عبدالباري جهاني
عبدالباري جهانى (په انگرېزي: Abdul Bari Jahani) د افغانستان يو پښتو ژبی ليکوال، شاعر، ژباړن، ژورناليسټ او سياستوال دی. هغه د ۲۰۰۴ زېږدي کال د اساسي قانون په رامنځته کولو کې د ځينو مادو په سمبالښت کې د هييت مرستيال پاتې شوی دی. مخينهعبدالباري جهاني د حاجي عبدالاحمد خان زوی پر ۱۳۲۷ لمريز لېږدي کال په کندهار ښار کې زيږيدلى دی. دی په خټه هوتک دی. نوموړی د افغانستان د پخواني هېوادمشر حامد کرزي د کوچنيوالي انډيوال هم دی او د افغانستان د ملي سرود شعر هم ښاغلي جهاني لیکلی دی. زده کړېلومړنۍ زده کړې يي د ميرويس نيکه په ليسه کې کړې او بيا پر ١٩٧٢ کال کې د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځى پاى ته رسولى. دندېجهاني له لوړو زده كړو څخه وروسته په پښتو ټولنه کې په کاربوخت شو. د کابل مجلې مسؤل مدير هم پاتې شوی دى ، او دوه کاله د پوهنې په وزارت کې هم کار وكړ. دوه ځله يي بېروت ته هم سفرکړى دى . کله چې په هيواد کې حالات په بدليدو شول نو دى په ١٩٨١ کال کې پاکستان ته کډې کولوته اړشو. هلته يي دوه کاله تير کړل او بيا يي د امريکې غږ راډيو ته ازموينه په بري پاى ته ورسوله. د امريکې متحدوايالتونو ته د کارکولو لپاره کډه شو. تراوسه هملته اوسى او کار کوى. ددې تر څنگ ېې د ۲۰۰۴م زږدي کال د اساسي قانون په جوړښت کې د مرستيال په توگه هم دنده لرله او د افغانستان د نوي ملي تگلارې (ملي سرود) د شعر جوړول هم د ښاغلي جهاني په لاس ترسره شوي . ليكلي اثارد ښاغلي جهاني لس کتابونه چاپ شوي دي اوځينې کتابونه يي له دري او انگليسي ژبو څخه پښتو ته ژباړلي دي، چې له دې ډلې څخه يې د کوماندان په نوم ناول د يادولو وړ دى.
باندنۍ تړنې
سرچينې |