صفاریان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Saffarid Empire
صفاریان

 

861–1003
 

Location of Saffarid Empire
Saffarid dynasty at its greatest extent under Ya'qub ibn al-Layth al-Saffar
پلازمېنه زرنج
ژبې Persian (mother tongue)[۱]
مذهب Sunni Islam
حکومت Monarchy
Emir
 - 861–879 Ya'qub bin Laith as-Saffar
 - 963–1002 Khalaf I
تاريخي دور Medieval
 - جوړښت 861
 - ختم کېدل 1003
اوسني هېوادونه
Warning: Value specified for "continent" does not comply

د صفاریانو لړۍ (فارسي: صفاریان، په لاتیني ډول: safaryan) د سیستان د سني فارسیانو لړۍ وه چې له ۸۶۱ ز کال څخه یې تر ۱۰۰۳ ز کال پورې له خپلې پلازمېنې زرنج (اوس مهال په سوېل لویدیځ افغانستان کې یو ښار دی) څخه یې د لوی ایران په ډېرو برخو واکمني کړې. دغه لړۍ له لومړنیو فارسي بومي لړیو څخه ده چې له اسلامي فتوحاتو وروسته رامنځته شوه او د ایراني منځنۍ دورو (Iranian Intermezzo) برخه ده. د دغې لړۍ بنسټ اېښودونکی یعقوب بن لیث صفار و چې په ۸۴۰ ز کال کې د کرنین (قرنین) په کوچني ښارګوټي کې زېږېدلی چې ختیځ ته یې زرنج او لویدیځ ته یې بست ښارونه پراته دي او اوس مهال د افغانستان په جغرافیه کې پروت ده. یعقوب چې په اصل کې د سیستان و او یو له سیمه ییزو عیارانو یا کاکه ګانو څخه و، وړاندې له دې چې د جګړې د مشر په توګه راڅرګند شي مس ګري (صفاري) یې کوله. هغه د سیستان سیمه تر خپل کنټرول لاندې راوسته او د ایران او افغانستان او همدارنګه یې د معاصر پاکستان، تاجکستان او ازبکستان ډېرې برخې ونیولې.[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

صفاریانو له خپلې پلازمېنې زرنج ښار څخه د ختیځ او لویدیځ پر لور د بریدونو د ترسره کولو په موخه د یوې پوځي اډې په توګه کار اخیست. هغوی په پیل کې د هندوکش په سوېلي برخو برید وکړ او بیا یې د فارس د طاهریانو لړۍ له منځه یووړه او خراسان یې په ۸۷۳ ز کال کې خپل کړ. د یعقوب د مړینې پر مهال، هغه د کابل دره، سند، تخارستان، بلوچستان، کرمان، فارس، خراسان فتح کړي وو او نږدې و چې بغداد ته ورسېږي خو د عباسیانو له خوا یې ماته وخوړه. [۱۵]

د صفاریانو لړۍ د یعقوب له مړینې وروسته چندان دوام را نه وړ. د هغه ورور او ځای ناستی، عمر بن لیث په ۹۰۰ ز کال کې د بلخ په جګړه کې د اسماعیل ساماني پر وړاندې ماتې وخوړه. عمر بن لیث اړ شو چې خپلې ډېرې تر واک لاندې سیمې نوو واکمنانو ته پرېږدي. صفاریان یوازې د خپلې واکمنۍ په زړه یعنې سیستان کې پاتې شول او د وخت په تېرېدو د دوی واکمني د سامانیانو د پاتې شونو او د دوی د ځای ناستو له خوا له زوال سره مخ شوه.

بنسټ اېښودل[سمول]

د صفاریانو لړۍ د مس ګر یعقوب بن لیث صفار (یعقوب، د لیث زوی، مس ګر) له خوا چې زرنج ښار ته یې کډه کړې وه رامنځته شوه. هغه خپل کسب پرېښود څو کاکه یا عیار ترې جوړ شي چې په پایله کې یې دا قدرت ترلاسه کړ چې د یو خپلواک واکمن په توګه عمل وکړي. هغه له خپلې پلازمېنې زرنج څخه د ختیځ پر لور د رخج (اراکوزیا)، زمینداور او بالاخره د کابل په لور حرکت وکړ او په ۸۶۵ ز کال کې یې زنبېلیانو او هندو شاهانو ته ماته ورکړه. هغه په بامیان، بلخ، بادغیس او غور برید وکړ. هغه د اسلام تر نوم لاندې هغه سیمې چې د بودایي قبیلوي مشرانو له خوا اداره کېدلې فتح کړې. هغه په دغو بریدونو کې په زیاته کچه غنایم او غلامان ترلاسه کړل. نانسي دوپري په خپل کتاب د افغانستان تاریخي لارښود کې د یعقوب فتوحات داسې تشرېح کوي:[۱۶][۱۷]

صفاریانو وکولای شول په پنجشېر دره کې د سپینو زرو له کانونو څخه د سپینو زرو سکې ووهي.[۱۸]

پراختیا[سمول]

په ۸۷۰ ز کال کې هغوی طاهري لړۍ ته اړوند هرات ښار ونیو او په بادغیس سیمه باندې د هغوی برید د خوارجو د نیولو لامل وګرځېد چې وروسته یې د هغه په لښکرو کې د جاش الشورات ډله رامنځته کړه. له دې وروسته یعقوب خپل پام لویدیځ ته واړاوه او په خراسان، خوزستان، کرمان (سوېل ختیځ ایران) او فارس (سوېل لویدیځ ایران) یې بریدونه پیل کړل. صفاریانو وروسته له هغی خوزستان (سوېل لویدیځ ایران) او د سویلي عراق یو شمېر برخې ونیولې چې په ۸۷۶ ز کال کې د عباسیانو د واکمنۍ چپه کولو ته نږدې شول، خو د هغوی لښکرو د څو ورځو په اوږدو کې له بغداد څخه په حرکت دوی پر شا کړل. خو له دې سره دغو بریدونو عباسي خلافت دې ته اړ کړ څو یعقوب د سیستان، فارس او کرمان د والي په توګه په رسمیت وپېژني او همدارنګه یې صفاریانو ته په بغداد کې لوړ پوړې څوکۍ وسپارلې.[۱۹][۲۰]

زوال[سمول]

په ۹۰۱ ز کال کې، عمر صفاري د بلخ په جګړه کې د سامانیانو له خوا ماتې وخوړه او خراسان یې هغوی ته پرېښود. صفاریانو ته یوازې فارس، کرمان او سیستان پاتې شول. د طاهر بن محمد بن عمر د واکمنۍ پر مهال (۹۰۱-۹۰۸ ز کال)، دغې لړۍ د فارس د نیولو او پر دغه ولایت د کنټرول لرلو په موخه له عباسیانو سره جګړه وکړه. په ۹۰۸ ز کال کې د طاهر او لیث بن علي د واک د ګدۍ د مدعي ترمنځ کورنۍ جګړه په سیستان کې ونښته. په راتلونکو کلونو کې، د فارس والي سیبک – اري (Sebük-eri) د عباسیانو لاس ته ورغی. په ۹۱۲ ز کال کې بالاخره سامانیانو وکولای شول صفاریان له سیستان وباسي. سیستان د لنډ مهال لپاره د عباسیانو کنټرول ته ورغی، خو بېرته د صفاري ابوجعفر احمد بن محمد تر واکمنۍ لاندې خپلواک شو؛ خو دغې لړۍ په ډېره لږ کچه پر سیستان واک درلود.[۲۱]

په ۱۰۰۲ ز کال کې محمود غزنوي په سیستان برید وکړ، لومړی خلف یې له واکه ګوښه کړ او په پایله کې یې صفاري لړۍ ته پای ټکی کېښود.[۲۲]

کلتور[سمول]

صفاریانو پارسي کلتور ته ډېر پام درلود. د هغوی تر واکمنۍ لاندې، د اسلامي نړۍ ختیځ د مخکښو فارسي ژبو شاعرانو لکه فیروز مشرقي، ابوسالک الجرجاني او محمد بن واصف په څېر درباري شاعرانو د ظهور شاهد و.[۲۳]

د نهمې پېړۍ په وروستیو کې، صفاریانو د نوي فارسي ادبیاتو رنسانس ته انګېزه ورکړه. د یعقوب له خوا د هرات له نیولو وروسته، یو شمېر شاعرانو هڅه وکړه چې د هغه بریا په عربي ژبه وستايي، چې په پایله کې یعقوب له خپل سکرتر محمد بن واصف سیستاني وغوښتل چې دغه اشعار په فارسي ژبه ولیکي.[۲۴]

Rulers of the Saffarid dynasty[سمول]

کينډۍ:History of Afghanistan کينډۍ:History of Greater Iran

Titular Name Personal Name Reign
Independence from the Abbasid Caliphate.
Amir
أمیر
al-Saffar
coppersmith
الصفار
Ya'qub ibn Layth
یعقوب بن اللیث
861-879 CE
Amir
أمیر
Amr ibn al-Layth
عمرو بن اللیث
879-901 CE
Amir
أمیر
Abul-Hasan
أبو الحسن
Tahir ibn Muhammad ibn Amr
طاھر بن محمد بن عمرو
co-ruler Ya'qub ibn Muhammad ibn Amr
901-908 CE
Amir
أمیر
al-Layth ibn 'Ali
اللیث بن علي
908-910 CE
Amir
أمیر
Muhammad ibn 'Ali
محمد بن علي
910-911 CE
Amir
أمیر
Al-Mu'addal ibn 'Ali
المعضل ابن علي
911 CE
Amir
أمیر
Abu Hafs
ابو حفص
Amr ibn Ya'qub ibn Muhammad ibn Amr
عمرو بن یعقوب بن محمد بن عمرو
912-913 CE
Samanid occupation 913-922 CE.
Amir
أمیر
Abu Ja'far
ابو جعفر
Ahmed ibn Muhammad ibn Khalaf ibn Layth ibn 'Ali 922-963 CE
Amir
أمیر
Wali-ud-Daulah
ولي الدولة
Khalaf ibn Ahmad ibn Muhammad ibn Khalaf ibn al-Layth ibn 'Ali 963-1002 CE
Conquered by Mahmud ibn Sebuktigin of the Ghaznavid Empire in 1002 CE.

د عکسونو گالری[سمول]

اخیستلیکونه[سمول]

  1. "Persian Prose Literature." World Eras. 2002. HighBeam Research. (September 3, 2012);"Princes, although they were often tutored in Arabic and religious subjects, frequently did not feel as comfortable with the Arabic language and preferred literature in Persian, which was either their mother tongue—as in the case of dynasties such as the Saffarids (861–1003), Samanids (873–1005), and Buyids (945–1055)...". [۱] Archived 2013-05-02 at the Wayback Machine.
  2. Medieval Central Asia and the Persianate World: Iranian Tradition and Islamic Civilisation, Bloomsbury Publishing, 2017, د کتاب پاڼې 3, د کتاب نړيواله کره شمېره 9780857727435, Finally when Abbasid rule collapsed in the mid-ninth century Khurasan and its Central Asian dependancies gained permanent autonomy from the Caliphate, thus opening the astoundingly brilliant three centuries, stretching from the mid-ninth to mid-twelfth centuries, during which this part of the Persianate lands became the seat of the leading political and military powers of the Sunni world... Throughout this era, Khurasan-Transoxiana undoubtedly constituted the heart of the Sunni Islamic world. First of all, the dynasties based here - the Saffarids, Samanids, Ghaznavids and Seljuqs - provided a military and political bulwark against non-Sunni groups, whether Infidel, Kharjite or Shi'ite الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Saffarid dynasty", The Oxford Dictionary of the Middle Ages (په انګلیسي ژبه کي), Oxford University Press, 2010-01-01, doi:10.1093/acref/9780198662624.001.0001, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-866262-4, د لاسرسي‌نېټه ۳۰ سپټمبر ۲۰۲۰, One of the first indigenous Persian dynasties to emerge after the Arab Islamic invasions. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Tor, D. G. (2009). "The Islamization of Central Asia in the Samanid era and the reshaping of the Muslim world". Bulletin of the School of Oriental and African Studies. University of London. 72 (2): 281. doi:10.1017/S0041977X09000524. The Saffārids were the first of the Persianate dynasties to arise from the remains of the politically moribund ʿAbbāsid caliphate. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Frye, Richard Nelson; Fisher, William Bayne; Boyle, John Andrew (1975). The Cambridge History of Iran. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 121. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-521-20093-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Stearns, Peter N.; Langer, William Leonard, المحررون (2001). The Encyclopedia of World History. Houghton Mifflin. د کتاب پاڼې 115. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Bosworth, Clifford Edmund "Saffarids". Encyclopædia Iranica.  
  8. "Saffarid dynasty". The Oxford Dictionary of the Middle Ages (په انګلیسي ژبه کي). Oxford University Press. 2010-01-01. doi:10.1093/acref/9780198662624.001.0001. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780198662624. One of the first indigenous Persian dynasties to emerge after the Arab Islamic invasions. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Savory, Roger M. (1996). "The History of the Saffarids of Sistan and the Maliks of Nimruz (247/861 to 949/1542-3)". Journal of the American Oriental Society. doi:10.2307/605756. JSTOR 605756. First, the Saffarid amirs and maliks were rulers of Persian stock who for centuries championed the cause of the underdog against the might of the Abbasid caliphs. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. al Saffar, Ya'kub b. al-Layth; Bosworth, C. E. The Encyclopaedia of Islam. Vol. XI. د کتاب پاڼې 255. The provincial Persian Ya'kub, on the other hand, rejoiced in his plebeian origins, denounced the Abbasids as usurpers, and regarded both the caliphs and such governors from aristocratic Arab families as the Tahirids with contempt الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Meisami, Julie Scott; Starkey, Paul (المحررون). Encyclopedia of Arabic Literature. 2. د کتاب پاڼې 674. Saffarids: A Persian dynasty..... الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Aldosari, Ali. Middle East, Western Asia, and Northern Africa. د کتاب پاڼې 472. There were many local Persian dynasties, including the Tahirids, the Saffarids.... الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Cannon, Garland Hampton. The Arabic Contributions to the English Language: An Historical Dictionary. د کتاب پاڼې 288. Saffarid, the Coppersmith, the epithet of the founder of this Persian dynasty... الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Daftary, Farhad. Historical Dictionary of the Ismailis. د کتاب پاڼې 51. The Saffarids, the first Persian dynasty, to challenge the Abbasids... الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Bosworth, Clifford Edmund "Saffarids". Encyclopædia Iranica.  
  16. Bosworth, C. E. (1968). "The Development of Persian Culture under the Early Ghaznavids". Iran. 6: 34. doi:10.2307/4299599. JSTOR 4299599. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Bosworth, C. E. (1995). "Saffarids". In Bosworth, C. E.; van Donzel, E.; Heinrichs, W. P.; Lecomte, G. (المحررون). Encyclopedia of Islam. VIII. Brill. د کتاب پاڼې 795. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Pandjhir". Encyclopedia of Islam. VIII. د کتاب پاڼې 258. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Saffarids". Encyclopedia of Islam. VIII. د کتاب پاڼې 795. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Esposito, John L. (1999). The Oxford History of Islam. Oxford: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 38. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Bosworth, C. E. (1968). "The Development of Persian Culture under the Early Ghaznavids". Iran. 6: 34. doi:10.2307/4299599. JSTOR 4299599. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Bosworth, C. E. (1963). The Ghaznavids 994–1040. Edinburgh University Press. د کتاب پاڼې 89. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Bosworth, C. E. (1969). "The Ṭāhirids and Persian Literature". Iran. 7: 104. doi:10.2307/4299615. JSTOR 4299615. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Bosworth, C. E. (1999). "The Tahirids and the Saffarids". In Frye, R. N. (المحرر). The Cambridge History of Iran: The period from the Arab Invasion to the Saljuqs. IV. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 129. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)

باندنی لینکونه[سمول]