شهاب الدين محمد غوري

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
معزالدين محمد بن سام

شهاب الدين غوري
واکمني ۱۲۰۲ ز. -۱۲۰۶ ز.
زېږون ۱۱۵۰ ز.
زېږونځای غور، افغانستان
مړينه ۱۵ د مارچ، ۱۲۰۶ ز.
د مړينې ځای دامياک، جهلم, پاکستان
هديره دامياک، جهلم, پاکستان
مخکنی پاچا غياث الدين غوري
وروستنی پاچا قطب الدين آيبک
پاچايي ماڼۍ غوري واکمنۍ
پلار ملک بهاالدين سام بن حسين
مذهبي گروهې سُني مسلمان

شهاب الدین محمد غوري د افغانستان دپاچايانو په لړ کې يو تر ټولو ډېر دینپاله او د سوري پښتنو له ټبر څخه مېړنی پاچا و . د اسلامي نړۍ په تاريخونو کې دی تر ټولو نوموتی مسلمان حاکم ياد شوی او په هند کې یې د مسلمانانو د ژغورنې لپاره ډېرې هلې ځلې کړي او پخپله یې هندي توکمنو ته هم د انساني کراماتو د لوست سرلاری و .

مخينه

د شهاب الدین غوري په وخت کې د هند په لويې وچې د وگړو تر منځ توپیري پوړیزه بې عدالته گروهې وې چې له مخې یې د هندو مذهب په گروهو کې شامل و . يوه ډله انسانان پاک انسانان او تر ټولو ښه گڼل کېدل بله ډله جگړه مار او د ټولنې د واک هر اختيار ورکړل شوی و ، درېيمه بيا تر ټولو پلید بلل کېدل چې آن ورسره هندوانو خبرې کول گناه بلله او هغوی يې د ټولنې د دواړو يادو ډلو فرضي او فطرتي نوکران گڼل . د همدې ډول تبعیضونو په خلاف شهاب الدین غوري راپاڅېد او په هند کې د ټيټو پوړونو گڼل شويو خلکو تر منځ مسلمانان هم ناولي گڼل چې شاه غوري ورپسې خپل پوځ ورمخته کړ.