صليبي جګړې

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځښت, پلټل
Crusaders battle.jpg

صلیب لرونکی ( Crusaders ) یا صلیبییون په پخونۍ پېړۍ کې مذهبی مقدس عسکران ول چې د مسلمانانو او کافرانو په ضد یی جګړه کوله. دغه عسکران د پاپ د دستور په مطابق په اوروپا کې د کافرانو په خلاف او په فلسطین کې د مسلمانانو په ضد جګړه کوله. د انجیل په روایت په فلسطین کې د عیسی ( علیه السلام ) قبر پروت دی او د دی لپاره پاپ او کاتولیک مشرانو غوښتل چې فلسطین ونیسی. پاپ هم غوښتل په فلسطین کې مقدس هېواد تاسیس وکړی.

فلسطين [سمول]

په ۱۰۹۶ کال کې لوی صلیبی اردو فلسطین ته ورسیدل او په فلسطین کې د القدس پاچایی جوړه وکړه. صلیبیینو غوښتل پر مصر هم برید وکړی. په دی وخت کې مصر د فاطمی دولت په لاس کې و. مګر فاطمی مشرانو نسوای کولای د صلیبییونو په خلاف جګړه وکړی. په ۱۱۲۷ کال کې په سوریا او عراق کې د پاچا نورالدین لخوا قوی دولت تاسیس شو. پاچا نورالدین غوښتل د القدس پاچایی ته ماته ورکړی او مصر د عباس د خلافت لاس ته ور کړی. پاچا نورالدین یو قوماندان چې نوم یی صلاح الدین وو مصر ته ولیږل. صلاح الدین په مصر کې وزیر شو. په ۱۱۷۲ کال کی فاطمی دولت د صلاح الدین د دسیسو په مرسته خراب شو او صلاح الدین د مصر پاچا شو او مصر د عباس د خلافت لاس ته راوړ. د پاچا نورالدین تر وفات وروسته په ۱۱۷۴ کال کې صلاح الدین د نورالدین زوی مړ کړ.

جګړه [سمول]

صلاح الدین

په ۱۱۸۲ کال کې د صلیب مشر رینالد چاتیلون د عرب په تجارتی کاروانونو برید وکړ. په برید کې ټول سودګران وژل شول. ریتالد چاتیلون تر دغه برید وروسته په سره سمندر کې د عربانو پر تجارتی پیړیو برید وکړ او د مدینې په ښار کې یی بندرونه خراب کړل. تر دغه بریدونو وروسته صلاح الدین په قهر شو. په ۱۱۸۷ کال کې صلاح الدین لوی اردو راټول کړ او د القدس پر پاچایی برید وکړ. د صلاح الدین اردو د صلیب اردو ته ماته ورکړه او د القدس ښار د عباس خلیفې لاس ته راوړ. د القدس تر ونیولو وروسته ټول ښار د سرو ګلونو د اوبو په مرسته پاک شو.

درېمه صليبي جګړه [سمول]

په ۱۱۸۹ کال کې د انګریز پاچا ریچرد ۱ د صلیب قوماندان شو. د انګریز پاچا غوښتل القدس ونیسی. مګر تر دری کلو وروسته ریچرد ۱ مجبور شول صلاح الدین سره سوله وکړی