عبدالجبار ثابت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ښاغلی عبدالجبار ثابت په ١٣٢٤ هجري لمريز کال کې د لوگر ولايت په محمداغې ولسوالۍ کې زېږدلى دى. او په قوم ستانکزى دى

زده کړې

نوموړى ، د کابل له حبيبيې لېسې او د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو له پوهنځي فارغ شوى او په حقوقو او اقتصاد کې يې په ١٣٥٦ کال کې په امريکا کې ماسټري تر لاسه کړې ده .

دندې

ثابت ، په ١٣٥٦ کال کې له امريکا نه افغانستان ته راستون شو او تر ١٣٥٩ کاله يې په عدليه وزارت کې د سلاکار په توگه کار وکړ. نوموړى ، له دې وروسته د پېښور پوهنتون د منځنى اسيا د مطالعاتو په مرکز کې د استاد، په پېښور کې د افغان اسلامي پوهنتون د مرستيال او له امريکا غږ راډيو سره د خبريال په توگه دندې تر سره کړې . هغه له ١٣٨٢ کاله تر ١٣٨٤ کاله د کورنيو چارو وزارت حقوقي سلاکار و او له دې وروسته د هېواد د لوى څارنوال په توگه وټاکل شو. ثابت ، تېر کال د چنگاښ په مياشت کې وروسته له هغه چې ولسمشرۍ ته يې د خپل ځان د کانديدېدو اعلان وکړ ، د ولسمشر لخوا د لويې څارنوالۍ له دندې گوښه شو . نوموړى وايي چې ١٢ اقتصادي ، سياسي او نور کتابونه يې ليکلي او ژپاړلي او ټول چاپ شوي دي .

اخځونه

  1. د پژواک خبري اژانس د ژوند ليکونو برخه.