عارف خزان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
عارف خزان يو افغان شاعر او اديب

عارف خزان (۱۳۳۰ ل كال د هرات ښار) د افغانستان يو پښتو ژبې شاعر دی.

مخينه

عارف خزان د كرم خان زوى، پر ۱۳۳۰ لمريز كال د هرات په ښار كې زېږېدلى دى.

زده کړې او ادبي کارندتياوې

عارف خزان لا ماشوم وو چې له زده كړې سره يې مينه پيدا شوه. لومړى يې په خصوصي توگه په زده كړه پيل وكړ او وروسته بيا د د فراه ولايت د ابو نصر فراهي په لېسه كې شامل او خپلو زده كړو ته يې دوام وركړ. دی لا کوشنی وو، په درېيم ټولگي کې وو چې د فراه ولايت د سيستان په نامه ورځپاڼه به يې لوستله او د دغې ورځپاڼې له لارې يې له شعر او شاعرۍ سره مینه پيدا شوه.

عارف خزان د ۱۳۵۲ لمريز كال نه راهيسې د كانو او صنايعو په وزارت كې كار كاوه. ده هممهال پر ۱۳۵۷ لمريز كال د افغان ستندرد مجلې د مسؤل مدير په توگه هم كار كړى دى. عارف خزان له ۱۳۵۴ لمريز كاله راهيسې شعر ليكي. دده شعرونه په ورځپاڼو، مجلو، مهالنيو او راډيو-ټلوېزيون كې خپاره شوي دي. همدا راز يې ځینې شعرونه ځینو سندرغاړو هم کمپوز کړي او د موسیقۍ په پردو کې يې زمزمه کړي دی.

کله چې پر ۱۳۷۱ لمريز کال په هېواد کې حالات لا ډېر کړکېچن شول، نو عارف خزان هم لکه د نورو گڼ شمېر افغانانو په څېر دې ته اړوت چې له هېواده بهر ولاړ شي، نو هغه وو چې پاکستان ته ولاړ او د ۴ کالو شاوخوا کې يې هلته ژوند وکړ. نوموړی پر ۱۹۹۶ ز کال له پاکستانه لومړی تاشکند ته او بيا له هغه ځايه د همدغه کال په سيپټمبر مياشت کې مسکو ته ولاړ. عارف خزان د روسيې په پلازمېنه مسکو کې څو کاله د لېمه (مجله) مجلې پازول چلوونکی وو. دی پر ۲۰۰۵ ز کال له روسيې څخه امريکا متحدو ايالتونو ته ولاړ او هلته د بريلېنډ ايالت په بالتيمور ښار کې مېشت شو.

چاپي اثار

۱- د سحر په غېږ كې، د شعرونو ټولگه ده، چې د افغانستان د ليكوالو ټولنې له خوا پر ۱۳۶۵ لمريز كال چاپ شوې ده.

۲- له برهوت نه، دا هم د عارف خزان د شعرونو دويمه ټولگه ده، چې د افغانستان د ليكوالو ټولنې له خوا په ۱۳۶۹ لمريز كال كې چاپ شوې ده.

۳- د لارو سره شپې، د عارف خزان د شعرونو درېيمه ټولگه ده چې پر ۱۹۹۸ ز كال په مسكو كې د لېمې مجلې د ادارې له خوا چاپ شوې ده.

ناچاپه آثار

د شعر څو بېلگې

سرچينې

۱- د سحر په غېږ کې، د ۱۳۶۵ لمریز کال کابل چاپ.

۲- د لارو سره شپې ، ۱۹۹۸ زېږدي کال مسکو چاپ.

۳- http://www.mashaalradio.org/audio/27258689.html