخت د قباېلو او پولو د وزارت مرستیال پاتې شوی دی. که څه هم دی اوس د افغانستان دولت سره پخولا شوی دی خو د ملگرو ملتونو په کانوانسیون ۱۲۶۷ کې دی اوس هم هغه کسانو په توملړ کې دی چې ملگرو ملتونو پرې بندېز لگولی و. په ۲۰۰۷ کې دی د کرزي د دولت لخوا د اروزگان د والي له چوکۍ لرې کړای شو ځکه چې نړیوالې ټولنې په ده تور لگاوه چې دی په فساد، د کوکنار په کر ککړ او د والیتوب د دندې وړ نه دی.