عبدالجبار نادر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عبدالجبار نادر يو افغان ژباړن او ليکوال دی.

مخينه

عبدالجبار نادر د نادر شاه زوی، د احمد شاه لمسی او د الف خان کړوسی دی. دئ په ۱۳۲۱ ل. کال کې د لغمان ولايت د علي خېلو په کلي کې زېږېدلی دی.

زده کړې

لومړنۍ، منځنۍ او دويمې زده کړې يې د روښان په عالي لېسه کې بشپړې کړي او بيا کابل پوهنتون ته تللی هلته يې د ادبياتو پوهنځي د فلسفې او پښتو ادبياتو په څانگه کې تر لېسانس کچې زده کړې وکړې او په 1344 ل. کال کې يې بريليک واخيست. په 24 د چنگاښ، 1354 ل. کې امريکا ته د لوړو زده کړو لپاره واستول شو او هلته يې د جنوبي کلفورنيا له پوهنتون څخه د ژبې د مهارتونو په څانگه کې خپله ماسټري وکړه.

دندې

ژباړې

  1. افغانستان د سوبې لويه لار - چاپکال ۱۳۶۹ ل. کال